تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځوانانو زامنو لپاره پیغام؛
  تعلیم الا سلام ویب پاڼه
  December 9, 2020
  0

 

د ځوانانو زامنو لپاره پیغام؛

 

ژباړه: سمیع الله دُرانی/  تعلیم الا سلام ویب پاڼه 

 

یو ځوان خپل سپین سرې مور او سپین ږیري پلار یو ګران بیه هوټل ته د خوراک کولو لپاره بوتلل، مور او پلار یې نه غوښتل چي ولاړ سي لکن د زوی یې دا خواهش وو چي ګران بیه هوټل ته خامخا ولاړ سي په دې خاطر چي ده اوله تنخوا اخیستې وه چون مور او پلار عظیمي هستیاني دي نو غوښتل یې چي د ماخستن د ډوډۍ خوړلو لپاره هوټل ولاړ سي.


پلار یې "ابلج" مریضي درلوده جسم یې هره لحضه ریږدیدئ، او ضعیفه مور یې په سترګو کم لیدل کول، کله چي زوی یې د خپل مور او پلار سره هوټل ته داخل سول نو هلته موجود سرمایه دارو خلکو دوئ ته په کمزورې سترګه وکتل، هغوئ فکر کاوه چي په غلطي کي راغلي دي؛


د ډوډۍ خوړلو لپاره یې زوی د مور او پلار په منځ کي کښینستئ، یوه ګوله به یې د مور او بله ګوله به یې د پلار په خوله کي ورکول، د ډوډۍ خوړلو په وخت کي یې پلار ریږدیدئ نو خوارکي شیان یې به پر کالو او مخ تویدل، دغه حالت یې د مور  هم ؤ، ده چي به کله د مور خولې ته ګوله یوړل نو د هغې د سترګو د کمي په خاطر به هغې کښته او پورته کتل چي له دې امله به یې خوراک پر کالو تویده.


شاوخوا ناستو خلکو چي اول یې ده ته په تعجب سره کتل اوس یې بیا مخان ورته را اړولي وه او داسي یې ورته کتل چي ګواکي د دوئ د خوراک کولو طریقه نه ده زده  او داسي ګران هوټل ته راغلي دي؛


زوی یې د مور او پلار د کمزوری له امله اوښکي په سترګو کي پټي کړي وې او مسکا یې پر مخ خوره کړې وه؛


دوئ ته د ډوډۍ ورکول یې عبادت ګڼلی ؤ، د ډوډۍ څخه وروسته یې مور او پلار د لاسو پریولو ځای ته بوتله او هلته یې په خپلو لاسونو د دوئ مخ ورپاک کړ او د کالو داغونه یې ور پاک کړه او دوئ یې تر لاس ونیول او د دباندي طرف ته روان سول.


د شا د خوا د هوټل منیجر ږغ پر وکړ او ورته یې وویل: وروره تا زموږ د ټولو لپاره یو قیمتي شئ دلته پرېږدې او ځې.


هغه ځوان په ارامتیا سره مخ ورواړوه اوویې ویل: چشي؟


منیجر خپلي عینکي ایسته کړې، اوښکي یې پاکولې او یې ویل: د ځوانانو زامنو لپاره سبق او د سپن سري مور او پلار لپاره امید.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته