تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نوي کال یا میاشت په دعا کې د متضادو الفاظو څېړنه
  تعلیم الاسلام
  September 25, 2017
  0

د نوي کال یا میاشت په دعا کې د متضاد (جوارا یا جوازا) الفاظو تحقېقې جائزه

لکینه: مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د اسلام د دین امتیاز او ځانګيړنه دا ده، چې په هر څه کې د سنت سره سم رهمنايې او اصول لري، هغه که ناسته ولاړه، خوړل څښل، اغوستل او یا ویدېدل او داسي نور وي، تر دې پوري چې کله د ژوند په پړاونو کې نوې میاشت او یا کال پیلیږي، په دغه حالت کې هم سنت دا دی، چې سړی، هغه دعا ووايې کومه چې په حدیثو منقوله ده.

 

ابن حجر رحمه الله په الاصابه: ۴/۲۱۸ کې له أبو القاسم او له بغوي نه د أصبغ په روایت سره حدیث نقل کړی دی، چې الفاظ يې دي:

 

کله چې به میاشت او یا کال را داخليدی، نو صحابه و به، په دوني اهتمام سره دا دعا زده کوله لکه قرآن چې به يې زده کاوی:


 اللَّهمّ أدخله علينا بالأمن والايمان، والسّلامة والإسلام، وجواز (بالزاء) من الشّيطان، ورضوان من الرّحمن.

 

دی وایې چې دا حدیث موقوف او د صحیح له شرط سره برابر دی.

البته مشکل هلته منځته راځي چې ددعا په الفاظو کې داسي توري راسي، چې معنا يې فاسدیږي.

 

د حدیثو په کتابو کې د حدیث د الفاظو په منځ کې داسي اختلاف موجود دی، چې په بادي النظر سره يې معنا فاسدیږي، او ډیری خلک يې په تشویش کې هم اچولي دي، بالخصوص په خواله رسنیو کې کله په یو الفاظو سره ذکر سي او کله بیا په نورو الفاظو سره ذکر سي، چې معنا ورباندي فاسدیږي، خلک یو د بله داسي سوال کوي: (جوار) أم (جواز) من الشيطان؟ وما المعنى؟

 

د حدیث د الفاظو تحقیقې جائزه:


 د ابو القاسم په کتاب معجم الصحابة: 3/543، رقم الحديث: 1539. دمکتبة دار البیان کویت په طبع کې د حدیث الفاظ داسي دي: وجوار (بالراء) من الشیطان.

 

او ابو القاسم په تجرید الأسماء والکنی: 2/33 طبع مرکز النعمان الیمن کې هم (وجوار من الشیطان) په را سره راوړی دی.

 

قوام السنة په الترغیب والترهیب، طبع دار الحديث القاهرة: 2/128، رقم الحديث: 1291 کې په (وجوار من الشیطان) را سره ذکر کړی دی.

 

او ابو بکر الخطیب په المتفق والمفترق: 3/1463، رقم الحديث: 862. ددار القاري دمشق په طبع کې (وجوار من الشیطان) په را سره روایت کړی دی.

 

علامه الهیثمي په مجمع الزوائد، طبع مكتبة القدسي القاهرة: 10/139، رقم الحديث: 17150 کې د معجم الأوسط په حوالې سره بیا (وجواز من الشیطان) په زا سره ذکر کړی دی.

 

او د یو راوي: أَحْمَدُ بْنُ عِيسَى اللَّخْمِيُّ په باره کې وایې چې نه يې پېژنم، نور راویان يې ثقه دي، اسناد يې هم حسن دی.

 

د طبراني په أوسط: 6/221، رقم الحديث: 6241 کې هم (وجواز من الشیطان) په زا سره روایت سوی دی، او علامه طبراني وايې چې له عبد الله بن هشام نه دا حدیث یوازي په دغه روایت سره مذکور دی، وتفرد به رشدين بن سعد.

 

اوس سوال دا دی، چې د حدیث الفاظ که په زا (جوازا) سره روايت سي، نو معنا يې اسانه او صحیح ده، ځکه چې ددعا معنا به داسي سي، چې په داسي حال کې پر ما میاشت یا کال را ولې چې زه دشیطان نه لېري یم، ځکه جوازا مصدر دی د جاز یجوز جوازا او جوزا، چې معنا يې ده، جَازَ الْمَوْضِعَ : تَعَدَّاهُ وَخَلَّفَهُ وَرَاءهُ.

 

او که د حدیث الفاظ (وجوارا) په را سره راسي، بیش په بادي النظر سره فساد د معنا وارديږي، ځکه چې جوار د قربت په معنا هم راغلی دی، نو معنا به یې داسي سي، چې په داسي حال کې پر ما میاشت یا کال را ولې، چې زه له شیطان سره ملګری یم، او دا معنا فاسده ده.

 

الحاصل:

له ډیري پلټني او تحقیق نه وروسته يې حل داسي را ته معلوم سو، چې یا په نسخو کې د کاتب غلطي ده، چې دا اشتباه ډیر ځله پېښېږي، او د (جوار) او (جواز) صورت هم یو دبله سره ورته ده، یوازي د زا د نقطې په پرېښودلو سره ترینه (جوار) جوړیږي، دا خبره هلته نوره هم ډیره ښه واضحه کیږي، چې ودېته وګورو، چې په معجم الصحابة کې په (وجوارا) په را سره مذکور دی، او ابن حجر رحمه الله چې له دغه معجم نه نقل کوي، په (وجوازا) په زا سره يې کوي، چې دا خپله پر دې دال دی، چې د کاتب غلطي ده. والله اعلم


او یا بلکل دواړه روایته ثابت دي، او د دواړو معناوي هم صحیح دي، په (جوازا) کې خو مشکل نسته، خبره د (جوارا) ده، چې د لغت په کتابو کې په مختلفو معاناو سره استعمال سوی دی، یو له هغو معناو نه يې د (امن) معنا هم ده، چې دا معنا دلته ډیره ښه لګیږي، بیا به يې لازما (جوارا) د جیم په کسرې سره وایو.

 

د جِوارا لغوي معنا:
 په المعجم الوسیط: 1/146: کې داسي راغلې دي: (الْجوَار) الْعَهْد والأمان.

 

او په معجم دیوان الأدب: 3/373 کې هم دېته ورته معنا لري: (ر) هو الجِوارُ، يُقالُ: هو في جِوارِ الله.

 

په تاج العروس: 10/484: کې دي، چې: (و) الجوار (بالكسر: أن تعطي الرجل ذمة) وعهدا (فيكون بها) جارك، (فتجيره) وتؤمنه.

 

په معجم لغة الفقهاء: ص: 169 کې داسي دي: الجوار: الامان والعهد، ومنه: بينه وبين فلان جوار ... Protection الجواز: من جاز، ج أجوزة وجوازات، وجاز المكان وأجازه: إذا مر به وخلفه.

 

او په معجم متن اللغة: 1/600 کې هم داسي دي: الجوار: أن تعطي الرجل ذمة فيكون بها جارك.

 

نو د (جوار په کسره د جیم سره) معنا به (امن) سي، او د حدیث معنا به داسي سي، چې میاشت او یا کال په داسي حال کې پر راولې، چې زه له شیطان نه په امان او د الله تعالی په جوار کې یم، دا تر ټولو ښه او صحیح معنا ده، او مطلوب هم ده.

 

 

سرته