تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یوې مسلماني المانۍ ښځي نصیحت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 22, 2023
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د یوې مسلماني المانۍ ښځي نصیحت 

 

 دا وايی: پام کوی چي د غرب او غربیانو په افکارو او موډو خطانوزئ، دغه ټوله د دې لپاره چمونه او حیلې دي چي موږ مسلمانان په کراره - کراره له خپله دینه لیري کړي او زموږ مالونه را څخه واخلي.


اسلام او د اسلام کورني قوانین هغه شی دي، چي د ښځي د شانه موافق او برابر دی، ځکه د ښځي طبیعت دا دی چي دا باید په کور کي ناسته وي.


تاسي به پوښتنه کوی چي ولي؟ ځکه چي الله جل جلاله نارینه په عقل، په تحمل او په بدني قوت کي تر ښځي قوي پیدا کړی دئ، خو ښځه یې بیا له عاطفې څخه ډکه او په جوشنده شعور پیدا کړې ده، ښځه هغه جسمي او بدني طاقت نه لري، چي نارینه يې لري او ښځه تر ډیره حده د مزاج اوښتونکي ده؛ نو ځکه د ښځي لپاره د اوسېدلو ځای کور دئ او کومه ښځه چي د خپلو اولادو سره محبت لري له خپله کوره بیله سببه او ضرورته دباندي نه وزي او د پردیو نارینه وو سره په هیڅ ډول ګډ ژوند او اختلاط نه کوي.


دا باید درته معلومه وي چي د غرب ښځي په سل کي نه نیوي ۹۹٪ دغه کښته والی او انحطاط ته نه دي رسیدلي؛ مګر پسله هغه ورسیدې، چي خپل ځانونه يې خرڅ کړل او په زړو کي يې د الله جل جلاله بیره نه وه.


په غربي عالم کي په ګڼ شمیر د کار کولو لپاره راووتې او نارینه يې دې ته مجبوره سوه چي د ښځي وظیفه انجام کړي، په کورو کي کښینستل لوښي مینځي، ماشومان اراموي او شراب چیښي، هو دا ماته معلومه ده چي اسلام دا نه منعه کوي چي نارینه دي د خپلي ښځي سره د کور په کار کي مرسته وکړي؛ بلکي دغه کار ته يې تشویقوي هم، مګر نه په داسي اندازه چي وظیفي سره واړوي.


ماخذ: حکمتونه او عبرتونه، صفحه:۶۲

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته