تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مخلوط عمل داسي نتائج وي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 30, 2023
  0

د مخلوط عمل داسي نتائج وي

 

يو عرب خپله قیصه کوي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


مېرمن مي په کوم ځای كي وظیفه لري، تنخوا أخلي، د کار رئیس یي تر ما ډیر وخت ورسره تیروي، تر ما هغه ډیري خبري ورسره کوي، له ما د هغه څخه ډیره ویریږي، تر ما له هغه څخه ډیر توقعات أو أمیدونه لري.


 کله چي زه ورته تلیفون وکم، کله ځواب راکړي أو کله یي نه راکوي، خو چي رئیس یې زنګ ورته ووهي و تلیفون ته وېرېدلې ور منډه کړي، خپل آواز ورته نرم کړي، أو په ټولو خبرو کي "نعم. نعم. طیب. طیب " ورته وایي، یعني سمه ده سمه ده.


 زما سره يي د آواز أو خبرو بڼه بدله ده، کله چي د یو کار غوښتنه تري وکړم په ډیرو اعتراضاتو أو بحثو یې بیرته پښیمانه سم. 


رئیس یي و خپل کاري دفتر ته ور وغواړي په ساعتونو ساعتونو دروازه ور پوري بنده وي، رئیس یې د کار په أړه تفصیلات ورته بیانوي، د رخصتۍ په ورځو کي تلیفون ورته وکړي په ساعتونو ساعتونو خبري سره کوي، کله چي زه مداخله وکړم دا راته وایي: ته غواړې چي ما له وظیفي څخه پسي واخلي، ته غواړې چي زما راتلونکی خراب شي؟ خلاصه داچي دا احساس کوم لکه د مېرمني رئیس چي مي په ټولو شیانو کي زما سره شریک وي أو په دې شراکت کي ځان راته هیڅ سړی نه ښکاري، رئیس یې روپۍ ورکوي، أوامر ورته صادروي، هغه یي د ژوند محور ګرځیدلی دی، کله خو زه له ځان سره ووایم چي کاش زه یي رئیس وای. 


دا عرب وایي: نو فیصله مي وکړه چي نور باید نارینه سم أو له دې حالته ځان را وباسم، نو یوه ورځ مي ځان تیار کړ، غاړي مي تازه کړي چي ښځي نور زه، زما او ستا تر مینځ دریم کس نشم زغملای، نور دا تحمل نشم کولای چي رئیس دي په کټ کټ درسره خاندي أو په ساعتونو ساعتونو خبري درسره کوي، نور زغم نلرم چي هره ورځ دفتر ته د تلو نه مخکي په اینداره کي ګورې أو د رئیس لپاره دې ځان سینګاروې، نور باید و دې وظیفې ته استعفاء ورکړي.


 ددې خبرې له أوریدو سره سم مي مېرمني طلاق را څخه وغوښت اوس دایو په محکمه کي د قاضي د راتلو انتظار کوو. د مخلوط عمل بیا داسي نتائج وي.

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته