د اوښ اوښکي
ژباړه : عبدالسلام حنفي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په عربي نړۍ کي مشهوره ده چې اوښ کله ناڅاپه افعي ( مار ) وخوري خو د هغه مار تر خوړلو وروسته اوښ په خپل جسم کې د زهرو د حرارت او ګرمي له حس کولو وروسته سخت تږي شي، خو اوښ بیا هم اوبه ویني د اوبو تر څنګ ولاړ وي خو اوبه نه چښي.
په دې سبب چې زهر د ده په بدن کې سرایت ونه کړي که چیرته سرایت وکړي نو د اوښ د مرګ سبب کیږي ، خو اوښ بیا هم په خپل ځان باندي تکلیف راولي او تر اتو ساعتونو پوري ځان تږي ساتي ، تر دې چې د ده له سترګو څخه اوښکي وبهیږي او د سترګې په دننه طرف کې يي یو کوچنۍ کڅوړې رکم ځاي دي هلته يي ذخیره کړی .
خو دغه اوښکي د اوښ له نورو اوښکو څخه توپیر لري ځکه چې په دې کې الله جل جلاله یو عجیبه خاصیت پیدا کړي دي ، د دې اوښکو یو څاڅکي د مار د چیچلو لپاره دوا ده ، دا یو حقیقي خبره ده چې په اوس زمانه کې څرګنده شوي ده خو په عربي نړۍ کې ډیر له پخوا څخه دا خبره مشهوره وه چې د اوښ اوښکي د مار د چیچلو لپاره تریاق دي .
نو له دې څخه د الله جل جلاله په عظیم خلقت باندي یو واضح دلیل دي چې چا اوښ ته د دې ښودنه وکړله ؟ هغه د دې اوښ خالق دي ،نو ځکه الله جلاله په خپل معزز کلام کې فرمايي ( افلا ینظرون الي الابل کیف خلقت ) آیا تاسو اوښ ته نه ګورئ چې الله جل جلاله څنګه پیدا کړي دي .
www.taleemulislam.net