تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژبي عالم او د زړه جاهل د امت لپاره خطرناک دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 22, 2022
  0

د ژبي عالم او د زړه جاهل د امت لپاره خطرناک دي 

 

لیکنه : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه    

 

حضرت حسن بصري رحمته الله علیه وايي چي د بصرې یو وفد حضرت عمر(رضي الله عنه)ته راغی ، په هغوی کي احنف بن قیس (رضي الله عنه)هم و، حضرت عمر(رضي الله عنه)هغوی ته رخصت ورکړ خو احنف بن قیس یې ایسارکړ هغه یې یو کال ایسارکړی و ، له دې څخه وروسته یې ورته وفرمایل : تاته معلومه ده چي ما ته ولي ایسارکړی وې؟

 

ما ځکه ایسارکړی وې چي موږ رسول الله (صلی الله عليه وسلم)له هغه منافق څخه وېرولي یو چي ژبه یې د عالمانو وي ، زه ووېریدلم چي کیدلای شي ته هم له هغوی څخه یې خو(ما چي ته یو کال ایسارکړې) ومي کتل، انشاء الله ته په هغوی کي نه یې .

 

۱: حضرت ابوعثمان نهدي رحمته الله علیه وايي چي ما له حضرت عمر(رضي الله عنه)څخه پر منبر اوریدلي و چي له هغه منافق څخه ځان وژغوري چي عالم وي ، خلګو پوښتنه وکړه منافق څنګه عالم کیدلای شي ؟ وې ویل: خبره خوحق کوي خوعمل په منکراتو (ناجائز) کوي .

 

حضرت عمر (رضي الله عنه)فرمایلي دي موږ به دا خبره کوله چي دا امت به هغه منافق هلاکوي چي په ژبه عالم وي .

 

۲: حضرت ابوعثمان نهدي رحمته الله علیه وايي چي ما له حضرت عمر بن خطاب(رضي الله عنه)څخه پرمنبر اوریدلي و چي فرمایل یې: پردې امت له ټولو څخه زیاته ویره د هغه منافق ده ، کوم چي عالم وي ، خلګو پوښتنه وکړه ،

 

ای امیرالمؤمنین ! منافق څنګه عالم کیدلای شي ؟ هغوی وفرمایل: په ژبه به عالم وي خو په زړه اوعمل به جاهل وي.

 

[حیاة الصحابة ۳/۳۰۴]

 

ماخذ : پاشلي ملغلري

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته