تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له روژې مي څه زده کړل؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 29, 2024
  0

لیکنه: انجنیر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


له روژې مې څه زده کړل؟


د الله او د الله د رسول پوره تابعداري کول.


له روژې مي دا زده کړل چي له روژې وروسته به هم د ژوند په ټولو امورو او کړنو کي د الله تعالی او د الله تعالی د رسول صلي الله علیه وسلم د اوامرو او فرامینو پوره پوره تابعداري کوم.


له روژې مې څه زده کړل؟ 


سیرت او صورت په نبوي طریقه برابره ول.


له روژې مي دا زده کړل لکه څنګه مي چي په روژه کي خپل سیرت او صورت په نبوي طریقه برابر کړی وو، داسي به یې په بوزه کي هم برابره وم.


له روژې مي څه زده کړل؟


غیبت نه کول.


له روژې مي دا زده کړل چي له روژې وروسته بوزه کي به هم د مسلمان ورور له غوښې خوړولو څخه ځان ساتم او غیبت به یې نه کوم.
له روژې مي څه زده کړل؟


دروغ نه ویل.


له روژې مي دا زده کړل چي په بوزه کي به هم د روژې غوندي له دورغ ویلو څخه ډډه کوم او په دې برخه کي به داسي فکر او انګېرنه  کوم چي اوس هم سرکښه شیطانان تړل شوي او دروغ باید بیخي ونه وایم او یایې محدود ووایم.


له روژې مي څه زده کړل؟


تهمت نه لګول.


له روژې مي دا زده کړل چي پر هيڅ مسلمان ورور او مسلماني خور به تهمت نه لګوم او نه به د بهتان داغ ور پوري تړم ځکه چي داعظیمه ګناه او ناروا کړنه ده.


له روژې مي څه زده کړل؟


د مسلمان ورور او د مسلمانې خور د پت خیال ساتل.


له روژې مي دا زده کړل چي د مسلمان ورور او د مسلمانې خور د پت به پوره پوره خیال ساتم او په دې برخه کي به هر قسم قرباني د مسلمان ورور او خور د پت د خوندیتوب لپاره نه دریغه وم.


له روژې مي څه زده کړل؟


ګناه کبیره نه کول.


له روژې مي دا زده کړل لکه څنګه مي چي په روژه کي ګناه کبیره نه کوله داسي به په بوزه کي هم د کبیره ګناهونو څخه ځان او جهان ژغورم.


له روژې مي څه زده کړل؟


په جمعې سره د لمانځه ادا کول.


له روژې مي دا زده کړل چي په بوزه کي هم باید د روژې غوندي پنځه وخته لمونځونه په مسجد کي په جمعې سره ادا کوم، ځکه چي په جمعي سره د لمانځه ادا کول د ټولنیزو فایدو سره سره اخروي فایدې هم لري.


له روژې مي څه زده کړل؟


د نفلي لمونځونو ادا کول.


له روژې مي دا زده کړل چي په خپل بوزه داره ژوند کي به د خپل وس مطابق کله نا کله د تهجدو، اشراق، څاښت، صلوت توبې، صلوت تسبیح  او نورو نفلي لمونځونو په وسیله به د ثوابونو له پکيچو څخه پوره پوره ګټه اخلم.


له روژې مي څه زده کړل؟


استغفار ویل.


له روژې مي دا زده کړل چي په ټول ژوند کي باید خامخا وخت نا وخت استغفار خپله وظیفه وګرځوم او په دې وسيله به د خپل نفس تزکیه کوم.


له روژې مي څه زده کړل؟


د مسنونو اذکارو ورد.


له روژې مي دا زده کړل چي د هر سهار او ماښام په شمول د څلرویشتو ساعتو ژوند او زنده ګي باید د مسنونو اعمالو او اذکارو په رڼا کي تېر کړم.


له روژې مي څه زده کړل؟


د قران عظیم الشان تلاوت کول.


له روژې مي دا زده کړل چي له روژې وروسته به هم د خپل وس مطابق د ستر اسماني کتاب قران عظیم الشان یوه حصه حتمي لولم، تر څو یې له ګڼو دنیاوي او اخروي فایدو او اجرونو څخه برخمن شم.


له روژې مي څه زده کړل؟


د صدقو او خیراتونو ورکړه.


له روژې مي دا زده کړل چي باید د خپل بدني او مالي ژوند بدني او مالي صدقې او خیراتونه د خپل وس مطابق نورو ته ډالۍ کړم.


له روژې مي څه زده کړل؟


حوصله او زغم.


له روژې مي دا زده کړل چي څنګه مي په روژه کي ډېرو مواردو کي حوصله کوله او له پوره زغم څخه به مي کار اخیسته اوس له روژې وروسته هم باید خپل ټول ژوند په پوره حوصلې او صله رحمۍ سره تېر کړم.


له روژې مي څه زده کړل؟


دعوتي پروګرامونه مخ ته وړل.


له روژې مي دا زده کړل چي له روژې وروسته به په ټولو دعوتي پروګرامونو کي د برخي اخیستو سره سره خپله هم دعوتي پروګرامونه مخ ته وړم.


له روژې مي څه زده کړل؟


پر نېکیو امر او له بدیو منع.


له روژې مي دا زده کړل چي د حدیث مطابق به پر نېکیو امر او له بدیو منع کولو دنده اجرا کوم.


له روژې مي څه زده کړل؟


ټولنېز ژوند اختیارول.


له روژې مي زده کړل چي خپل ټول ژوند باید د روژي د مبارکو شپو او ورځو په څېر په ټولنېزه بڼه مخ ته وړم.


له روژې مي څه زده کړل؟


له غریبو او بې وسو سره مرسته کول.


له روژې مي دا زده کړل چي روژه کي به مي څه دپاسه څوارلس ساعته خوراک او څښاک نه کاوه، نو باید درک کړم، هغه څوک چي ټوله بوزه او یا هم د بوزې اکثره وخت خوراک او څښاک نه کوي نو د هغوی به څه حال وي؟ له ځان سره باید قوي عهد او اراده وکړم چي د غریبو به د خپل وس مطابق لاسنیوی کوم.


له روژې مي څه زده کړل؟


تربیه او درس.


له روژې مي دا زده کړل چي روژه د مسلمان لپاره تربیت ګاه او درس ګاه ده، نو پکار ده چي راتلوونکی ژوند د روژې میاشتي څخه د تاثر اخیستني په توګه خپل ژوند برابر کړم.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته