تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام کي-۲
 
  August 15, 2014
  0

موسيقي اورېدل او د هغې ناوړه پايلي

ليکنه او ترتيب: نعمت الله شاكر
دوهمه برخه

د موسيقي د نيوي اضرار:

‍۱: موسيقي د اخلا قي فسا د مهم عا مل دى.
۲: د پرښتو يا ملائیکو د را نازليدو څخه مخنيوى كوي.
۳: په زړه كښې نفاق زرغونوي.
۴: د زنا طرف ته د تشويق  وسيله ده.
۵: د خپل ناموس په هكله د بې تفا وتى سبب گرځې.
۶: د خداى جل جلاله د رحمت څخه د ليري والي با عث گرځي.
۷: د كور څخه د خير او بركت د تلو اوفقر باعث گرځي.
۸: د زړه د سختى با عث ګرځي.

ځيني خلك په دې عقيده دي چي مو سيقي د روح غذا ده خو كه حقيقت ته وگورو نو ددوى دا دعوه بى ځايه ده ځكه كه  چيرې موسيقي د روح غذا واى نو ولې په غرب او اروپا کي د موسيقي له زياتې خپريدو سره سره اخلاقي فساد او عصبي نا روغۍ ورځ په ورځ زيا تيږي ؟؟؟

همدارنگه اوس په نړۍ کي موسيقي د مخدره موادو په حيث پيژ ندل سوې ده ، ځكه هغه كسان چي د موسيقي سره عادت سوي د هغو ټول فكر د موسيقى په هكله وي او د دوئ پر اعصابو باندې يو ډول سستي حاكمه وي او بيا دا خلك غير له شهوت، عشق بازى ، ښكلا پرستى څخه  نور څه نه پيژني او د دوى عقل د مو سيقى په واسطه داسې  محاصره سوى وي چي بيا دوى له عفت او حيا ، عدالت او انصاف ، ورورولى او غيرت څخه خلاص دي. (موسیقي د روح غذا نه بلکه د نفس غذا ده! په دې باندي نفس د زنا د تشویق او د ښځي د ښکلا په اورېدو مستي کوي! د روح غذا د الله تعالی ذکر دی!).

د موسيقى ضررونه دطب له نظره:

۱: د انسا ن په بدن کي د سيمپا تيك او پاراسيمپا تيك په نامه دوه ډوله اتومات (  خودكاره اعصاب ) مو جود دي چي دواړه د برابرى په حالت كي دي او د دوى برابري د بدن د نظم باعث ګرځي. هر كله چي د خارجي عواملو په نتيجه کي ددې عصبي سيستم نظم له منځه ولاړ سي نو انسان له زياتو جسمي او عصبي ضررونو سره مخا مخ كوي. يو له  هغو عواملو څخه  چي د دې  عصبي  سيستم  نظم د منځه  وړي  موسيقي ده.

۲: ډاكټرانو د اثا بته كړې ، چي مو سيقي د اعصابو د ضعيفوالي باعث گرځي او دډاكټرانو څو اتحاديو د حكومت څخه غوښتي چي په عامه ځا يونو كې د موسيقى او كنسرت څخه مخنيوى وكړي تر څو په نړۍ کي د عصبي ناروغيو مخه ونيول سي.

۳: موسيقي د زړه د حملې او زړه د درېدو با عث كرځي .طب وايي چي د زړه ددريدو يو مهم عامل هيجانات ( زيا ته خو شحالى يا زيات خفگا ن) دى او دا چه د موسيقي د اوريدو په اثر په انسان کي يو ډول هيجاني حالت رامنځته كيږي نو ځكه د زړه د حملې باعث گرځي او ډېرځله ليدل سوي چي سندر غاړي د زړه د حملې له امله مړه سوي دي.

۴: موسيقي د وينې د فشار د لوړيدو او ټيټيدو باعث گرځي. په دې هكله يو اروپايي پروفيسور خپله تجربه كړې ده او نتيجه يې داده:

نو موړي ډاكټر د يو مريض د فشار د كتلو پر وخت هغه ته اّرامه موسيقي واوروله نو په تعجب سره يي وليدل چي د مريض د وينې فشار د نارمل حالت څخه ډېر كښته سو. او كله چي يې سخته يا غليظه موسيقي ورته واوروله ويي ليدل چي د مريض فشار د عادي حالت څخه ډير لوړ سو، همدا رنگه يو بل آلما ني ډاكټر دا ثابته كړې ، چي موسيقي د سر دردي ، روحي او فكري خستگي باعث هم ګرځي.

۵: ليونتو ب او جنون.
۶: د عمر لنډوالى.
۷: د ځا ن وژنې عامل.
۸: د ليدو او اوريدود حس ضعيفو الى.
۹: د ظلم او جنايت سبب.
۱۰: موسيقي د استعمارگرانو لخوا د خلكو د غلامولو يوه وسيله ده. 
۱۱: موسيقي د الله جل جلاله د ذكر اوياد څخه د مخنيوي وسيله ده ځكه په هغه زړه کي چي د شيطا ن فاسد آواز ځاى ونيسي هلته بيا د الله جل جلاله ذكر قرار نه نيسي او آرام  نه مومي.

د نړى په ځينو ښارونو كې خلكو د مظاهرو او غونډو په ترڅ  کي له حكومتونو څخه و غوښتل چي د موسيقي او كانسرتونو مخه ونيسي او په ما ليزيا کي د يو ښار مسئو ل موسيقي  منع اعلان كړې او وايي  چي موسيقي  او سندري  په خلكو كي د فسا د او فحشاء باعث  گرځي او د ايټاليا  يو مشهور سندر غاړى چي اوس  يي دا نا وړه عمل پري  ايښى وايي چي موسيقي يوه شيطاني لوبه ده.

نو اى مسلما نه وروره !

اوس چي په دې حقيقت با ندې پوه سوې چي موسيقي او سندرې زيات تاوانونه لري او ستا د خوږ ژوند د بربادى باعث گرځي نو آيا اوس هم غواړى چي ځان په خپل لاس د هلا كت كندي ته ور وغورځوې ؟
آيا غو اړي چي ستا په زړه کي د خداى جل جلاله د ذكر پر ځاى د شيطان آواز ځاى ونيسى؟
آیا غواړې چي په تا کي د منافق خویونه پیدا سي او ديني احکام درته سخت سي؟

د هغو بې دينه خلكو په درواغجنو شعارونو غلط  نه سې ، چي موسيقي د روح غذا گڼي حال دا چي د موْمن د روح غذا د خداى جل جلاله ذكر دى .كه ته په دې نا وړه عمل ككړ يي نو پر ځان رحم وكړه ، كه ته د شيطان په دې دام کي گير يې نو له دې دام  څخه د خداى جل جلاله د رحمت پراخه غيږي ته پنا ه يوسه همدا نن له دې ناوړه عمل څخه ځان وژغوره او د هغو خاينو ، فاجرو او نړيوالو فسا د پلورونكو تجارا نو خولې د خاورو ور ډکي كړه چي غواړي ستا آرام  ژوند په كړاوونو او بدبختيو بدل كړي.

 (د موسیقۍ په بدل کي موږ الحمدو لله د ښایسته قاریانو په آوازونو کي د قرانکریم تلاوت لرو او همدارنګه په زړه پوري نعتونه لرو چي د زړه د خوشحالۍ تر څنګ دیني جذبه او نیک اعمال ته هڅونکي دي)

يادونه  په دې ليکنه کي د ډاکټر عبدالوحيد) منصور ( دليكني  څخه هم استفاده  سويده د هغه څخه په مننه !

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته