تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ۱۴۰۰ کالو تلپاتۍ تجارت او ګټه!
  تجارت
  April 5, 2015
  0

 ژباړه: حمدالله حلمیار

ویب پاڼه: تعلیم الاسلام راډيو
 
ايا خبر یاست؟
 
څوارلس سوه کاله وروسته هم د حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه په نامه په مدینه منوره کي مځکي شته چي د الله جل جلاله لپاره وقف دي او د سعودي عربستان په بانکونو د عثمان بن عفان په نوم اکاونټ او حساب هم شته دی.
 
قصه داسي وه چي د مسلمانانو له هجرت وروسته په مدینه منوره کي د ټولو لویو څاګانو اوبه مخ پر لږېدو شوې خو یو ډیره لویه څاه چي د بئر رومه په نوم مشهوره وه د اوبو د لږوالي له بحرانه خوندي وه خو دا څاه د یوه یهودي ملکیت وو چي د څاه هرغوړپ او به یي په بیه پلورلي حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه ورغی ترڅو له یهودي څخه دا څاه وپيري خو یهودي د څاه خرڅولو ته تیار نشو. بیا امیرالمؤمنین حضرت عثمان رضی الله عنه ورته د نیمي څاه د پیرلو وړاندیز وکړ چي یهودي قانع شو او نیم څاه یي ورباندې وپلوري، په دې ترتیب چي د څاه اوبه یوه ورځ د يهودي وي او بله ورځ به د حضرت عثمان رضي الله عنه وي.
 
 یهودي ډیر خوښ وو چي حضرت عثمان رضی الله عنه غوندي تکړه تاجر ورسره شریک شو اوس به یې اوبه نور هم ښه قیمت پیدا کړي خو په دریمه ورځ ورته معلومه شوه چي دده ګیراکان ټول په هغه ورځ اوبو وړلو ته راځي چي د څاه نوبت د حضرت عثمان رضی الله عنه وي ځکه چي هغه خپلي اوبه د الله جل جلاله لپاره وقف کړي وې چي خلګو په وړیا توګه وړلې،  یهودی چي پوه شو نو له حضرت عثمان رضی الله عنه نه یي وغوښتل ترڅو مکمله څاه وپیري او د ۲۰۰۰۰ زره درهمو په مقابل کي حضرت عثمان رضي الله عنه ته وسپارله او هغه هم ټولي اوبه د الله عزوجل لپاره وقف کړې.
 
ویل کیږي چي یو وخت کوم صحابي وغوښتل چي دا څاه د هغه په دوه برابره قیمت له حضرت عثمان رضی الله عنه نه وپیري خو امیرالمؤمنین حضرت عثمان رضی الله عنه ورته وویل چي نه تردې ګرانه یي له ما څخه غواړي.
 
صحابي ورته وویل: دري برابره قیمت واخله، ویل نه تر دې هم ګرانه! څلور، پنځه ... تر نهه برابره قیمت ورکولو پوري تیاروو خو حضرت عثمان رضی الله عنه بیا هم ونه منله نو هغه صحابي رضي الله عنه ورته وویل چي تر دغه قیمت پورته به یي هیڅ څوک هم درنه وانخلي. حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وفرمایل: ماته مي رب د نیکۍ لس برابره بدله راکوي ایا دا لږ څه دي؟
 
ددغه څاه شا وخواته کرار کرار باغونه کينول شول په سلګونو وني يې اوبه کولې او د حاصلاتو روپۍ یې پر یتیمانو او مسکینانو ویشل کېدې. هر حکومت ددغه وقف خاص خیال وساتی او عثماني دولت دغه وقف ته نور هم انکشاف ورکړ په دغو روپیو نور جایدادونه او باغونه هم واخیستل او د هغه راپه دې خوا د سعودي حکومت هم دغه وقف ته لا زیاته پراختیا ورکړه. ویل کیږي تر اوسه  تر ۱۵۰۰ سوه زیاتي د خرما وني لري او د حاصلاتو نیمایي یې پر مسکینانو او یتیمانو ويشي او نوري نیمایي یې په سعودي بانک کي جمع کوي تر څو په نورو خیریه کارونو کي ورنه ګټه واخلي.
 
د امیرالمؤمنین حضرت عثمان رضی الله عنه له وقف شویو مالونو څخه د زکات او صدقاتو له ورکولو سره سره په بانک کي دومره شتمني موجوده ده چي څه موده وړاندي یي د مدینې منورې په مرکزي او سنټرال ایریا کي د یوه لوی بلډینګ لپاره ځمکه وپیرله او یو لوی بلډینګ یې ورباندي جوړ کړ چي تقریبا د کاله ۵۰ میلیونه ریاله عائد لري او عائد به پر بیوزله او یتیمانو ویشل کیږي.
 
د يادوني وړ ده چي په سعودي بانک کي د حضرت عثمان رضی الله عنه په نوم ډیره زياته شتمني پرته ده او د تعجب ځای خو داده چي دا ټوټه ځمکه او وداني په ښاروالۍ کي رسماً د عثمان رضی الله عنه په نوم ثبت ده.
سبحان الله! له الله جل جلاله سره تجارت څومره تلپاتی او همیشنۍ ګټي لري! پوره څوارلس سوه کاله دغه تجارت دوام وکړ او لا جاري ده. ځکه خو رسول صلی الله علیه وسلم فرمايلي وو چي: د هر نبي لپار په جنت کي یو خاص ملګری وي او زما د جنت ملګري حضرت عثمان رضي الله عنه ده.
-----------------------
یادونه: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي نوري علمي مقالې د ارشیف څخه په دغه پیوند لوستلای سی: چاڼ شوي مضامين
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته