تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
چاپیریالي ککړتیا او اسلام
  تعلیم الاسلام
  April 27, 2017
  0

 ژ باړه : حاجي عبدالهادي عمري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د انسان پر شا و خوا موجود ټول کاینات د الله تعالی مخلوق دی ، الله تعالی انسان په مځکو ، ځنګلونو، دریابونو، سیندونو او نورو ډول ډول شیانو سره اباد کړی دی ، مځکه يې د انسان په واک کښي ورکړې ده اسمان يې پر انسان د هسک بام په ډول په ښکلو ستورو او سیارو سره ښایسته کړی دی تر اسمان لاندي  ډکي وريځي د انسان د اوبو  د اړتیا  د تکمیل لپاره دي ،پر مځکه يې ډول ډول مرغان په دریاب کي ډول ډول کبان او ابي حیوانات د انسان د خوراکي اړتیا تر څنګ د چاپیریالي اړتیاوو پوره خیال هم ساتلی دی ، ټول کاینات دالله تعالی مخلوقات دي او په منظم او محکم حکم سره يې خلقت سوی دی د الله تعالی ارشاد دی:
 
 (صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ) (النمل ۸۸)
ژباړه: الله تعالی هر شی په مناسب ډول مضبوط پیدا کړی دی .
 
 الله تعالی د هرشي د نوي خلقت په وخت کي ددې ځانګړتیا خاص خیال ساتلی دی چي نوموړی باید په مځکه کي د انساني ژوند لپاره ګټور وي الله تعالی هرڅه په کمیت او کیفیت پوره پیدا کړي دي ، په دي نړی کي د دوی دا دنده ده چي دوي د انساني ژوند د جسم او چاپیریال لپاره ګټور تمام سي ، انسان ته پکار ده چي په نوموړو سره د خپل صورت او چاپیریال ساتنه وکړي تر څو په روغ صورت او ښه چاپیریال د الله تعالی په عبادت مصروف وه اوسي . الله تعالی فرمايي:
 
(إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ) (سورة القمر: ۴۹)
یعني: موږ هرڅه په اندازه سره پیدا کړي دي .
 
همدا رنګه بل ځای فرمايي:
 
( وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْزُونٍ) (الحجر۱۹)
ژباړه: موږ مځکه غوړولې ده او پر هغې مو غرونو اچولي دي او پر مځکه مو هر ډول د اړتیا توکي په معلوم او منظم ډول ايښي دي  .
 
  په معلوم او منظم ډول  کاینات د انسان په چاپیریال کي موجود دي ، په دوی کي فطري منظموالی ، کمیت او کیفیت پروت دی ځکه نو د نوموړو کایناتو څخه پیدا کیدونکی چاپیریال هم فطري دی او دا فطري چاپیریال د انسانانو او حیواناتو لپاره ګټور دی ، او کله چي په فطري ډول پیدا سوي چاپیریال کښي انساني ککړتیاوي ور ګډي سي نو دالله تعالی په فطري چاپیریال کښي بدلون رامنځته کړي او د کایناتو چاپیریال غیر فطري جوړسي نوموړی چاپیریال د انسانانو او ټولو کایناتو لپاره زیان رسوونکی وي ځکه چي غیر فطري توکي ټول زیان رسوونکي دي .په اوسني وخت کښي چي پر نقل عقل او پر معنویت مادیت غالب دي ، د ماشینونو او فابریکو دور دی په دې وخت کي د انساني ژوند ټول توکي بدل سوي دي د انسان فکر او عمل ډول ډول توکي اختراع کړي دي ځکه نو ډیر مسایل چي وړاندي به د بحث وړ نه وه خو اوس د هغو بحث کول پکار دی چي له هغوی څخه یو د چاپیریالي ککړتیا مسئله ده.
 
 (Environmental Pollution) چاپیریالي ککړتیا
 
  د شلمي پیړۍ له نیمايي څخه دا یوه نړیواله مسله سوله په ۱۹۷۱ کي د چاپیریال دعلم مسله د نړیوال سیاست برخه جوړه سوه په ۱۹۷۲  ملګرو ملتونو په سویډن کي په نوموړي موضوع لومړی سمینار جوړ کړی وو په ۱۹۹۷ د چاپیریالي ککړتیا په وړاندي انساني مبارزه پیل سوه ځکه د نوموړی ککړتیا زیانونو ټوله نړي حیرانه کړې وه د معاصري ټيکنالوژی او پراخه صنعت په وجه ددې زیانونه تر اندازي ډیر سوه ځکه نو نوموړي موضوع د حکومتونو د بحث او نظریاتو وړ وګرځیدل .
 
 چاپیریالي ککړتیا هم د انساني لاس وهونو څخه پیدا ده . نوموړی موضوع د انسانانو د ډیرښت په سبب نه ده را منځته سوې ځکه الله تعالی انساني خلقت په منظم ډول کړی دی او تر قیامته به دا نظام همداسي په نظم سره روان وي ، خو انسان په نوموړي نظام کښی داسي  تیروتني وکړې چي پر ټول نظام يې اثر ولویدی. د بیلګي په ډول ورځ په ورځ د ځنګلونو شمیر کمیږي د یو راپور پر اساس د۱۹۰۰ م  وروسته په ایتوپیا کي ۹۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي دي دا ډول د خلیجي جنګونو په وخت کي په سمندر کي د ګډ سوو تیلو په سبب پیدا سوي د ابي ککړتیا د له منځه وړلو لپاره ۱۸۰ کلونه پکار دي . له دې څخه معلومه سوه چي انسان په څومره لویه پیمانه ککړتیاوي پیدا کړي دي ځکه نو اوس د نوموړي ککړتیاوو له زیانونو سره لاس او ګریوان دی .
 
دا ډول د مځکي او فضا د ککړتیا لپاره  د ډول ډول الاتو ایجاد او د هغوی د ازمویني تیروتني چاپیریال خورا ډیر ککړ کړی دی چي انسانان يې په  ډول ډول ناروغیو اخته کړي دي . د عراق او کویټ د جنګ په وخت کي له ۷۲۷ څخه ډیرو څاګانو ته اور ورته سوی وو . د یوې سروې له مخي چي د عراق په جنګ د جوړي سوي ککړتیا په سبب ۴۷۰۰ کسان د سرطان په ناروغۍ مړه دي ۳۵ سلنه عراقي نوي زیږیدونکي ماشومان په دماغي سرطان اخته وي او دا شمیرنه ورځ په ورځ ډیریږي .
 
دا ډول د افغانستان حالات هم دا ډول دي ځکه دلته هم شپه او ورځ بمبار وي او نوموړي بمبار چاپیریال دومره ککړ کړی دی چي ډیری خلک يې په دماغي بې توازنۍ اخته دي ، په نوموړي هیواد کي ډيری وګړي په ډول ډول ناروغیو اخته دي لکه سرطان ،جلدي ، رواني ناروغۍ او داسي نور . 
 
اسلام او چاپیریال ساتنه
 
دا دانسان په لاس رامنځته ته سوي حالات دي ، انسان هغه مسولیت له پامه غورځولی دی چي د الله تعالی له خوا د نوموړی په غاړه ورکول سوی دی د الله تعالی ارشاد دی:
 
(هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا) (هود:۶۱)
ژباړه : الله تعالی تاسو د مځکي څخه پیدا او پر مځکه اباد کړي یاست . 
 
ددي ایات غوښتنه دا ده چي الله تعالی انسان ته دا مسولیت ور سپارلی دی چي نوموړی ددې نړۍ د جوړیدلو  کوښښ وکړي د هغو شیانو څخه په پوره ډول پر هیز وکړي چي د مځکي د ابادی او پر مځکه د ابادو مخلوقاتو د ژوند او بریالیتوب سره په ټکر کښی وي که کوم داسي توکي پیدا سي چي پر مځکه د انسان او نورو ژوندیو موجوداتو ژوند له خطر سره مخ کوي انسان مکلف دی چي نوموړی توکي له منځه یوسي . 
 
په اسلام کښي د چاپیریال ساتني په وړاندي اقدامات په اسلامي لار ښوونو کي د فکر کولو څخه معلوميږي چي اسلام ډیر وړاندي د کایناتو چاپیریال ساتنه په نظر کي نیولې ده ، داسي لار ښووني يې کړي دي چي په هغو سره د چاپیریال له هر ډول زیانونو څخه ټولنه ژغورل کیږي او له هر ډول داسي شي څخه يې منع فرمایلې ده چي چاپیریال ککړوي او منفي پایلي يې پر انسان او نورو موجوداتو پریوځي . د هغو شیانو د کولو تاکیدي امر يې کړی دی چي د چاپیریال پاک ساتلو لپاره اړین دي . ځیني لارښوني په لاندي ډ‌ول دي:
 
۱ـ پاکي او نظافت: 
 
پاکي او نظافت د روغتیا لپاره اړین توکي دي د ککړتیا ده له منځه وړلو لپاره پاکي لازمي ده، اسلام د پاکۍ ارزښت  په ډیره لوړه کچه بیان کړی دی د مسلمانانو شعار او پیژندګلوي يې جوړه کړې ده . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 
(إِنَّ اللَّهَ طِيبٌ يُحِبُّ الطِّيبَ ، نَظِيفٌ يُحِبُّ النَّظَافَةَ ، كَرِيمٌ يُحِبُّ الْكَرَمَ ، جَوَادٌ يُحِبُّ الْجُودَ ، فَنَظِّفُوا بُيُوتَكُمْ ، وَلاَ تَشَبَّهُوا بِالْيَهُودِ الَّتِي تَجْمَعُ الأَكْنَافَ فِي دُورِهَا.) (مسند ابویعلی الموصلی :۷۹۰)
ژباړه : الله تعالی پاک دی او پاکي خوښوي مهربانه دی مهرباني خوښوي سخي دی سخاوت خوښوي . ځکه نو تاسو خپل کورونه پاک ساتی او د هغو یهودو سره ځان مه مشابه کوي چي د کور چټلۍ په کورونو کي جمع کوي .
 
 
همدا رنګه فرمايي:
(تنظفوا بكل ما استطعتم، فإن الله تعالى بنى الإسلام على النظافة، ولن يدخل الجنة إلا كل نظيف) (کنز العمال : ۲۶۰۰۲)
ژباړه : تر کومه چي مو وس وي پاکوالی کوئ ځکه چي د اسلام بنسټ پر پاکي ولاړ دی جنت ته به هغه څوک داخلیږي چي پاک وي . 
 
دا رنګه اسلام پاکوالی  د مومن پيژندګلوي ګڼلې ده ، د چاپیریال ساتنه او د چټلیو په سبب  پیدا کیدونکي هر ډول ککړتیا  له منځه وړل یې د مومن  ور په غاړه کړي دي ځکه پاکي د هر ډول ککړتیا د له منځه وړلو لپاره لازمي ده .
 
۲ـ لاري او نور عامه ځایونه په چټلیو ککړول:
 
دا هم د چاپیریالي ککړتیا مهم سبب کیدلای سي . رسول الله صل الله علیه وسلم له دي څخه منع فرمایلې:
 
(اتَّقُوا الْمَلاَعِنَ الثَّلاَثَ : الْبَرَازَ فِي الْمَوَارِدِ ، وَالظِّلِّ ، وَقَارِعَةِ الطَّرِيقِ.) (سنن ابن ماجة : ۳۲۸)
ژباړه : د الله رسول فرمايي له درو لعنتي شیانو څخه ځان وساتي قضايي حاجت په ګودر (له کوم ځای څخه چي اوبه وړل کیږي) سایه (هلته چي خلک کښيني) او په لاره کښي .
 
که کوم چا دا تیروتنه کړې وي نو ددې د له منځه وړلو لپاره يي د لاري څخه مضر شی لیري کول د ایمان یوه برخه ګڼلې ده مسلمانان يې دې برخي ته چمتو کړي تر څو لاري پاکي کړي .
 
 
 د رسول الله صلی الله وسلم ارشاد دی:
 
(مَنْ أَمَاطَ أَذًى عَنْ طَرِيقِ الْمُسْلِمِينَ كُتِبَتْ لَهُ حَسَنَةٌ، وَمَنْ تُقُبِّلَتْ مِنْهُ حَسَنَةٌ دَخَلَ الْجَنَّة) (معجم طبرانی کبیر : ۱۶۸۹۶)
ژباړه : چاچي د مسلمانانو له لاري څخه ضرري شی لیري کړی دده لپاره یوه نیکي لیکل کیږي او د چا چي یوه نیکي قبوله سوه هغه به جنت ته ځي .
 
په یو روایت کي ددې ثواب لس برابره ښودل سوی دی، فرمايي:
 
(مَنْ عَادَ مَرِيضًا ، أَوْ أَنْفَقَ عَلَى أَهْلِهِ ، أَوْ مَازَ أَذًى عَن طَرِيقٍ فَحَسَنَةٌ بِعَشْرَةِ أَمْثَالِهَا.) (مصنف ابن ابی شیبة : ۲۶۸۷۲)
ژباړه : چاچي د ناروغ پوښتنه وکړه ، پر خپل اولاد يې لګښت وکړ او یا يې د لاري څخه ضرري شی لیري کړی دده نیکي لس برابره سوه.
 
تیل او د چاپیریال ککړتیا
 
د لاري د پاکوالي سره د عامه ځایونو پاک ساتل هم شامل دي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو لار ښودنو کښي د چاپیریال پاک ساتلو حقیقي فضایل بیان کړي دي خلک يې دې ته چمتو کړي دي تر څو په فکري ډول خپل د چاپیریال پاک ساتلو ټینګه اراده وکړي ترڅو چاپیریال له چټلیو څخه په مکمل ډول پاک وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له لاري څخه لیري کیدونکي شي ته (اذی) ویلي ، له دې څخه معلومیږي چي یواځي مخصوص چټلي باید له لاري څخه لیري نه سي بلکه لار باید له هر هغه شي څخه پاکه سي چي د زیان رسووني سبب وي هغه که په سترګو ولیدل سي او یا هم نه لیدل کیږي.
 
په اوسني د تیلو په دوره کي چي کومه ککړتیا منځته راوړي هغه هم تر دې حکم لاندي دي ، ځکه نو هر موټر چلوونکی مکلف دی تر څو د نوموړي له موټر څخه  د لاري چاپیریال ککړ نه سي  دا د یو مسلمان مسولیت دی چي دده له موټر  باید داسی حالت نه وي رسیدلی چي چاپیریال ککړ کړي .
 
کورونه پاک ساتل
 
 د لارو سره سره  د کور پاکي هم د چاپیریال لپاره اړینه ده، په کورونو کي چټلي او د انسان غایطه مواد ايښودل  د ساینسي څیړني مطابق ډير زیان رسوونکي دي. د ساینس ددې نظريې وړاندي د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم هم له دې څخه په کلکه منع فرمایلي ده. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد مبارک دی:
 
(لا ينقع بول في طست في البيت فإن الملائكة لا تدخل بيتا فيه بول ينقع، ولا تبولن في مغتسلك) (معجم اوسط طبرانی : ۲۰۷۷)
ژباړه : په کور کي په یو شي کي انساني چټلي مه ایږدئ ځکه ملایکي هغه کورته نه  داخلیږي په کوم کور کي چي انساني چټلي وي او تاسو هیڅکله په خپل حمام کي بولي مه کوئ.
 
۳ـ د اوبو ککړتیا 
 
د ابو ککړتیا او له هغوی څخه د زیږیدونکو امراضو د مخنیوي په اړه باید اوبه له چټلیو څخه وژغورل سي. رسول الله صل الله علیه وسلم د اوبو له ککړولو څخه منع فرمایلې ده د الله پاک د رسول صل الله علیه وسلم حکم دی:
 
( لاَ يَبُولَنَّ أَحَدُكُمْ فِي الْمَاءِ الدَّائِمِ الَّذِي لاَ يَجْرِي ثُمَّ يَغْتَسِلُ فِيهِ.) (بخاری : ۴۲۴)
ژباړه: په ولاړه اوبو کښي هیڅکله بولي مه کوئ هغه چي بهیږي نه، ځکه چي وروسته په دې کي غسل کوی.
 
دا ډول اوبه بیله اړتیا ضایع کول هم د اوبو د ککړتیا سبب کیږي حدیث شریف دی:
 
(أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ مَرَّ بِسَعْدٍ وَهُوَ يَتَوَضَّأُ ، فَقَالَ : مَا هَذَا السَّرَفُ ؟ فَقَالَ : أَفِي الْوُضُوءِ إِسْرَافٌ ؟ قَالَ : نَعَمْ ، وَإِنْ كُنْتَ عَلَى نَهَرٍ جَارٍ.) (ابن ماجۃ : ۴۱۹)
ژباړه : رسول الله صل الله علیه وسلم سعد ولیدی چي هغه اودس کوی نبي علیه السلام ورته وویل دا څنګه اصراف دی حضرت سعد ورته وویل چي په اوداسه کي هم اصراف وي؟ رسول الله ورته وویل چي هو په دې کښی هم اصراف دی که څه هم ته د بهیدونکي لښتي پر غاړه اودس کوې.
 
د الله تعالی د رسول صل الله علیه وسلم عادت دا وو چي د یوه مد په اندازه یعنی تر یو لیټر هم کم کیدلې په دومره کمو اوبو به يې اودس کوی او تر څلور ليټره په کمو اوبو به يې غسل کوی . له دې څخه معلومیږي چي رسول الله صل الله علیه وسلم د اوبو د استعمال په سلسه کي څومره احتیاط کوی! اوس ددې خبري تصور نه سي کیدلای چي په دومره لږو اوبو دي غسل یا اودس وسي خو بیا هم د رسول الله صل الله علیه وسلم ددې لار ښودني  لپاره چي امت ته يې کول خپله يي لږ اوبه استعمالولې.
 
 ۴ـ د ځنګلونو، ونو او باغونو له منځه وړل
 
دا هم د ککړتیا لامل کیږي ، اسلام داسي کړنو ته فساد ویلی دی انسانانو ته يې له داسي اعمالو څخه د ځان ساتني سپارښتني کړي دي، د الله تعالی ارشاد دی:
 
(وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ) (البقرۃ : ۲۰۵)
کله چي بیرته و ګرځي کوښښ کوي په مځکه کښي د پاره ددې چي فساد پکښي وکړي، هلاکوي کښت او سا کښونکي. الله تعالی فساد نه خوښوي .
 
له دې سببه د رسول الله صل الله علیه وسلم به چي کله صحابه کرام کومي غزا یا سريې ته استول هغوی ته به يې توصیه کول چي د جنګ په حالت کي شنه فصلونه او باغونه له منځه مه وړئ ماشومان سپین ږري او ښځي مه وژنئ . تر رسول صل الله علیه وسلم وروسته امراء المومنینو هم دا کار عملي کړ او هر د جنګ امیر چي به يې لیږئ نو دا وصیتونه به يې ورته کول .
 
 
اوسنی د امن دعوه کوونکې نړۍ د جنګ په حال کي نه ماشوم او نه سپین ږری پریږدي، ښځي هم په دردوونکي ډول وژني، سیمي ټولي وراني کړي، فصلونه له منځه وړي او داسي زهري کیمیاوي مواد شیندي چي ټول چاپیریال زهري کړي. ددې په اثر د عامو ژوندیو حیواناتو سره سره د میندو په نسونو کي ماشومان هم له دې متاثره وي. دا خلک د (خلګو د ذهن سازۍ لپاره) ځان ته سوله خوښوونکي هم وايي .
 
۵ ـ  درختي او باغونه ساتل
 
د ککړتیا د  له منځه وړلو لپاره د درختو او باغونو شتون لازمي دی ځکه نو  د ځينو هیوادونو خلک ددې لپاره حشرونه کوي او یا هم ځانګړې بودیجه ورته لري تر څو ککړتیا له منځه ولاړه سي . رسول الله صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله وړاندي ددې لار ښودنه کړې ده او پر دې باندي عمل کوونکو ته يې د ثواب زیری ورکړی دی. د رسول صل الله علیه وسلم قول دی:
 
 (مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَغْرِسُ غَرْسًا ، أَوْ يَزْرَعُ زَرْعًا فَيَأْكُلُ مِنْهُ طَيْرٌ ، أَوْ إِنْسَانٌ ، أَوْ بَهِيمَةٌ إِلاَّ كَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ.) (بخاری : ۲۱۵۲) 
ژباړه : کوم مسلمان  چي یو درخته ایږدي او یا هم یو کښت کري، کله چي یو مرغه یا هم انسان له دې څخه ګټه اخلي دده لپاره صدقه ده . په یو حدیث شریف کښي د نا اباده مځکو د ابادۍ په اړه داسي فرمايي:
 
 (من أحيا أرضا ميتة فله فيها أجر وما أكلت العافية منها فهو له صدقة) (مسند احمد : ۱۳۹۷۶)
یعني چا چي مړه مځکه اباده کړه دده لپاره پدې کښی ثواب دی که کوم مرغه یا انسان له دې څخه خوراک وکړي دده لپاره صدقه ده .
 
۶ـ د مختلفو مرغانو او حیواناتو په ژوند کي چاپیریال ساتل پټ دي
 
بیله اړتیا د مرغانو او حیواناتو وژل هم چاپیریال ککړوي لکه په زهري موادو د کبانو وژل اوبه ککړوي ځکه نو بیله اړتیا باید ددې څخه په کلکه ډډه وسي ځکه اسلام له دې څخه مسلمانان منع کړي دي، د الله تعالی رسول صل الله علیه وسلم فرمايي:
 
(إِنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم نَهَى عَنْ قَتْلِ أَرْبَعٍ مِنَ الدَّوَابِّ: النَّمْلَةُ وَالنَّحْلَةُ وَالْهُدْهُدُ وَالصُّرَدُ.) ( سنن ابوداؤد : باب فی قتل الذر ، مسند احمد : ۲۹۰۷)
 
ژباړه : نبي علیه السلام د څلورو حیواناتو له وژني منع فرمایلي: اول د عسلو مچۍ دوهم میږي دریم ملاچرګک او څلورم صرد (بلبل ته ورته یو ډول مرغه دی)
 
ددې څلورو د نه وژني لامل علامه سندي رحمه الله لیکلی چي د دوی غوښي د خوراک نه دي . 
 
دا ډول د حلالو حیواناتو د ښکار اجازه سته خو که اړتیا وي بیله اړتیا باید هغه هم ښکار نه سي . 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
(من قتل عصفورا عبثا عج إلى الله عز و جل يوم القيامة يقول يا رب إن فلانا قتلني عبثا ولم يقتلني لمنفعة) ( سنن نسائی : ۴۳۷۰)
چا چي چوغکه بیله اړتیا قتل کړه هغه چوغکه به د قیامت په ورځ د الله تعالی په وړاندي وایي: ای زما ربه فلاني زه د خپلي ګټي په خاطر نه بلکه بیله اړتیا قتل کړم . 
 
ښکاره خبره ده چي دا حکم یواځي د چوغکي لپاره نه دی بلکي د ټولو حیواناتو لپاره دی چي غوښي يې حلالي دي چي د ګټي اخیستني په هدف يې حلالول روا دي او نا حقه وژل يې منع دي. په یو روایت کښي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 
 (من قتل عصفورا فما فوقها بغير حقها سأل الله عز و جل عنها يوم القيامة قيل يا رسول الله فما حقها قال حقها أن تذبحها فتأكلها ولا تقطع رأسها فيرمى بها) (سنن نسائی : ۴۲۷۴)
چا چي چوغکه او یا له دې څخه غټ حیوان ناحقه قتل کړ د قیامت په ورځ به الله تعالی ددې په اړه پوښتنه ورنه کوي، راوي وايي : چي د الله تعالی د رسول صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وسوه چي ددې حق څه دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي ددې حق دا دی چي کله چي حلاله کړل سي باید وخوړل سي او د حلالیدو په وخت کي باید سره ور څخه غوڅ نه سي .
 
ددې روایتونو څخه معلومیږي چي اسلام بیله اړتیا د هر ډول حیوان وژنه نا روا ګڼلې ده او اړتیا دي ته ویل کیږي چي د نوموړي ژوند له خطر سره مخ وي یا هم له دي پرته بله د ژوند او د روزۍ لار نه لري. 
 
۷ـ تنګ او لوړ تعمیرات
 
پر مځکه د انسان په لاس جوړو سوو تنګو او لوړو منزلونو هم چاپیریال ته زیان رسولی دی الله تعالی ډیره پراه مځکه د انسان د ژوند لپاره جوړه کړې ده خو انسان پر ځان تنګه کړې ده او بلند منزلونه يې جوړ کړي چي ډیری انسانان پکښي اوسیږي، له دې څخه هم اسلام منع فرمایلې او رسول الله صلی الله علیه وسلم نوموړی عمل د قیامت له علامو څخه شمیرلی دی او فرمایي:
 
( دوی به په لوی لوی ماڼیو کي یو له بل سره مقابله کوي ).
 
اسلام داسي عمل ته په ښه نظر نه ګوري چي به محدوده فضا کي ډیری خلک اوسیږي ځکه دا ګڼه ګوڼه د نوموړي سیمي طبعي چاپیریال ګډوډوي ، په کومو هیوادونو کي چي لوړ عمارتونه جوړ دي هلته ماحول هم غیر فطري دی اوسیدونکي له فطري او طبعي هوا څخه بې برخي وي، په ژوند کي له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان وي .
 
 
ددې ټولو څرګندونو څخه دا په ډاګه سوه چي اسلام چاپیریالي ککړتیا ته په خورا ناخوښی سره قایل دی ،همدارنګه اسلام د چاپیریال پاک ساتني لپاره ټولنیزي لار ښودني کړي دي او په خپلو ښودنو کي يې د چاپیریال ساتلوته ستر ارزښت ورکړی دی ، پورته ذکر سوي توکي ځينی دي چي له ککړتیا څخه چاپیریال ژغوري په ټولنیز ډول په دې برخه په اسلامي لار ښودونو عمل کول ددې ضمانت کوي چي سیمه به له چاپيریالي ککړتیا څخه په مکمل ډول ژغوري ځکه چي  اسلامي ښودني د الله تعالی له لوري دي او الله تعالی ټول کاینات په طبعي پاک چاپیریال کي پیدا کړی او د پاک چاپیریال لاري چاري هم په صحي ډول ور معلومي دي .
 
دغه رنګه اسلام د ککړتیا څخه ژغورونکي اعمال په عباداتو کي شمیرلي دي  چي د هغوی په سبب انسان له زیانونو او خطرونو څخه ژغورل کیږي . په اسلام کي د اوداسه فضیلت بیان سوی دی په عمومي توګه لمونځ کوونکی د ورځي پنځه ځلي اودس کوي ، لاسونه مینځي ، پزه پاکوي او داسي نور اعمال تر سره کوي چي په اوداسه کي شامل دي .
 
د ساینس پوهانو په قول لاس مینځل ډیر ګټور کار دی چي په سبب يې انسان له ډیرو زیانونو څخه ژغورل کیږي ځکه نو د ملګرو ملتونو له لوري ددې ویښتیا لپاره د اکتوبر ۱۵ د (Hand washing Day) ورځ نومول سوې ده ، اسلام د لاس منځل د انساني ژوند په ډیری برخو کي لازمي ښودلی لکه په اوداسه کښي، د خوراک وړاندي او وروسته تر قضايي حاجت، په خاورو  یا صابون سره مینځل ، که مسلمان په دې ټولو عمل وکړي رشتیا هم له ککړتیا څخه به ژغورل سوی وي .
 
 د اوداسه په اعمالو کي د پزی پاکول هم سنت دي چي په پاکولو سره يې انسان د هوا له ککړتیا څخه ژغورل کیږي د پوهانو په قول چي څوک پزه پاکه ساتي د هغه وجود ته ککړتیا نه داخلیږي . دغه ډول د خوراک او چیښاک لوښی پټول په اسلام کي مستحب دی په دې کي دا حکمت دی چي په پټولو سره يې له ککړتیا څخه ژغورل کیږي . دا یو څو نمونيي لار ښودني وې چي موږ د اسلام له نظره د چاپیریال ساتني په اړه وکړې هسي خو اسلام یو عالم احکام د چاپیریال پاک ساتني په موخه کړي دي . 
 
پایله دا چي که څوک په ټولنیز ډول د اسلام په احکاماتو کوم چي د چاپیریال ساتني په اړه کړي دي عمل وکړي نو د یوه ښه پاک چاپیریال لرونکي به اوسي .
 
 
د چاپیریال اړوند نوري ګټوري لیکني
 
سنت او ساینس
www.Taleemulislam-Radio.com
 

 

سرته