تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شیخ احمد دیدات صاحب: تدریس او شاګردان (۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 21, 2019
  0

مناظر اسلام مرحوم شیخ احمد دیدات  څوک وو؟ (۲)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مناظر اسلام مرحوم احمد دیدات او اظهار الحق:


مرحوم احمد دیدات د ۹ کلونو دئ، چي جنوبي افریقا ته یې هجرت وکړ، دا وخت د انګریزانو امپراطوري ده، هلته افریقا ته ځي، د کتابونو د مطالعه کولو لېوالتیا ورسره پیدا کیږي او په دې ترڅ کي په زړو اخبارو، مجلو او کتابونو کي یو چنجو خوړلی کتاب مومي چي (اظهار الحق) نومیږي، هغه هره ورځ مطالعه کوي، چي په پایله کي د الله په مرسته سره، د همدې کتاب په ذریعه یو نړیوال داعي او مناظر ور څخه جوړیږي، چي بیا د مناظر اسلام مرحوم احمد دیدات څخه نور امت مسلمه الهام اخلي او هغه د عیسایانو سره نړیوالې مناظرې کوي او ټوله کفري نړۍ شرموي، لکه اوسنی د مرحوم احمد دیدات د اسلامي مرکز (IPCI) مشر مناظر یوسف اسماعیل، په کاناډا کي د اسلامي علمي مرکز مشر مناظر ډاکتر شبیر علي، په هندوستان کي د ای آر ایف (IRF) مشر ډاکتر ذاکر نایک او نور په زرګونه داعیان...


یوسف اسماعیل (Yusuf Ismail) 
د مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه د نړیوال اسلامي مرکز اي پي سي ای (Islamic Propagation Center International) تکړه نړیوال مناظر همدغه یوسف اسماعیل دئ، د یوسف اسماعیل مناظرې او مباحثې تر شمار اوښتي دي، هغه مناظرې چي د مرحوم احمد دیدات مرکز ماته رالیږلي دي، هغه په لسګونو دي، یوسف اسماعیل هم پر ډېرو سرلیکونو باندي له عیسايي نړۍ سره مناظرې کړیدي، زه بې یو څو بېلګې وړاندي کړم:


Is Jesus Almighty God? (Yusuf Ismail v Mike Fluech)
ایا حضرت عیسی علیه السلام خدای دئ؟ (د یوسف اسماعیل مناظره له عیسايي راهب مایک سره)


Is The Crucifixion True? (Y. Ismail v Mike Licona)
ایا د حضرت عیسی علیه اسلام صلیب رښتیا دئ؟ (د یوسف اسماعیل مناظره له عیسايي راهب مایک لیکونا سره)


Christianity and Islam (Yusuf Ismail v James)
اسلام او عیسائیت (د یوسف اسماعیل مناظره له عیسايي راهب جېمز سره)


Is Trinity Consistent with the Old Testament? (Yusuf Ismail v Jonathan Mclatchie)
ایا په عهدنامه قدیم کي تثلیث سته؟ (د یوسف اسماعیل مناظره له عیسايي راهب جوناتن سره)


The Quran or the Bible, which is God’s Word?( Yusuf Ismail v Mike Fluech)
کوم یو د خدای کلام دئ؟ قرآن که بایبل؟ (د یوسف اسماعیل مناظره له عیسايي مایک سره)


Is the Trinity in Hebrew Bible? (Yusuf Ismail v Jonathan Mclatchie)
ایا تثلیث په عبراني بایبل کي سته؟ (د یوسف اسماعیل مناظره له عیسايي راهب جوناتن سره)


Islam and Christianity (Yusuf Ismail v Rev. Michael Fourie)
اسلام او عیسائیت (د یوسف اسماعیل مناظره له عیسايي راهب مبشر مایکل فوري سره)


Did Jesus Died by Crucifixion in the First Century? (Y. Ismail v Mike Licona)
ایا حضرت عیسی علیه السلام په لومړۍ پېړۍ کي صلیب کړل سو؟ (د یوسف اسماعیل مناظره له عیسايي مایک لیکونا سره)


Why I am a Christian, Why I am a Muslim?( Yusuf Ismail v John Azumah)
زه ولي مسلمان یم؟ زه ولي عیسائي یم؟ (د یوسف اسماعیل مناظره له جان ازوما سره)


Is the Quran the Book of Peace or violence? (Yusuf Ismail v Mike Fluech)
ایا قرانکریم د صلحې کتاب دئ او که د تشدد؟ (د یوسف اسماعیل مناظره له مایک فلوئک سره)


Origin of Scriptures (Yusuf Ismail v Piet Strydom)
د الهي نسخو اصل (د یوسف اسماعیل مناظره له پایټ سټريډوم)


Was Jesus just a prophet? (Yusuf Ismail v Dr. James White)
ایا حضرت عیسی علیه السلام صرف رسول وو؟ (د یوسف اسماعیل مناظره د ډاکتر جېمز وایټ سره)


Did Jesus die on the cross? (Yusuf Ismail v Dr. James White)
ایا حضرت عیسی علیه السلام صلب کړل سو؟ (د یوسف اسماعیل مناظره د ډاکتر جېمز وائټ سره)


What are right hands possess? (Y. Ismail v Radical Christians)
Parallel Account in the Bible & Quran (Yusuf Ismail v Dr. James White)
Christology in John’s Gospel and the Quran (Yusuf Ismail v Dr. James White)


ښاغلی یوسف اسماعیل د مرحوم احمدیدات رحمة الله علیه په شان ژوره مطالعه لري، په نړیوالو مذهبونو ، ساینس او فلسفې کي هم پوره معلومات لري، د مناظرو ډول یې د مرحوم احمد دیدات په شان دئ، یعني کې یې په یوه سرلیک باندي ۴ یا ۵ مناظرې کړي وي، ټولې سره بیلې دي، د بیلګې په ډول سره:


یوسف اسماعیل د یوه عیسايي راهب سره پر ( ایا حضرت عیسی علیه السلام خدای دئ؟) مناظرې باندي تېر کال بحث وکړی، که پر دغه سرلیک باندي ( ایا حضرت عیسی علیه السلام خدای دئ؟) لس نورې مناظرې ولري، دی د هرې مناظرې او مباحثې لپاره مختلف دلائل د بایبل څخه وړاندي کوي، چي د همدې تاکتیک په درلودلو سره مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه او هم یوسف اسماعیل په ټوله نړۍ کي په تکړه مناظرینو کي شامل او بحث ورسره ناشونی دئ، الحمد لله.


د وخت سره سم ښاغلی یوسف اسماعیل په مناظرو کي علاوه د بايبل او قرآنکریم څخه د فلسفې او عصري ساینس څخه هم کار اخلي، نو ځکه تل په مناظرو کي له عیسائي راهبانو څخه لاره ورکه کړي ، ځینو عیسايي راهیبانو په څو – څو ځلي ورسره مناظرې کړیدي، چي موخه دا ده چي مخکنۍ مناظره به کله یوسف اسماعیل ورڅخه وګټل نو راهب به هېله مند وو چي کېدای سي راتلونکي مناظري ورڅخ وګټي نو یوه راهب تر څلور زیاتې مناظرې ور سره کړي وي، خو الحمدلله ثم الحمدلله بیا هم د عیسائي نړۍ په آند ګټونکی یوسف اسماعیل وي.

 

د شیخ احمد دیدات صاحب درس او تدریس
مر حوم احمد دیدات د نوي مسلمان سوي فیرفکس (Mr. Fairfax) سره درس شروع کړ،  په دې درس کي چي د بایبل کلاس (Bible Class) نومېدی د بایبل په هکله معلوما پکښې وه، چي بایبل څه شی دئ؟ او په بایبل کي څومري د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وړاندوینې دي، په دې درس کي د ۲۰۰- ۳۰۰ پوري کسانو ګډون درلودئ، په دې درس کي ، فیرفکس د بایبل څخه علاوه د عیسایانو سره د بحثونو او مناظرو ترتیب او تاکتیکونه هم ورښودل، دا چي احمد دیدات یو تکړه ځوان او د معلوماتو د حاصلولو پوره تلوسه درلودل نو ځکه فیرفکس و احمد دیدات ته د عمومي درس څخه علاوه بېل وخت هم ورکړ، دغه د ښاغلي فیر فکس درس تر ۲ میاشتو پوري دوام وکړ، ټول په مینه سره راځي او د نړیوالو مذهبونو په هکله معلومات لاسته راوړي، او د نړیوالو مذهبونو پرتله زده کوي، فیرفکس درې اونۍ غیر حاضر سو، اخر احمد دیدات وشاګردانو ته وویل چي زه کولای سم چي پر کوم ځای باندي فیرفکس درس درولی دئ له هغه ځایه یې پیل کړم، هغو ته چي د احمد دیدات لیاقت او اخلاص معلوم وو، ورسره وې منله، پوره ۳ کاله احمد دیدات ودې صنف ته درس ورکړ، خپله احمد دیدات ددې صنف په هکله وايي:


((زما د ژوند طلایي عمرهمدا ۳ کاله وه، ما ډېر څه زده کړل، په ډېرو هیښونکو خبر سوم، همدغه زما لپاره پوهنتون وو، ما وکولای سوای چي په دې ۳ کالو کي ځان داسي مسلح کړم چي د چا برید راباندي اغېزه ونکړي، همداسي وسول؛ په دې وخت کي لومړی ما د درس ورکولو لپاره پوره تیاري نیول ورسره یو ځای مي خپله ازاده مطالعه په ځانګړي ډول سره د عیسائیت په هکله مي هر څه له هره ځایه راټولول او له عامو مسلمانانو او خپلو شاګردانو سره مي شریکول، د عیسائي او یهودي نړۍ ټول تاکتیکونه او چلونه مي زده کړل.))


احمد دیدات ددې درسونو سره سره (اظهار الحق) څو څو ځلي سر تر پایه مطالعه کړ، معمول یې داسي جوړ کړ چي  یو بحث به یې مطالعه کړ، حوالې به یې ښه یادې کړې هغه که د بایبل کرښي وې او که د قرآنکریم ایتونه، کله چي عیسايي مبشرین یا د بایبل کالج شاګردان راتلل ده به لومړی بحث وسره پیل کړ،بحث به په اعتراض سره پیل سو، د بیلګې په ډول سره:


ایا حضرت عیسی علیه السلام څو پلرونه درلودل؟؟؟
عیسايي مبشرین به وارخطا سول، دا ځکه چي په بایبل کي په یوه ځای حضرت عیسی علیه السلام د خدای زوی دی، بل ځای د حضرت داؤد علیه السلام زوی دی، بل ځای د حضرت ابراهیم علیه السلام زوی دی او بل ځای د یوسف نجار زوی دی.


د احمد دیدات ددې بحث په اورېدو سره به په تدریجي ډول سره عیسايي مبشرین کمېدل، خو احمد دیدات نه پرېښودل، هلته کلیسا ته به ورغلی وخت به يې ورڅخه واخیستی او بیا به یې د راهبانو سره بحث پیل کړ، د بیلګې په ډول سره:
ایا حضرت عیسی علیه السلام د خدای زوی دی؟؟؟


که چیري د خدای زوی دی، ولي په هغو دوو شجرو کي چي په متی او د لوقا انجیلو کي راغلي دي، په هغو کي د خدای نوم نسته؟؟؟


ایا حضرت عیسی علیه السلام ویلي دي چي زه خدای یم او زما عبادت وکړئ؟ 

 

ایا حضرت عیسی علیه السلام صلیب سو؟


که حضرت عیسی علیه السلام خدای وو، نو ستاسو په عقیده هغه صلیب سو، یعني تاسو خدای وواژه، ایا داسي نه ده؟


ایا بایبل د خدای کلام دئ؟


دا چي دغه د متی، لوقا، یوحنا او مراقس انجیلونه دي، نو د عیسی انجیل چیری دئ؟


که خدای یو دئ، ولي پر تثلیث عقیده لری؟ او که خدایان درې دي، نو یو خو یې تاسو وواژه دوه پاته سوه، ایا تثلیث مو نیمګړی نه سو؟


ایا د اوسني عیسائیت بنسټ حضرت عیسی علیه السلام ایښی دئ او که پولس؟


او داسي نور... عیسايي راهبانو چي به د احمد دیدات خبرې او سوالونه واورېدل ورڅخه پټ به سول، هغه عیسايي مبشرین چي مخکي احمد دیدات ور څخه په تکلیف وو، اوس دوی ورڅخه تښتي او ځانونه پټوي.


دی وايي:


((په هیڅ صورت عیسايي راهبان زما سره وبحث او مناظرې ته نه تیارېدل، اخر به زه د کلیسا و مخي ته ورغلم، کله چي به دوی راووتل مابه ورته وویل چي د راتلونکې یکشنبې په ورځ به زما سره سموسه او چاي وخورې او زما خصوصي مېلمه یې، کله چي به راغلل او چاي بې راسره و څيښلې بیا به مي خپل بحث او پوښتنو ته دوام ورکړ، چي په همدې ډول سره ډېر مسلمانان سول ، په شمول د سترو راهبانو.))


نور بیا...

 

ــــــــــــــــــ

لومړۍ برخه: د شیخ احمد دیدات صاحب ژوند

مناظر اسلام مولانا رحمت الله کیرانوي رحمه الله

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته