تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ډالۍ تر ټولو ښه حلال مال دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 28, 2021
  0


ژباړه: عبدالرحیم راشد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


زما ښاغلي پلار حضرت مفتي محمد شفیع دیوبندي رحمه الله  به فرمايل: هغه ډالۍ چي مسلمان يې د خپل زړه له تله، په پوره اخلاص او په ځانګړي ميني يې یو چا ته ورکوي، چي بل هيڅ دنیايي هدف پکښې نه وي؛ نو دا تر ټولو ښه  حلال مال دی. په  هغه  روپو کي چي تاسو يې ترلاسه کوئ او ګټۍ يې کېدای سي چي یو عیب پکښې موجود وي، مګر د هغه  مال په  حلال والي کي هیڅ شک نسته، کوم چي یو مسلمان د خپل مال څخه یو شی په پوره ميني، اخلاص او خاص د الله جل جلا له  د رضاء د حاصلولو لپاره درته ډالۍ کوي. حضرت مفتي رحمه الله د ډالۍ لپاره ځيني مقررات ټاکلي وه او د ډالۍ اهمیت  يې ډېر  پېژندلی وو او هغه  به  يې په  غوره ځای کي مصرفوئ  او ويل  به  يې: په  دغه مال کي برکت دی  هغه ډالۍ چي  د  الله عزوجل  د  رضاء لپاره ورکړل سي هم د ډالۍ کوونکي لپاره برکت دی او هم د ډالۍ اخيستونکي لپاره، خو  هغه  ډالۍ چي د الله عزوجل د رضاء لپاره نه  وي، بلکي د ځان  ښووني  لپاره وي، نه د ډالۍ کوونکي لپاره د برکت سبب ګرځي او نه  د ډالۍ  اخيستونکي  لپاره.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته