تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه سَرِيه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 10, 2020
  0


سیرت نبوي (۲۱۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


درېيم: د ابوبکرالصِدِّیق  رضی الله عنه  سَرِيه


د هجرت په شپږم کال د رمضان المبارک په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و وادي القرْى ته ولېږى ځکه هلته د فَزَارَه قبيلې غوښته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و وژني، د فزاره په قبيله کي يوه شيطانه ښځه وه چي اُم قَرفه ورته ويل کېده، دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژلو دپاره د خپلي کورنۍ څخه ديرش نفره جنګيالي سره يو ځاى کړي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ور ولېږى چي دغي ښځي او د دې کورنۍ ته جزاء ورکړي، په دغه سريه کي سَلَمه بن الأکوع رضی الله عنه  هم ور سره ؤ، سلمه بن  الأکوع رضی الله عنه  وايي:

 

زه د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  سره و وتم د سهار تر لمانځه وروسته موږ پر دغه قبيله حمله وکړه، هغه کسان چي وژل کېدل و وژل سوه خو ما يوه ډله وليدل چي ښځي هم پکښې وې او د غره و طرف ته په تېښته رهي وه، زه پر دې وبېرېدم چي تر ما د مخه به و غره ته و رسيږي او هلته بيا زه څه نه سم په کولاى نو مي د غره او د دوى په منځ کي غشي و ويشتل، دوى چي غشي وليدل و درېدل، په دوى کي يوه ښځه وه چي اُم قَرفه ورته ويل کېده او د دې سره د دې لور ور سره وه، دوى مي بنديان ونيول او ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ته مي راوستل، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  هغه د دې لور ما ته په بخښه را کړه خو بيا چه موږ مدينې منورې ته راغلو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اُم قَرفه لور زما څخه وغوښتل او مکې کرمې ته یې ولېږل چي په دې سره يې د مسلمانانو بنديان د هغه ځايه څخه را خلاص کړه، ام قرفه چي ډيره شيطانه ښځه وه د خپل بد عمل په جزاء ورسېدل، دا هغه ښځه وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژلو إراده يې کړې وه او د خپلي کورنۍ څخه يې دېرش نفره جنګي پهلوانان د دغه کار دپاره تيار کړي وه، خو دا او هغه دېرش نفره يې ټول و وژل سوه.

 

 ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته