تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مطالعې پر مهال اړيني کړني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 29, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مطالعې پر مهال اړيني کړني


۱ :  د مطالعې هره ناسته په څو برخو ووېشئ او د هغو ترمنځ د څو دقیقو له پاره استراحت وکړئ، تر ټولو غوره تګلاره داده، چي هري لس یا پنځوس او یا هم هري شل یا سل دقیقې استراحت وکړئ.


۲ : د مطالعې پرمهال، پرته له درسه د بل څه په اړه فکر مه کوئ.


۳ :  هغه موضوعات، چي ستاسو فکر بوختوي، نو په لنډ ډول یې ولیکئ، ښایي چي مهم وي او وروسته یې په اړه فکر وکړئ.


۴ : په درس باندي د مرور پرمهال، مهمي برخي مطالعه کړئ.


۵ : په ځان کي د مطالعې ګټور عادتونه را منځته کړئ. د بېلګي په توګه  د لوستلو چټکتیا. 


۶ : د مطالعې پرمهال د کلمو له تلفظ کولو څخه ډډه وکړئ، ځکه چي ستاسو چټکتیا را کموي.


۷ :  هڅه وکړئ، چي له سترګو څخه په ګټه اخیستنه مطالعه وکړئ او مطالب په ګوته سره وڅارئ. 


۸ :  د هغو پاڼو شمېر، چي په هر ساعت کي یې مطالعه کوئ، ثبت کړئ او وروسته هڅه وکړئ، د خپلي مطالعې چټکتیا له شته وخت سره سمه تنظیم کړئ.


۹ :  د مطالعې پرمهال، په ځانګړې توګه د آزموینو په وخت کي له ګلوکوز لرونکو موادو (خوږو) څخه ډېره زیاته ګټه واخلئ، لکه : ګبین (شات)، مربا او د ټولو خوړو له ډېرو خوړلو څخه ډډه وکړئ.


۱۰ : خپل د خوښې وړ درسونه له هغو درسونو سره مله کړئ، کوم چي ورسره ډېره کمه مینه لرئ.


۱۱ :  د مطالبو د حفظ او ساتلو له پاره، له بېلابېلو حافظو لکه: لیدلو او اورېدلو څخه ګټه واخلئ.


۱۲ : لومړی په مطالبو باندي ځان ښه پوه کړئ، وروسته یې بیا حفظ کړئ.


۱۳ :  د زده کړي له نخښو، د طبقه بندیو له حفظ کولو او د لړ لیکونو له تګلارې څخه ګټه واخلئ.


۱۴ :  په عادي وخت کي، چي آزموینه نه لرئ، د شونتیا په صورت کي زده شوي درسونه نورو ته تدریس کړئ او هم له ځیرکو زده کوونکو څخه د سختو مطالبو د زده کولو له پاره ګټه واخلئ.


ماخذ: د موضوع شننه له کتاب څخه  

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته