تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څه په کارده د درواغو مرحبا
 
  December 31, 2011
  0

څه په کارده د درواغو مرحبا 

رالېږونکی: محمد شريف حليم

چي د زړه الفت يي نه وي په ريشتيا
څه په کارده د درواغو مرحبــــــــــــا 

په خوله لافي د دوستۍ وهي دوه رنګه
په باطن کي يې وي پټه مد عـــــــــا

کم دي عقل کم کمال دی ای ناپوهه
چي دي لوړه درهر چا ده تقاضا

خپل زر عيبه کړه پټ زما دا يو وايي
له ويجدانه وکړه لږ شرم و حيا

زما وروره لږ انصاف درلره بويه
هسي نه چي زه نعم وايم ته لا

زه د ځان په غم لا څومره خپه نه يم
ليکن ستا د شخصيت وړ نه ده دا

خپل ګرېوان دي محکمه عقل قاضي کړه
ملامت کړه ځان د فکر په فتوا

د زخمي وينا وي واړه دي ستا ګټه
او کنه هر څه چي کړې پړ به سي بيا

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته