تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
علي بنات: د سرطان ناروغي زما لپاره تحفه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 31, 2018
  0

د شتمن علي بنات د ژوند نادره کیسه

لیکنه : علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

علي بنات، شاید دا نوم تاسو ته نوی وي، تاسو تر اوسه نه وي اوریدلی، خو نن دا هغه نوم دی چي مسلمانان او غیر مسلمانان غواړي ورسره اشنا سي. غیر مسلمان ئې و همت او میړاني ته حیران دي او مسلمانان دده د ژوند په خبریدلو خپل ایمانونه تازه کوي.

 

علي بنات، د استرالیا په سډني کي اوسیدی، د زیاتي شتمنۍ لرونکی ځوان، کامیابه تجار او میلیونر  وو؛ هغه چي د شپږ لکه ډالرو په فراري موټر کي سپریدی، د لوئز واټن مارکه والا چپلکي چي ۷۰۰ ډالره قیمت ئې درلود او هغه بوټونه چي ۱۳۰۰ ډالره قیمت ئې درلود په پښو کول، د الماسو هغه لاس بند چي ده په لاس کوی ۶۰ زره ډالره قیمت ئې درلودی او دري سوه ډالره ارزښت درلودونکي عینکي ئې په سترګو کولې. خو دا هر څه هغه وخت تغیر سوه، چي ډاکترانو ورته وویل ستا ټول وجود د سرطان ناروغۍ نیولی دی! ته په سرطان اخته یې!

 

دا هغه خبر وو چي د علي بنات په ژوند کي لوی اوښتون راوست. خپله ټوله شتمني ئې و غریبانو او بې وزلو کسانو ته وقف کړه او و افریقا ته تر سفر وروسته ئې  د MATW یعني  Muslims in all the world  په نوم د خیریه ادارې بنسټ کښیښود، چي ددې لاري ئې د بې وزله کسانو سره مرسته کول او د هغوی اړین ورځني ضروریات ئې ور پوره کول.

 

 

ده د سرطان ناروغي د الله جل شانه لخوا تحفه او نعمت وبلل، دی وایي:  الحمد لله د ژوند پدې پړاو کي الله جل شانه د سرطان په ناروغۍ د مبتلا کیدو تحفه او نعمت راکړ او ما خپل ټول ژوند د خلکو سره و خدمت کولو ته تغیر کړ.

ددې پوښتني په جواب کي چي ولي د سرطان وژونکي ناروغي تحفه بولي، داسي وویل: الحمد لله، دغه ناروغي زما لپاره تحفه ده، ځکه الله ښه لوري ته ، و ماته د ژوند د تغیرولو موقع راکړه.

 

کله چي و علي بنات ته ویل کیږي، چي ته د سرطان په ناروغۍ اخته ئې او یوازي اووه میاشتي وخت لرې، نو دی خپله ټوله سرمایه او شتمني و صدقي ته وقف کوي،  خو اووه میاشتي ژوند ئې الله جل شانه ور  درې کاله کوي او پس له دري کالو   د ۲۰۱۸ کال د مئ د میاشتي پر ۲۹ نیټه یعني د ۱۳۹۷ کال د جوزا پر ۸ نیټه، د روژې د مبارکي میاشتپ پر ۱۳مه د همدې ناروغی څخه وفات کیږي،  إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ.

اللـهـم لا تحرمنا أجره ولا تفتنا بعده، واغفر لنا وله، واجمعنا معه في جنات النعيم يا رب العالمين.

 

دی وایي: دا هرڅه هغه وخت شروع سوه، چي کله زه د یو کس و هدیرې ته ورغلم چي د سرطان د ناروغی، څخه مړ سوی وو. زه په هدیره کي وم او د ځان په هکله مې فکر کوی. کله چي ته  مړ سې، نو په هغه دنیا کي ستا لپاره هیڅ شی نه سته، هیڅ څوک نه سته، نه مور، نه پلار، نه ورور او نه خور، بلکي یوازي ستا نیک او ښه اعمال سته. هغه یوازنی شی چي هلته ستا لپاره سته، هغه صدقه ده. چي ستا سره د قبر څخه نیولې بیا و الله جل جلاله ته تر رسیدو پوري مرسته در سره کوي.

 

د علي بنات له ژونده کوم درسونه زده کوو؟!

علي بنات له دې دنیا څخه ولاړ، د هغه و اولني د عیش، عشرت او ارام ژوند ته په کتلو، بیا ناببره د الله و طرف ته د راګرځیدلو او د سرطان د وژونکي ناروغۍ څخه د مړکیدلو د حالت په مشاهده کولو سره، لاندي څو درسونه زده کوو:

 

لومړۍ. الله ته شکر کوونکی اوسه!

علي بنات د الله شکر ادا کوی، چي ده ته ئې د سرطان ناروغي تحفه کړه، که وګورو نو سرطان ناروغي هیڅکله تحفه نه ده، بلکي مخامخ مرګ دی. خو دی ئې ځکه تحفه بولي چي ددې ناروغۍ په مټ ئې ژوند بدلون وکړ،  یو ښه مسلمان ځیني جوړ سو او شکر ئې ادا کوی. الله رب العزت د سورة ابراهیم په اووم ایت کي فرمایي:

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ

«او په ياد ولرئ، ستاسې رب خبردار كړي وئ چې كه تاسې شكر و باسئ؛ نو پر تاسې به لا زياته پېرزوينه وكړم او كه د نعمت ناشكري وكړئ؛ نو زما سزا ډېره سخته ده.»

او پر مصیبت او غم باندي راضي کیدل د صبر هغه تر ټولو لوړ حالت دی.

 

دوهم. ژوند دي تغیر که (د الله و طرف ته)!

کله چي علي بنات خبر سو، چي دی سرطان دی، نو خپل ژوند ئې تغیر کړ. خو ما او تا الحمد لله جوړ او روغ یو، راسه همدا نن، همدا اوس، مخکي تردې چي ناروغه سو، اوس لا خپل ژوند د الله سبحانه و تعالی و طرف ته تغیر کړو.

 

درېيم. مثبت فکر کوه!

که چیري علي بنات ددې خبر سره چي دی یوازي اووه میاشتي ژوند لري، له غم او ویري څخه ئې هرڅه پریښودلي او پر ځای کښینستلی وای، اوس به ئې یوازي مرګ نصیب سوی وای. خو ده حوصله له لاسه ور نه کړه، د مثبت فکر په کولو سره ئې افریقا ته سفر وکړ او د ژوند تر وروستیو پوري ئې هلته د غریبو خلکو لاس نیوی وکړ، چي دا اسلامیت او بشریت دی. او نن ئې په مرګ د ټول نړۍ خلک ویر کوي، خفګان ښيي او دعاګاني ورته کوي. او که داسي ئې نه وای کړي، نو علي بنات به داسي مړ کیدلای لکه نور ۷،۶ میلیونه کسان چي هر کال د سرطان د مریضي څخه مړه کیږي، او څوک ئې پېژني هم نه.

 

څلورم. د نورو په خدمت کي ژوند کول او ښه میراث پریښودل

علي بنات د ژوند په وروستي کال په افریقا کي یو مسجد او د یتیمانو یو تعلیمي مرکز جوړ کړی، چي دا به دده لپاره جاریه صدقه وي. ان شاء الله

او د MATW په نوم خیریه اداره ئې د میراث په توګه تر شا پریښودل، چي ان شاءالله ثوابونه به ئې الله تعالی ورکوي.

 

پنځم. پدې پوهیدل، چي ژوند موقتي او لنډ مهاله دی!

علي بنات د خپل ژوند په وروستیو اوو میاشتو کي د خپلو ګران بیه موټرو، ساعتونو او لباسونو څخه ډډه وکړه، ژوند ئې یوازي و الله جل شانه ته وقف کړ  او د اخرت په جوړولو بوخت سو. ( که څه هم بعضي ګران بیه شیان، چي د عبادت مانع نه وي، مشکل نه لري.) خو بیا هم علي بنات دا ټول شیان د الله عزوجل په لار کي ولګول!

 

الله عزوجل د بقري سورة په ۱۱۰ ایت کي فرمایي:

وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

لمونځ قائم كړئ، زكات وركړئ تاسې چې د خپل عاقبت له پاره څه نيكۍ سرته ورسوئ وړاندې يې ولېږئ د الله په وړاندې به هغه موجودې ومومئ څه چې تاسې كړي وي الله د هغو ټولو ليدونكى دى.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته