تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په یو ښارکي مسلمان او یهودي د مرګ پر بستر پراته دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 16, 2021
  0

په یو ښار کي مسلمان او یهودي د مرګ پر بستر پراته دي


ژباړه:عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حکیم الامت اشرف علي تهانوي رحمه الله په خپلو خطباتو کي لیکلي دي: چي په یو ښار کي دوه انسانان د مرګ پر بستر پراته وه  یو مسلمان وو او دا بل یهودي وو. د یهودي په  زړه کي د ماهي د غوښي د خوړولو شوق  پیدا سو او په هغه شاوخوا کي د ماهي غوښه نه پیدا کېدل  او د مسلمان په زړه کي بیا د زیتون د خوړو شوق پیدا سو. الله تعالی دوو ملائکوو ته حکم وکړ  یوې ته یې وویل: چي په هغه فلاني ښار کي یو یهودي د  مرګ پر بستر پروت دی، مرګ ته یې لږ وخت پاته  دی او د هغه  زړه اوس د ماهي غوښه غواړي، ولاړه  سه! یو ماهی ونیسه او د کور په انګړ کي یې ور وغورځوه تر څو خپل د خواهش مطابق هغه ماهی وخوري او دوهمي ملائکي ته یې امر وکړ چي  په  فلاني ښار کي یو مسلمان  د مرګ پر بستر پروت دی ، مرګ ته  یې یو څه وخت پاته  دی، اوس   هغه  مسلمان په زړه کي د زیتون غوړو د خوړولو شوق پیدا سوی دی، ورسه!  د هغه د کور په المارۍ کي زیتون غوړي پراته دي،  هغه  غوړي را واخله او دباندي يې لیري ځای وغورځوه تر څو د ده خواهش پوره نه سي.


دا دوې ملائکي  کله چي په خپلو کارو پسې رواني سوې؛  نو پر لاره  سره یو ځای سوې او یو د بل له کاره خبري سوې او هري یوې و خپل ورکړل سوي کار ته په تعجب کي سوې، کله چي یې خپل کارونه سرته ورسول او بېرته ستانه سوه؛ نو الله تعالی ته یي عرض وکړ، اې الله! ستا امر  مو سرته ورساوه،  مګر د دې کار  په حکمت پوه نه سولو، مسلمان  چي ستا حکمونو ته یې غاړه اېښې وه  او اوس  یې د زیتون غوړو ته اړتیا وه هغه دي د زیتون له غوړو څخه  بې برخي کړی او بل طرف ته  دي یو یهودي  ته  ماهی آماده کړی؟


الله تعالی ورته وویل: د کافرانو سره زموږ چلند یو ډول او د مسلمانانو سره بل ډول دی، په دنیا کي کافر هم نېک اعمال لري  د بېلګي په  توګه: کله یو چا ته خیرات ورکړي او یا هم کله د یو مسکین سره مرسته وکړي ، که څه  هم  دغه اعمال په آخرت کي هیڅ  ګټه  نه ورته  رسوي؛  خو موږ  یې په دغه دنیا کي د دغو  نېکو اعمالو بدله ورکوو او کله چي د آخرت په ورځ موږ ته راسي او ووايي: چي زما د نېکو اعمالو حساب وکړئ؟ موږ به ورته ووایو چي ستاسو د نېکو اعمالو بدله په دنیا کي در کړل سوې ده.


  او د مسلمانانو سره  زموږ چلند بل ډول دی، د مسلمانانو د ګناهونو بدله او سزا دنیا کي ورکوو تر څو  د قیامت په ورځ موږ ته  پاک او بې له ګناه  څخه راسي؛  نو له  همدې امله  د هغه یهودي  یواځي یوه نېکي بې بدلې پاتي وه  چي موږ بدله نه وه ورکړې؛ نو د مرګ پر وخت یې په زړه کي د ماهي د غوښو د خوړولو شوق  پیدا سو،  موږ  هم  دستي ورته برابر کړ ددې لپاره کله چي د قیامت په ورځ زموږ حضور ته حاضر سي؛ نو د ټولو اعمالو حساب او بدل به یې خلاص سوی وي  او د مسلمان ټول ګناهونه بخښل سوي وه، مګر  یوه ګناه یې بې له بخښولو پاتي وه؛ نو کله چي د قیامت په ورځ  موږ  ته  را حاضر سوی وای باید د ګناه سزا یې څکلي وای؛ نو په همدې وجي موږ د هغه د زیتون غوړي توی کړه  تر څو په دې سره یې له ګناه څخه پاک کړو؛  نو کله چي  زموږ حضور  ته  راسي؛  نو د ټولو ګناهونو څخه   پاک او منزه به  وي. 
 په هر حال د الله تعالی د کارونو په حکمتونو سړی نه سي پوهېدلی.


مأخذ: د اکابرینو ارشادات


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته