تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څلور مذهبه څنګه رامنځ ته سول؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 10, 2018
  0

مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

(د خندق د غزا وروسته د یهودو سره) په مدينه منوره کي د جنګ دپاره تياري او آمادګي و نيول سوه ټولو مسلمانانو دوهم وار بيا د جنګ لباس واغوستى هر يو ځان تياروي او د بني قريظه پر طرف ور رهي دي، هغه کسان چي تر لمر لوېدلو د مخه و بني قريظه ته ورسېدل هغو د ماځيګر لمونځ په بني قريظه کي آداء کړی او هغه اصحاب کرام چي پوه سوه چي ځنډيږو او تر لمر لوېدلو د مخه بني قريظه ته نه سو رسېدلاى، دا پر دوو حصو و وېشل سوه ځينو يې د ماځيګر لمونځ په لارکي پر خپل وخت آداءکړی.

 

که څه هم رسول اللهﷺ ويلي وه چي د ماځيګر لمونځ به بل ځاى نه کوى بېله بني قريظه څخه، ځکه دوى ويل: چي د رسول اللهﷺ مقصد دا ؤ چي پر تللو تلوار وکړی او دا چي موږ د تلواره سره سره و نه رسېدلو دا بله خبره ده، مګر  لمونځ بايد پر خپل وخت وسي، نو دوى لمونځ په لار کي آداء کړی او ځينو بيا و ويل: رسول اللهﷺ و فرمايل:

چي د ماځيګر لمونځ مه کوى مګر په بني قريظه کي، نو هغو د ماځيګر لمونځ  وځنډاوه څو و بني قريظه ته ورسېدل او د ماځيګر لمونځ يې پسله لمر لوېدلو او ځينو يې پسله ماخستنه په بني قريظه کي آداء کړی او رسول اللهﷺ د دواړو ډلو عمل صحي وباله، ځکه هر چا د خپل فهم سره مطابق د رسول اللهﷺ په قول عمل وکړی، د رسول اللهﷺ دغه امر چي د ماځيګر لمونځ بل ځاى مه کوى بېله بني قريظه، د دواړو معناوو احتمال لري چي يا تلوار دى چي ژر ولاړ سى د ماځيګر لمونځ بايد هلته ورسوى، يا دا چي لمونځ مه کوى مګر په بني قريظه کي، نو رسول اللهﷺ د خپل امر تعبیر پر دواړه قسمه صحي وباله او دواړي ډلي يې صحي و بللې. 

 

وروڼو! دلته به د بحثه څخه ووزم او ستاسي توجه به و يوه بل شي ته واړوم، هغه دا چي نن ورځ ډېر داسي کسان پيدا کيږي چي دوى وايي: الله جل جلاله يو دى، رسول اللهﷺ مو يو دى، قرآن مجيد چي د اسلام قانون دى يو دى، نو دا څلور مذهبه د کومي خوا راغله؟ د دوى د دغي خبري  دکولو دپاره ممکن موږ څو سببه بيان کړو، يا دا چي دوى دغه خبره په دې سبب کوي: چي دوى ضعيف الايمانه دي غواړي چي مسلمانانو ته د دوى په دين کي شُبُهات او تشويش پيدا کړي نو دغسي خبري په ډېر تاخت او تاز په خوند او مزه سره کوي، داسي دلائل وايي که يو نا پوه او بې علمه انسان د دوى خبري واوري واقعاً په زړه کي يي تشويش پيدا کيږي او هغه هم د هغو کسانو څخه وګرځي چي پر اسلام اعتراضونه لري.

 

او څوک بيا دغه خبري د ناپوهۍ په سبب کوي، ده خو د نورو دنيوي علومو يو څه تحصيل کړى وي ځان ته پوه او دانسته وايي، خو د ديني علومو څخه محروم وي نو دغه د مذاهبو اختلافونه و ده ته چټي او بېکاره معلوميږي، خو زه د دغو ټولو کسانو د قناعت دپاره په دغه يوه مثال سره کفايت کوم چي دغه اوس د ماځيګر د لمانځه په باره کي ذکر سو، دا اصحاب کرام وه چي د رسول اللهﷺ يو قول هر چا د خپله فهمه سره موافق تعبیر او عملي کړى او رسول اللهﷺ هم دواړه صحي و بلل. 

 

دغه د مذاهبو اختلافونه هم په دغه ډول سره دي، مذاهب هيڅکله په عقيده، اصولو، او فرائضو کي اختلاف نه سره لري، د مذاهبو ټول اختلافونه يا د يوه کار په فضيلت کي دي مثلاً: په لمانځه کي آمین ویل په لوړ آواز هم روادی او په کښته آواز هم روا دي، خو اختلاف یې په فضیلت کي دی څوک يې په زوره ویل ښه بولي او څوک یې کښته ویل ښه بولي، يا د مذاهبو اختلاف د احاديثو د يوه لفظ په ترجمه کي وي چي په هر يوه سره يې عمل کول جائز او روا دي. 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته