مغــــــــــــــــروره عـــــــابــــــد
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
يوه ورځ حضرت عيسی عليه السلام له يوې صحراء څخه تېرېدی چي پر لاري يو عبادت ځای ته ورسېدی چي يو عابد په کي اوسېدی.
په دې وخت کي يو ځوان چي په ناروا او بدو کړنو سره مشهور ؤ هم له هغه ځای څخه تېرېدی.
کله چي د ځوان سترګي پر حضرت عيسی علیه السلام او پر هغه عابد شخص باندي ولګېدلې پښې يې سستی شولې او د ګناه ځای ته له تللو څخه په خپل ځای ودرېدی، او ويې ويل: ای الله!
زه له خپلو بدو کړنو څخه شرمينده يم.
اوس که ستا پيغمبر ما وويني او ومي رټي، زه به څه کوم؟
ای الله! زما عذر قبول کړه ما مه شرموه!
عابد کس چي کله ځوان ولېدی چي سر يې د آسمان لوري ته پورته کړی دی، نو ويې ويل: ای الله!
د قيامت په ورځ زما حشر له دغه ځوان سره مه کوه.
په دې وخت کي الله تعالی خپل پيغمبر عليه السلام ته وحي وکړلې چي دغه عابد ته ووايه!
چي ما ستا دعاء قبوله کړل ته به له دغه ګناه کار ځوان سره نه حشر کېږې.
ځکه چي هغه له خپلو ګناهو څخه د توبې ايستلو او پښېمانۍ په سبب له جنتيانو څخه شو.
او ته د خپل غرور او ځان غوښتني په سبب له دوزخيانو څخه شولې.
[کيمياء السعادة – (۲) لامام الغزالي رحمه الله].