تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي کريم ﷺ د فرانسوي امپراطور ناپیلیون په آند
  تعلیم الاسلام
  February 5, 2017
  0

 د فرانسې امپراطور ناپليون بوناپارت (Napoleon Bonaparte ) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
هغه ورځ لیرې نه ده چې زه به د پوهې او عرفان څښتنان سره متحد کړم او داسې دور به راولم، چې ټول به سره یو شانته وي، قرآن کریم به یې اصول او بنسټ وي؛ زما په آند قرآن کریم یواځنی هغه رښتینی اصل دی چې ټول انسانیت تر خپل منزل او مقصد پورې رسولای سي.
 
هغه کوم درس چې حضرت موسی علیه السلام خپل قوم ته ورکړ او حضرت عیسی علیه السلام چې کومې لارښونې د روم سلطنت ته وړاندې کړې او په پخوانۍ لویه وچه کې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم همدغه اعلان وکړ، مګر عرب ډېر زیات بت پرسته وو، کله چې خلکو د حضرت ابراهیم، حضرت اسماعیل او  حضرت موسی علیهم السلام تعلیمات هېر کړل؛ نو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم بیرته دوی ته وریاد کړل.
 
د آریایي نسل ملتونو او نورو انسانانو په مشرق کې عجبه مفکوره پیدا کړه، چې (خدای جل جلاله، حضرت مسیح علیه السلام او روح القدوس) تثلیث دی، خو بل لورته حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دا اعلان وکړ چې خدای یو دی، نظیر او مثل نلري، نه له چا څخه پیدا سوی دی، نه له ده څخه څوک پیدا سوي دي او نه هم بل برحق معبود سته، تثلیث د بت پرستۍ یو ښاخ دی او پوه سئ چې خدای یو دی.
 
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ثقل د مرکز حیثیت لري، خلک په ډېر لږ وخت کې ورباندې راټول سول، ډېر ژر د ده پیروانو نیمه نړۍ قبضه کړه، او د اسلام نعره یې پکې پورته کړه، درواغجن خدایان یې ختم کړل، بت پرستي یې له منځه یوړه.
 
 د حضرت موسی او حضرت عیسی علیهما السلام پیروانو په ۱۵۰۰ کلونو کې د کفر دومره نښانې له منځه نه دي وړي؛ لکه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پیروانو چې په ۱۵ کلونو کې له منځه وړي دي، دا یو کوټلی او رښتینی حقیقت دی چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یو ستر انسان او لوړ شخصیت ؤ.
 
په هغه وخت کې محمد صلی الله علیه وسلم راغی، قبایل عرب پخپلو کې په جګړو بوخت وو، هغه صلی الله علیه وسلم ټول سره وروڼه کړل، مسلمانانو خپل بیرغ د نړۍ له یوه کونج څخه بل کونجه پورې رپانده کړه، په هرځای کې یې د انسانانو د روح او جسم روزنه کوله، له همدې کبله اسلام بشریت ته د سوکالۍ یواځنۍ لاره وه، د قادسیې له جنګ څخه وروسته د چین سرحدونو پورې د اسلام بیرغ راورسیده، شام او مصر یې تر تسلط لاندې راغلل، دا هر څه د اسلام ښېګڼه وه. بل لور ته اسلام د حضرت عمر فاروق او حضرت خالد بن ولید رضی الله عنهما په شان خلک درلودل، دوی څوک وو؟ د صحرا عرب وو، خو دا هر څه د اسلام له برکته وو.
 
 
اسلام علمي تمدن رامنځ ته کړ
 
 پارتي (Partihians)، منګولیان، تارتاریان او نور قومونه چې پخپل زور سره راغلل، هغوی ټول د علم، حکمت، فنونو او فرهنګ دښمنان وو؛ خو عربو د پخوا نه له علم سره مینه درلوده او هیڅوک دا نسي ثابتولی چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د علم او حکمت دښمن ؤ، عربو یوناني علوم عربي ته وژباړل، د شعر او ادب سره یې له ډېر پخوا نه مینه درلوده، د اقلیدوس او بطلیموس څرګندونې د درسی نصاب یوه برخه وګرځېده، ساعت یې اختراع کړ، په ریاضی، طب او نورو علومو کې یې پرمختګ وکړ، چې عربو ته دا مینه په میراث کې پاتې سوې ده. 
 
 
 
په قاهره کې پر علم هیئت باندې تر ۶۰۰۰ زیات کتابونه وو، پر نورو علومو باندې په لکونو کتابونه وو، د قرطبه په کتابتون کې تر ۳۰۰۰۰۰ درې لکو پورې کتابونو شتون درلوده، اسلام پخپل ۵۰۰ کلن تاریخ کې د علم او حکمت پوره ساتنه وکړه، چې دا په اسلام کې د علم او پوهې امتیاز او ارزښت دی.
 
د ښځو سره يې د نکاح تعداد معلوم کړی
 
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ښځو د نکاح په هکله د ښځو تعداد معلوم کړ، مخکې یې تعداد معلوم نه ؤ، له بې شمېره ښځو سره نکاح کیدلی سوه، دا چې محمد صلی الله علیه وسلم ولې د څلورو ښځو د نکاح کولو اجازه ورکړه؛ دا زماله نظره ښه خبره ده، یو دا چې له څلورو زیاتو ښځو سره نکاح کول منع سو او بله دا چې په اروپا کې خلک یوه، یوه ښځه په نکاح کوي، خو بل لور ته په مشرق کې خلک له وخته څخه ډېرې ښځې په نکاح کوي، چې دا پخپله اخوت او یووالي ته بلنه ده، که چېری د څلورو ښځو له یوه کس څخه اولادونه پیدا سي؛ نو دا ټول پر یوه کاسه کښېني، توکم پرستی نسته، تور پر سپین فضیلت نلري، نو که چیرې په اروپا کې قانون پوهان ددې تعدد زوجات په ګټو باندې پوه سي؛ ضرور به له یوې ښځې څخه زیاتو ښځو سره، د نکاح قانون تصویب کړي. (۱)
 
    [Napoleon Bonaparte as Quoted in Christian Cherfils, 'Bonaparte et Islam,' Pedone Ed., Paris, France, 1914, pp. 105, 125]  
 
ماخذ: رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په اند
--------------------------------
مخکنۍ لیکني دلته کلیک کړئ:
نبي کریم صلی الله علیه د غیر مسلمانانو په آند
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته