تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیاسی ګوندونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 9, 2022
  0


 ایډيټ : بصیر یوسفزی/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په اروپا کې چې د سیاسی ګوندونو کوم نظام رائج دی هغه د ځواک دلاسته راوړو یوه لوبه ده چې په اسلام کې ورته ځای نه سته ، مسلمان امت د يوه بدن په څیر دی چې په مستقل ډول هغه د ځواکمن او مخالف ترمنځ ويشل نه د شریعت غوښتنه ده او نه د عقل او پوهې غوښتنه ، په اسلامی نظام کې د د احتساب او محاسبي ګوند ګته ور او ضروری دی خواختلاف د اختلاف په خاطر یا اختلاف د ځواک په خاطر ته په اسلام کې ځای نه سته که څه هم په اسلام کې د تنظیم یا انجمن جوړول منع نه دی ۔


د دین د بلنې، د اسلام د تبلیغ د ښووني او روزني او نورو ټولنیزو خدمتونو د تر سره کولو له پاره ډلي او ګوندونه جوړول بی له شکه روادی، داسی ګوندونه د هیواد پر مشر د راټولید و او اتحاد په صورت کې د يوه واحد بدن د مختلفو اعضاو په څیرکار کوی ، دا ډول ډلي اوګوندونه د امت دیوالی سره منافی نه دی لکه څنګه چې په فقهی او قانونی مسائلو کې د امت د فقها و فکرونه او نظریات مختلف دی.

 


 ځکه ځنی مسلمانانو په یوه امام ډیر اعتماد کړی او ځینی نورو پربل ډير اعتماد کړی ، خو دی فروعی او فقهی اختلافاتو ته، د وحدت او یووالی منافی نه سو ویلای ، په دی شرط چې د تعصب او کینی په اساس دغه اجتهادی اختلافات د ډلیزو شخړو ذریعه ونه ګرځوی په همدی توګه په سیاسی او ملی معاملاتو کې هم د غیری منصوصو احکامو په اړه مختلف سیاسی فکرونه او نظریی کیدای سي ، او د هري نظريي خلک خپل سیاسی ګوند جوړولای سی ، د دی د ممنوعیت له پاره هیڅ دلیل نه سته ، دا ډول ګوندونه د ملي ادارو له پاره موزون او پوه نمایندگان کاندیدولای سی ! د لومړی خلیفه د ټاکلو په وخت کې د اسلامی امت یوی ډلی یعنی د مهاجرینو له طرفه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه یا حضرت ابوعبیده رضي الله عنه نوم وړاندی کړی وه. 


او د بلی ډلی یعنی انصارو لخوا حضرت سعد بن عباده رضي الله عنه راوړاندی سوی وه خو اخر دواړه ډلی د حضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه په خلافت متفقی سوی ، څرګنده سوه چې مختلفی ډلى مختلف کسان د کانديد په توګه د قوم او ملت مخی ته وړاندی کولای سی .


سیاسی ګوندونو ته دا ضروری ده چې اساسنامی یی د اسلام مطابق وی ، او د هر ګوند د انتظامی ( اداری) ، اقتصادی ، او ټولنیزو اصلاحاتو له پاره ځانته بیل منشور جوړولائی سی، او د نورو ډلو څخه مختلفی مادی په خپلی اساسنامه کې ځای پر ځای کولای سی ، خو که چیری د اسلامی نظام د اصولی  قطعی ، او اجماعی احکامو په خلاف کومه ماده د کوم ګوند په اساسنامه یا مرامنامه کې ځای په ځای کړل سوه ، نو بیا داسی ګوند ته د کار کولو اجازه نه ورکوله کیږی، په همدی توګه دایو لازمی شرط دی چې د دی ډلو د کار طریقه فساد فی الارض یا افتراق و انتشار پیدا کول نه وی د هغوی مشر به د اسلام د ښوونو مطابق د ملت سیاسی روز نه کوی ، او د هغوی نمایندګان به هم د اسلام په معیار پوره برابر وی. که چیری د ملت سیاسی شعور د پخلنی مرحلی ته ورسیږی نو هغه به پخپله دا اوسنی سیاسی لوبغاړی مسترد کړی .


ماخذ : اسلامي سیاست 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته