تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د گناهونو دُنيوي او اُخروي زيانونه
 
  March 23, 2016
  0

 


ليکوال : مولوي عصمت الله عزام 

د ګناهونو دُنيوي او اُخروي زيانونه (۲ ) برخه

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده و نصلي  علی رسوله الکريم امابعد : 

۲ – د ګناهونو له امله د انسان ژوند تنگېږي . 

مال به لري، اولاد به لري، د خپلي خوښي خوراک به کوي، د خپلي خوښي استوگنځی به لري، د ژوندانه د هوسايني ټول اسباب به ور سره وي، خو بيا به يې هم ژوند په تنگ وي . 
الله تعالی فرمايي : وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (الآية، سورة طه :124)
ژباړه : او څوک چي زما له ذکر ( قرآن ) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره تنگ ژوند دی او د قيامت په ورځ به يې ړوند را پاڅوو !! 

۳  - گناهونه د زړه د زنګ او توروالي لامل دي . 

  الله - جل جلاله -   فرمايي : كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (سورة المطففين : ۱۴) 
ژباړه : هيڅکله نه، بلکي د دوی په زړونو هغو عملونو زنگ اچولی, كوم چي به دوی کول!!

رين د زړه مرض دی لکه څنګه چي زنګ د اوسپني لپاره مرض دی،کله چي يوه اوسپنه زنګ وکړي, له کاره لوېږي او طاقت هم له لاسه ورکوي . 

 دغسي د زړه زنګ هم زړه له کاره اچوي .

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ - رضى الله عنه - قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-: إنَّ الْمُؤْمِنَ إذَا أَذْنَبَ نُكِتَتْ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ فِي قَلْبِهِ فَإِنْ تَابَ وَاسْتَغْفَرَ صُقِلَ قَلْبُهُ وَإِنْ زَادَ زَادَتْ حَتَّى تَعْلُوَ قَلْبَهُ فَذَلِكُمُ الرَّانُ الَّذِي ذَكَرَ اللَّهُ تَعَالَى : كَلًّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ. رواه أحمد والترمذي وابن ماجه وقال الترمذي : هذا حديث حسن صحيح ، مشکوة المصابيح ص : ۲۰۴ ج : ۱)

ژباړه : له حضرت ابوهريره – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : کله چي مؤمن يوه گناه وکړي، د هغې له امله يې په زړه کي تور داغ ولگېږي، که توبه وباسي او بخښنه و غواړي، زړه يې صفا شي . 

که ( توبه و نه باسي ) نوري گناوي زياتي کړي، هغه تور داغونه زياتېږي، تر دې چي په زړه يې راپورته شي،( يعني زړه يې پټ کړي ) نو دا هغه زنگ دی چي الله تعالی په خپل کتاب کي ياد کړی دی : كَلًّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ  !! 

۴ – د گناهونو له امله د الله پاک او بنده تر منځ حجاب او پرده رامنځته کېږي چي له امله به يې د قيامت په ورځ د الله پاک له ديدار څخه محروم وي .  

الله تعالی فرمايي : كَلَّا إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ (المطففين :۱۵)
ژباړه: هيڅکله نه،په هغه ورځ به دوی بې شکه د خپل رب ( له ليدلو ) څخه په پردو کي ( بې برخي ) وي!!

( نور بيا ...)

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين.
 
------------------------------
 
سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه

اړونده ليکني:

د ګناه دنيوي زيانونه
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته