تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې طبي ګټي (۱ برخه)
  تعلیم الاسلام
  April 28, 2019
  0
لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر/تعلیم الاسلام ویب باڼه
 
الحمدلله ثم الحمد لله!! چې د روژې مبارکه میاشت مو نصیب سوه، ځکه چې دا د عبادت میاشت ده، د رحمت میاشت ده، د مغفرت میاشت ده، د لذت میاشت ده، د عفت میاشت ده، دزړه د پاکوالي میاشت ده، جنت ته د دخول میاشت ده، له جهنم څخه د خروج میاشت ده، د خوا خوږۍ میاشت ده، د صبر او ترحم میاشت ده، د مسکینانو، فقیرانو او بې وزلو سره د همدردۍ میاشت ده، د نفس د کنترول میاشت ده او ددې ټولو ښېګڼو سره، سره روژه د پوره روغتیا او صحت ضمانت هم کوي، روژه فشار کنترولوي، شکره برابروي، کولسترول له منځه وړي، د بدن عصبي نظام برابر او ترمیموي، دوینې سره کُرویات زیات ا و برابروي، د معدې د ټولو ناخوالو لپاره یوه ښه اغیزمنه درملنه ده،  د سترګو دید زیاتوي، د انسان د روح غذا او د خوښۍ سبب ګرځي، روژه علاوه له بدني او ظاهري ګټو څخه،  د انسان د روح مکمله درملنه هم کوي او ټولي روحي ناروغۍ له منځه وړي.
 
الله جل جلاله چې کوم احکام او تعلیمات د انسانانو لپاره رالیږلي دي، په هغو ټولو کې، له اُخروي ګټو څخه علاوه، دُنیوي او ظاهري ګټي هم لري، اوس د ساینس له اړخه هر څه برملا او ښکاره دي، صرف پر سجدې باندې مکمل یو کتاب لیکل سوی دی، دا چې د اسلام په ټولو اوامرو کې ضرور ګټي نغښتي دي، نو له همدې کبله اوس ساینس پوهان که هغه مذهبي کسان دي او که غیر مذهبي، خو د اسلام پر هر فعل ا و قول باندې څیړنې کوي، دا ځکه دوی پوهیږي چې ګټې ضرور پکښې دي خو دا ګټې یې باید جوتې کړو، پر لمانځه، روژې، اوداسه، حج او نورو....  باندې د نړیوالو ساینس پوهانو له لورې، په وار وار سره، تفصیلي څیړنې سوي دي؛ له دې څخه علاوه هغه څه چې اسلام حرام ګرځولي دي، پرهغو باندې یې هم څیړنې  کړي دي، دا ځکه ساینس پوهان په دې ګروه دي، چې اسلام کوم شی حرام ګرځولی دی، هغه ضرور نقصانونه لري لکه: شراب، زنا، قمار، وینه خوړل، د خنزیر غوښه او داسي نور...
 
د روژې پر  طبي ګټو باندې نړیوال کانفرانسونه
د ساینس د پرمختګ په مرحلو کې، په مختلفو وختونو کې مختلفو ساینس دانانو، پوهانو او ډاکترانو مختلفې څیړنې کړیدي، لکه په ۱۹۹۶ میلادي کال کې چې په مراکو کې یو نړیوال کانفرانس د (د روژې طبي ګټې) ترسر لیک لاندې د King Hasan Foundation  له لورې دائر سو، چې په دې کانفرانس کې ۵۰ مقالې د روژې پر طبي ګټو باندې ولوستل سوې، چې ځیني یې د یادونې وړ دي، لکه د اردني ډاکتر سلیمان مقاله، د ایراني ډاکتر عزیزی مقاله، د امریکايي ډاکتر نعماني مقاله او داسې نور مسلمان او غیرمسلمان ساینس پوهانو پکښې ګډون درلوده. تراوسه په لسګونو نړیوال کانفرانسونه د روژې د طبي ګټو د معلومولو لپاره دائر سویدي، چې موږ دلته یواځې د مراکو کانفرانس د مقالو غورچاڼ په لنډ ډول سره درته وړاندې کوو.
 
د کانفرانس پایلې په لاندې ډول دي
دوی په عمومي ډول سره پردې باندې رڼا واچوله چې روژه د وینې ګلوکوز او فشار کنترولوي، وزن کموي او دا یې هم ثابته کړه چې روژه هیڅ بد عواقب نلري.
د انسان جسم  خوراک ته اړتیا لري، ترڅو انرژي تولید ا و کاربوهایدریتونه وسوځوي، چې هغه عبارت له شکري څخه دي او هغه کاربوهایدریتونه چې ونه سوځول سي، هغه په عضلاتو کې د وازدو په نسجونو کې ذخیره کیږي او په اینده کې په ځیګر (یېنه) کې ګلایکوجین، انسولین د پانقراص یو هارمون د وینې شکره ښکته او راګرځوي چې دا د انرژۍ بل ډول ذخیره ده، په دې کې ګلایکوجین اغیزمن دی.
 
کله چې یو څوک روژه ونیسي، د وینې کلوګوز یې له د انسیولینو سره ښکته کیږي او دا د دې باعث ګرځي چې د ځیګر کلایکوجین په تقسیم شروع کوي، دا ځکه چې انرژي ته اړتیا ده، د وازدې نسجونه په ماتیدو پیل کوي ترڅو انرژي تولید ا و د بدن انرژي پوره کړي او دا هغه څه دي چی د انسان په بدن کې د وینې شکره ا و کولسترول کنترولوي چې دا د روژې یو ځانګړی برکت ا و عظمت دی.
 
دروژې بله ګټه داده چې وزن کموي، Allan Cott  په دې آند ؤ، چې روژه انسان ته یو فزیولوژیکي استراحت ورکوي. پر ټول بدن باندې مثتبې اغیزې اچوي او په خاصه توګه د معدې او اعصابو لپاره ډېره ګټوره ده.
 
د اروا پوهنې علم په رڼا کې، روژه د باطن د سکون ضمانت کوي او همدا وجه ده، چې کله یو کس ډیر نارامه وي، ډاکتران ورته وايي، چې روژه ونیسه، خو له نېکه مرغه چې دغه ګټه مسلمانانو ته د ډاکتر له مشورې پرته حاصلیږي.
 
روژه د سر درد لپاره
هغه کسان چې دائمي سر درد یا نیم سیری لري، د روژې په نیولو سره د هغوی کولسترول کنټرولیږي، چې د امستقیماً د سر درد په کنترول کې مهم رول لري.
 
روژه په عمومي ډول سره یوه درملنه او علاج دی، دا ځکه روژه په عمومي ډول سره وزن کموي، د هضمیې نظام ارام ساتي، شحمیات کموي، عصبي نظام ترمیموي، او بله غټه ګټه یې دا ده چې روحي درملنه هم ورسر بشپړیږي. همدا رنګه د زړه حملې کموي، عصبي ټکان له منځه وړي، انسولین کنترولوي. هغه څه چې زه یې درسره شریکوم هغه دا دي چې کله ما د لومړي ځل لپاره روژه ونیوله، روحا او جسماً دواړه داسې خوښ وم، چې تاسو ته د هغې خوشحالۍ اظهار نسم کولای.
 
روژه د سترګو درملنه کوي
روژه د سترګو لپاره پوره درملنه ده، هغه سترګې چې اوښکې کوي او یا یې دید خړ وي، د روژې په نیولوسره به یې دا ټول مشکلات حل سي، دا ځکه چې روژه په مستقیم ډول سره د انسان د بدن پر نظام باندې مستقیمي اغیزې لري.
 
روژه په مستقیم ډول سره د سترګو فشار ښکته کوي، هغه مایع مواد چې په سترګو کې شتون لري، د ځینو ناروغیو له کبله لوړ فشار خپل کړي چې پایله یې د سترګو اوښکې او بیا ړونداولی دی، خو روژه د دې ټولو ناخوالو لپاره پوره درملنه ده.
 
د نشه یې توکو درملنه ده
د روژې یوه طبي ګټه دا ده چې هر هغه څوک چې د سګریټ  او یا نصوارو معتاد وي، کولای سي چې په روژه کې یې پریږدي؛ دا ځکه چې کله یو انسان ۱۸ یا کم و زیات ساعتونه یو نشه يي څیز استعمال نکړي، نو د داسې مهلکې نشې د پریښودو لپاره، چې هم ځاني او هم مالي تاوان په کې یو انسان ته اوړي، ښه فرصت بلل کیږي او کله چې د یو عادت یا نشې پریښودل تر یوې میاشتي پورې وغزیږي؛ نو د ټول عمر لپاره د هغه عادت یا نشې په پریښودلو کې هیڅ سوال نه پیدا کیږي. خلاصه دا چې روژه د نشه یي توکو د پریښودو لپاره یوه غوره درملنه او موقع ده.
 
  روژه د معدې اسیدونه یا تیزابیات کموي
د روژې بله ګټه دا ده چې اسیدونه کموي او دا هغه اسیدونه دي، چې د معدې د جوش او بدې هضمې سبب ګرځي. هغه کسان چې تل د معدې نه شکایت کوي او انتی اسید درمل خوري، په دې باید پوه سي چې روژه د دوی د معدې  ټولي ناخوالې له منځه وړي.
 
ان شاءالله نور بیا...
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته