تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځه د دعوت په میدان کي
 
  September 20, 2015
  0

رالېږونکې: ح. نوري

سرچنه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لکه څرنګه  د الله لاري ته دعوت کول د لازم نه لازم او د ضرور نه ضرور کار دی او په دعوت باندي د افرادو او ټولني ټولي لاري سمیږي نو هم دغه شان د مسلماني ښځي د دعوت په ډګر کي او د دعوت په خپرولو کي ډیر رول او ونډه لري هم دغه مسلمانه ښځه د خلکو مور ده او د اتلانو روزنکې او جوړوونکې ده او د نسلونو روزونکې ده نو د خیر په کارونو کي مکمل ډول  برخمنه ده او د دعوت په هره لار او ځای کي رول لري او د دغي مسلماني ښځي په هڅو او کوښښونو باندي اسلامي امت لاره رڼاګاني او د سپین سهر راختل نیږدې دي.

د ښځو د رول اهمیت د دعوت په لار کي :
 
د ښځو لوی او ستر رول ته پام راوړل د ښځو د رول او یا ونډه اخیستنه د دعوت په کار کي په بعضي ځایونو کي ځانګړی متاثره رول لري لکه څرنګه چي دا یوه خطا ده چي د دعوت مسئولیتونو او یا د دعوت کار د نارینوو لپاره ځانګړی بلل سوی دی بلکي داسي نه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمیلی دی: (إِنَّمَا النِّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ) (۱) . 
ترجمه : ښځي د نارینوو نمایي برخه ده .

مقصد ښځي د دعوت په میدان کي د نارینوو څخه کمي نه دي په ټولنه کي څومره حق چي نارینه لري چي د اسلامي دعوت لپاره کار وکړي نو پرمسلمانه ښځه هم دا لازمه ده چي د خپلو مسلمانو خویندو مسئولیت پر غاړه واخلي او هغوی ته اسلامي دعوت وکړي او د الله لاري ته یې راوبولي.

هغه دلایل چي ښځه په دعوتي مسئولیت باندي دلالت کوي:
الله تعالى فرمايي-: (وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ) . (۲)
ژباړه : او بايد له تاسي څخه يو ډله وي چي د نيکۍ په لوري بلنه کوي او له بدۍ څخه منع کوي او همدغه خلک کامياب دي  . (۳)

 (وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ) .  (۴)
 
ترجمه : مؤمنان سړي او مؤمناني ښځي د یو بل دوستان دي، د نیکو کارونو تعلیم ورکوي، او د بدو کارونو نه خلک منع کوي، او د لمونځونو پابندي کوي، او زکات ورکوي ، او د الله تعالی او دده د رسول حکم مني په دې خلګو به الله تعالی ډیر ژر رحم وکړي (یاد ساتی چه) یقینا الله تعالی غالب او د حکمت خاوند دی  . (۵)

دمسلماني ښځي رول په دعوت کي  زیات دی خصوصا په هغه برخو کي چي مختلف صفتونه لري نو ښځه به یا مور وي، او یا به میرمن وي ، او یا به لور وي . او یا به خور وي نو په لنډ ډول  مور دعوتګر ه ده  او میرمن دعوتګره . او لور دعوتګره ده اوخور دعوتګره ده . 

قال صلى الله عليه وسلم-: (أَلا كُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ، وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ، وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ، وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ... )  . (۶)

د حدیث شریف مفهوم دا دی چي هر یو ستا سو څخه په شان د شپونکي دي او هر شپونکی دخپلي رمې د څارني مسئول دي لکه ځنګه چي یو شپونکی د خپلي رمې د څارني مسئول دي هم دغه شان امیر د خپل ولس د څارني مسئول دۍ او هر سړی د خپل کور د څارني او تربې مسئول دي او ښځه د خپل خاوند او دبچیو د کور د څارني مسئوله ده او هغه ترینه مسئوله ده.

 باید هم دغه خور او یا میرمن سمه څارنه او پاملرنه وکړي د خپلو بچو او د خاوند د مال او حال او د کور د بچو سالمه روزنه او اسلامي تربیه د مور پوري زیاته اړینه ده. نو هم دغه شان که هغه مور په اسلامي اخلاقو برابره وي او په دین خبره وي نو دهغې مثال د خپل بچي په هلکه د یو عطر پلورنکي مثال دی خپل بچو ته به یو سالمه اسلامي عقیده او اسلامي اخلاق ورزده کړي او که چیرته یوه مور ناپوهه وي او د اسلامي اخلاقو څخه معلومات ونه لري او په دې کي شک نسته چي خپلو بچیانوو ته سالمه روزنه نسي ورکول اونه ورته سمه تربیه خودلی شی نو هر مور مدرسه ده اوهر مدرسه یو محابسه د منځه وړی شی نو هغه ښځه چي اسلامي معلومات ولري او دعوت وکړي نو ډیر ستر بدلون په ټولنه کي راوستلی شي ځکه د ټولني افرادو ته که انسان زیر شي او سوچ وکړي ټول په ښځي پوري اړه لري:

  • هر عالم د یوې مور زوی دی
  • هر وزیر د یوې مور زوی دی
  • هر سائینس پوه  یوې مور زوی دی

که مور سالم ‌ذهن ولري نو پیړۍ نسلونه سم روزلی شي . ځکه یو حدیث کي رازي هر ما شوم په فطرت باندي پیداکیږي خو د مور او پلار په واسطه ترینه یا مسلمان او یا یهودي او یا نصراني جوړ شي.

که وه وایو چي ښځي سم نمایي ټولنه اصلاح کوي دا به کومه ناشوني خبره نه وي ځکه ښځه هم په ټولنه کي د دعوت په میدان کي  د سړیو پشان رول لري. ځکه نسلونو چي کله روزل کیږي اوله روزنه یې د مور په غیږ کي کیږي نو ځکه واضحه ده چي په ښځه باندي د ټولني نیمایي برخه اصلاحه کیږي

په ټولنه کي د ښځي د اصلاح کیدو اهمیت:
 
 په ټولنه کي ښځه باید هغه اهلیت ولري او توانګي ولري چي په کوم شکل دعوت وکړي. 

لومړی –  ښځه باید خپله اصلاح وي :
 
 نو ښځه باید اول قدم کي خپله صالحه وي ځکه دغه دعوتګره ښځه یوه نمونه ده او د خپلي کورنۍ د لورګانو لپاره ښه هنداره ده مګر څنګه به ښځه د سمیدو او یا اصلاح ته رسیږي؟ هر ښځه او یا هر خور د اصلاح او سمیدو مقام ته په پوه او علم سره رسیږي او هدف د علم څخه علم شرعي یعني دیني پوه او علم دی هغه علم چي د کتابو څخه يې حاصل کړی وي او یا يې په اسلامي مراکزو کي د ستر او حجاب په شتون کي د ښځینه عالمانو څخه حاصل کړی وي.

 په اوسنی زمانه کي ښځه کولي شي چي زدکړه او یا  دینی پوه د مختلفو لارو څځه زده کړی د هغو کیسټي چي د علماء درسونه پکي شتون لري او ځکه دغه درسونه د ښځو په زده کړه کي ډیر رول لري ځکه د ښځي سمیدل او اصلاح کیدل د دیني علم او پوهي پرته بل سه کي نشي کیدای. 

دوهم- د ښځي بیان فصاحت او وضاحت :
 د ښځي د دوهم مقام او یا چي ددې دعوت پری ولاړ دی او دریږي هغه د ښځي فصاحت او واضحه وینا ده ښخه باید په دې وتوانیږي چي خپل هغه معلومات چي دې سره دي په ډیر سلس شکل او په اسانه لهجه  اوریدونکو ته بیان کړي ځکه ډیر داسي خلک شته چي خپل معلومات په سم شکل خلکو ته نشي بیانولی نو بیا هغه هدف چي کوم یې مراد وي لاس ته نشي راوړلی. 
 
نو وایو چي ددغي لاري لپاره باید ښځه یو سه عربي ژبه کي معلومات ولري لکه نحوه او صرف او بلاغت ولو که کم هم وي. 

دریم- ښځه باید حکمت ولري: 
 
  ښځه باید په دعوت کي حکمت ولري هر هغه چاته چی ورته مخا طب وی او هر څه باید په خپل ځای کي ووايي ځکه د علم خاوندانو ته حکمت ورکول د الله تعالی لخوا یو ه لورینه ده .
 
قال الله عز وجل :  (يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْراً كَثِيراً ) . (۷)
 
ترجمه: چاته چي وغواړي هغه ته حکمت ورکوي ، او چاته چي حکمت ورکړل شي نو هغه ته ډیر لوی خیر ورکړل شو ، او فقط د عقل خاوند ددې خبرو نه سبق اخلی  . (۸)


ښځینه داعیاني :
 
د اسلام په مقدس دین کښي داسي په لس ګوني داعیاني ښځي تیري شوي او شته چي د هغو د جملی څخه لکه حضرت خدیجة الکبرا رضی الله عنها، ام المومنین حضرت عایشة رضی الله عنها ،ام شریک  رضی الله عنها، حضرت ام سلیم رصی الله عنها او په اوسني وخت نژدي وخت کښي زینب غزالی او داسي نوري ....

ام سلیم رضي الله عنها
 
ام سلیم ته الله تعالی د دعوت استعداد او د خبرو کولو حکمت ښودلی و. په مسلمانیدو سره په هغې کي ددعوت جذبې په څپو راغلې او د عفرأ په ملګرتیا يي د اوس او خزرج په ښځینه ټولنو کي دعوت پیل کړ، د اوبو په ګودر، د غم او ښادۍ په ښځینه غونډو او مجالسو کي یې اسلامي دعوت پیل کړ، او دا تکل یي کاوه چي څومره ژر وشي له مدینې څخه د شرک جاهلي اډې او د یهودانو د پیړو پیړیو مذهبي اجاره داري ختمه شي، او  مدینه یوازي د اسلام د مقدس دین لومړی مرکز و ګرځي چي الله تعالی د ام سلیم رضي الله عنها ارمان درې کلونه د هغې له مسلمانیدو  څخه وروسته د نبوي بعثت په ۱۳ کال له ‍۱ هجري او له ۶۲۳ مسیحي کال سره سم مدینې ته د نبوي هجرت په کولو سره پوره کړ. 

د ام سلیم زوی انس رضي الله عنه  ددې د مسلمانیدو په موده کي څلور کلن و. په کور کي کله به چي  ددې میړه موجود و، نو کوچني انس ته به ام سلیم ویل: بچیه! ووایه لا اله الا الله محمد رسول الله ، کمکي انس به په خپله ماشومه او معصومه ژبه د خپلی مور د تعلیم سم د توحید کلیمه لوستله. میړه به  یې په غصه شو او ورته ویل به یې: ته خو صابي شوې یې خو زما زوی مه بې لاري کوه او له دین څخه یې مه اړوه. ام سلیم رضي الله عنها به په خپله داعیانه خوږه لهجه ورته او د هغه میړه توب د حقوقو او ادابو په نظر کي نیولو سره په مسکا سره ورته وویل:
 
 زما سرتاجه! زه انس نه بې لاري کوم ، زه خو دی حق او فطري دین ته دعوت کوم. داسي دین چي منل یې په هر چا فرض دي، بختور به يي  قبلوي او بدبخت به د اسلام د حق دین له قبلولو څخه انکار او سر غړونه کوي .

ام سلیم رضي الله عنها زیار ویست چي خپل میړه او د کاکا زوی مالک په خپل حکیمانه دعوت سره مسلمان کړي. مګر هغه بدبخت و، اسلام  یي قبول نه کړ او له خپلي میرمني سره یي مخالفت  او دښمني کوله . مګر ام سلیم رضي الله عنها حوصله کوله  او د میړه  سپکي سپوري  د اسلام په خاطر زغملې ، او پدې پوه وه چي د اسلامې دعوت په لاره کي دغه ډول ستونزي موجودي وي، لاره يې اوږده وي . باید مسلمان داعي د حق د دعوت د لاري د اوږدوالي څخه ستړی نشي او په دغه لاره کي د ستونزو او خنډونو مخته راتلو څخه مایوسه نشي.

د ام سلیم رضی الله عنها میړه د همدغه مخالفت او پر کفر باندي د ټنګار په حالت کي شام ته سفر وکړ او په شام کي قتل کړاي شو، ام سلیم د میړه له مړیني څخه خبره شوه، صبر یې وکړ او  دغه مصیبت يې الهی  ازموینه  وګڼله او د الله تعالی په قضاء باندي راضي شوه. ام سلیم رضي الله عنها کونډه شوه  او د مدینې غټو غټو سردارانو ورته رویباران ولیږل او د هر یو دا تمنا وه چي ام سلیم واده ورسره وکړي .مګر ام سلیم رضي الله عنها د یو کس  د واده دعوت هم  قبول نکړ او اعلان يې وکړ چی زما زوی انسرضي الله عنه وړوکی دی زه دده روزنه او تعلیم ته په خپل واده ترجیح ورکوم . ام سلیم رضي الله عنها خپل ټول وخت اسلامي دعوت او د خپل وړوکي زوی انس بن مالک رضي الله عنه روزني ته وقف کړ.

ام سلیم رضی الله عنها که څه هم تر یوې مودې پوري د واده نه کولو اعلان کړی و، مګر سره له دې هم د هغې د کورنۍ نجابت او شخصې عفت ، دیانت او نورو حمیده  صفاتو په نظر کي نیولو سره ددې د قبیلې یو زلمي چي ابو طلحه زید بن سهل بن اسود نومیده له هغې څخه بار بار غوښتنه کول چي واده ورسره وکړي. ام سلیم رضي الله عنها ورته وویل: زما او ستا واده ممکن ندی ځکه چي ته یو مشرک یې او زه مسلمانه یم، ته دداسي بت عبادت کوي چي د لرګي څخه درته جوړکړای شویدی .هغه لرګي چي ونه يې ته په خپل لاس په مځکه کي  نیال کوې او بیا يې خدمت کوې چی غټه شي او بیا يې په خپل لاس په تبر یا اره برغنډ کوې او بیا یې برغنډي د بنو نجار د فلاني شخص غلام ته وروړې او هغه بت ورڅخه جوړوي او بیا يې ته عبادت کوې . پداسي حال کي چي که په هغه کي اور بلکړې سوځي او توره ایره ګرځي .نو داسي یو شی به تاته څه ګټه یا تاوان ورسوي چي له خپل ځان څخه  زیان منعه  کولای نشي؟ او یا دداسي معبود  عبادت کوې  چي له تیږي څخه جوړ کړاې شوي  وي، چي نه ګټه درته رسولای شي او نه ضرر.

د ام سلیم رضي الله عنها دغه دعوت د ابو طلحه پر زړه باندې اغیزه وکړه او زړه په تل کي يې دننه شو ،په دغه ورځ يې هیڅ ورته ونه ویل ورڅخه لاړ په سبا ورځ بیا ام سلیم کور ته لاړ او ورته ويې ویل : پرون چي تا ماته زما د دین په باره کي کومي خبري وکړې، ټولي رښتیا دي او ما له ځان سره پریکړه وکړه چي مسلمان شم . ام سلیم رضي الله عنها ورته وویل: ته که داسي وکړې نو بیا زه هم له تا سره واده کولو ته چمتو یم . او مهر هم در څخه نه غواړم او زما مهر به ستا  اسلام قبلول وي هماغه و چي ابوطلحه رضي الله عنه د ام سلیم رضي الله عنها په دعوت سره اسلام قبول کړ.او د نبوي بعثت په ۱۲ کال له ۶۲۲ مسیحي کال سره سم  ام سلیم  رضی الله عنها له ابو طلحه رضي الله عنه سره  واده  وکړ او خپل مهر يې د ابوطلحه اسلام قبلول  وټاکه.
 
ماخذونه: 
۱:  سنن ابی داود ،جز۱،ص ۱۱۱  
۲:  سورت ال عمران ،ایت ۱۰۴  
۳:  تعلیم القران ، ص ۹۹  
۴:  سورت التوبة ، ایت ۷۱  
۵:  تعلیم القران ، ص ۳۱۵  
۶:  الادب المفرد ،جزء ۱/ ص۸۴  
۷:  سورت البقرة ، ایت ۲۶۹  
۸:  تعلیم القران ، ص ۷۱  
 
 

سرته