تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: تر اذانو مخکي د سهار لمونځ کول
 
  January 21, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۴۰۴)

نوم:  محمدصديق

سوال : مانن سهار لمونځ وكي زمادافكروو جي ازان سوي دي كله چي مالمونځ خلاص كي ٥ دقيقي وروسته ازان شروع سو أيا زه خپل  لمونځ  راوګرځومً أو كه زما لونځ  صحيح  دي أوبل  داچي خلك وايي لمونځ  يا داازان سره كوه يا يي د جومات  وروسته كوه داخبره صحيح  ده كه يا ؟ 

جواب : 

حامداً و مصلياً

دلمانځه د صحت لپاره د وخت داخلېدل شرط دينه اذان  (١) ، که صبح صادق نه وي را داخل سوی که هرڅونه اذانونه وسي لمونځ نه صحيح کیږي  او که سپېدې را ختلي وي او اذان نه وي سوي لمونځ صحيح دى.
 نو ته د لمانځه دائمي نقشه وګوره په هغه کي به تاته معلوم سي، که ستا لمونځ د سپېدو درمخه سوى وو را وې ګرځوه او که وورسته وو نو مه يې را ګرځوه (٢).

جواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحیح : مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار  افغانستان .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا. سورت النساء، ايت ١٠٣ 
 
(٢) : وان تيقن ان صلوته وقعت قبل الوقت ولوباخبارعدل مقبول الرواية عن مشاهدة قضى في الاظهر عند الشافعى وعند العلماء ودليل القضاء ما روي عن ابن عمر وابى موسى انها اعادالفجر لانهما صلياها قبل الوقت. الفقه اسلامي ، ج١ ،ص٥١٨ . الاجتهاد في الوقت .
 

سرته