تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ګروی شی په کرایه ورکول څنګه دي؟
 
  March 4, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٦٣٩)

نوم: محمد عزيز
       
سوال : که چيري يوڅوک دوکان ياکور په گروي ونيسي او بيا يي بل چاته په کرايه ورکړي نو دغه پيسي چي لاسته يې راوړي  د ده له پاره  جايزدي که نه؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د ګروي کور دوکان او بل هر شى چي وي ګروي اخيستونکی يې بل چاته په کرایه نه سي ورکولاى. که د مالک په اجازه يې په کرایه ورکړي کرایه يې ټوله د ګروي د مالک حق کيږي او که پر خپل سر ئې په کرايه ورکړي هغه هم وګروي اخيستونکي ته جواز نه لري بلکي مسکين او فقير ته دي يې ورکړي او د ثواب نيت دي نه پکښي کوي .

جواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قُلْتُ وَالْغَالِبُ مِنْ أَحْوَالِ النَّاسِ أَنَّهُمْ إنَّمَا يُرِيدُونَ عِنْدَ الدَّفْعِ الِانْتِفَاعَ ، وَلَوْلَاهُ لَمَا أَعْطَاهُ الدَّرَاهِمَ وَهَذَا بِمَنْزِلَةِ الشَّرْطِ ، لِأَنَّ الْمَعْرُوفَ كَالْمَشْرُوطِ وَهُوَ مِمَّا يُعَيِّنُ الْمَنْعَ. شامي: ج٥ ، ص٣٤٣ ، کتاب الرهن ،طبع رشيديه .

(٢): فتاوي حقانيه: ج٦ ، ص٢٢٨ .
 

سرته