تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) رنګارنګ فضیلتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 28, 2020
  0

د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  رنګارنګ فضیلتونه

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ابوبکرالصّدِّیق(رض)  د فضیلتو څخه یو  فضيلت دا دى چي رسول الله(ص)  د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  لور حضرت عائشه (رض) په نکاح کړه، د نکاح په وخت کي حضرت عائشه(رض) د عُمر په نهم کال کي وه او پسله درې کاله څخه يې واده کړه چي هغه وخت يې عُمر دولس کاله ؤ  او دغه واده پسله هجرته څخه ؤ. 


ابوبکرالصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  سره ټولو غزاوو ته حاضر سوى دى، هيڅکله د يوې غزاء څخه نه دى پاته سوى، او په ډيرو غزاوو او سريو کي د مسلمانانو د بيرغ وړونکى او اخستونکي هم دئ(رض)  ؤ، حتّْی د رسول الله(ص)  په آخري غزاء کي چي د تبوک غزاء وه د مسلمانانو بيرغ د ده (رض)  څخه ؤ.


یوه ورځ رسول الله(ص)  د خپلو مبارکو اصحاب کرامو سره ناست ؤ او وې فرمایل: د جنتیانو څخه هر یوه ته د جنت له دروازو څخه د یوې دروازې له طرفه ور ناري کیږي، چي راسه یا را داخل سه، یعني: که څوک د لمونځ کوونکو څخه ؤ د لمانځه له دروازې څخه ور ناري کیږي، که څوک د روژه نیوونکو څخه ؤ د روژاتیانو له دروازې څخه چي رَیّان ورته ویل کیږي ور ناری کیږي، که څوک د مجاهدینو څخه ؤ د جهاد له دروازې څخه ور ناري کیږي، که څوک د خیرات کوونکو او صدقه ورکوونکو څخه ؤ د صدقې له دروازې څخه ور ناري کیږي، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پوښتنه وکړه ویل: یا رسولَ الله! آیا داسي یو څوک به هم وي چي د دغو ټولو دروازو له طرفه څخه دي ور ناري کړل سي؟ رسول الله(ص)  تبسم وکړی او ویل هو یا ابابکر! او زما دا امید دی چي ته به د هغو کسانو څخه یې چي د ټولو دروازو له طرفه ور ناري کیږي.


د رسول الله(ص)  دا عادت ؤ چي کله کله به یې د اصحاب کرامو ایماني درجه ځان ته معلومول، یا په بل عبارت د دوی د ایمان پر ثُبات او د عبادت سره پر شوق به یې خپل اطمینان حاصلاوه، نو یوه ورځ رسول الله(ص)  د اصحاب کرامو سره د سهار لمونځ آداء کړی پسله لمانځه څخه یې دوی ته وکتل او پوښتنه یې ځني وکړه: په تاسي کي چا نن روژه نیولې ده؟ 


خلک ټول چپ وه حضرت عُمر فاروق(رض)  و ویل: یا رسولَ الله! ما د شپې څخه د روژې نیت نه دی کړی نو ځکه اوس مي روژه نه ده، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: ما برايي د شپې د روژې نیت کړی دی نو اوس مي روژه ده.


رسول الله(ص)  بیا پوښتنه وکړه: نن څوک د مریض پوښتني ته ور رغلی دی؟ حضرت عُمر فاروق(رض)  و ویل: موږ له کوره مسجد ته راغلو او تر اوسه د مسجده نه یو وتلي نو د مریض پوښتنه به مو څنګه یا چیري کړې وي. 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)   و ویل: یا رسولَ الله زه د کوره و مسجد ته را و وتم خو پرون خبر سوی وم چي زما ورور عبدالرحمْن بن عوف(رض)  مریض دی، دغه اوس چي مسجد ته راتلم د ده د کور پر طرف ورغلم ځکه زه پوهېدم چي هغه د سهار د لمانځه دپاره ویښ دی نو اول مي د ده پوښتنه وکړه او بیا مسجد ته راغلم.


رسول الله(ص)  بیا پوښتنه وکړه: نن چا صدقه ورکړې ده؟ یا نن چا و مسکین ته خواړه ورکړي دي؟ حضرت عُمر فاروق(رض)  و ویل: یا رسولَ الله! موږ اوس د سهار لمونځ آداء کړی او د خپلو ځایو څخه نه یو ښورېدلي نو چیري به مو مسکین لیدلی وي چي صدقه ورکړو. 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: زه چي مسجد ته را داخل سوم یو مسکین مي ولیدی چي سوال یې کاوه او زما د زوی عبدالرحمْن په لاس کي د اوربشني ډوډۍ یوه ټوټه وه هغه ډوډۍ می د عبدالرحمْن د لاسه واخستل او هغه مسکین ته مي ورکړه، رسول الله(ص)  و فرمایل: یا ابابکر! و تا ته په جنت سره زېری درکوم، دا داسي خویونه دي چي په یو چا کي سره یو ځای سي هغه ته په جنت سره زېری ورکول کیږي. 


او بیا حضرت عُمر فاروق(رض)  و ویل: داسي د خیر کار نسته چي ابوبکر دي هغه کار تر نورو د مخه نه وي کړی.


عبد الله بن مسعود(رض)  وايي: ما په مسجد کي لمونځ کاوه چي رسول الله(ص)  په داسي حال کي مسجد ته راغلی چي ابوبکر الصّدِّیق او عُمر فاروق(رض)  ور سره ملګري وه او ما تر لمانځه وروسته دعاء کول، نو رسول الله(ص)  و فرمایل: غواړه هرڅه چي غواړې درکول کیږي، او بیا یې زما د قرآن مجید د ویلو په باره کي و فرمایل:  که څوک خوښ لري چي قرآن تر او تازه و وايي نو دي یې د ابن ام عبد په قرائت سره وايي [دغه د رسول الله(ص)  خبري یا قولونه په خپله عبدالله بن مسعود نه واورېدل] نو عبدالله بن مسعود(رض)  وايي زه پسله لمانځه او دعاء کولو خپل کور ته ولاړم خو ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د دغه زیري او خبر راوړلو دپاره زما کور ته راغلی چي رسول الله(ص)  ستا د قرآن مجید د تلاوت او دعاء کولو په باره کی دغسي او دغسي و فرمایل، بیا حضرت عُمر فاروق(رض)  د دغه زیري او خبر راوړلو دپاره زما کور ته راغلی خو وې لیده چی ابوبکر الصّدِّیق(رض)  زما دکوره څخه ور و وتی او تر ده دمخه یې دغه زیری ما ته راوړی دی. 


نو حضرت عُمر فاروق(رض)  و ویل: ته و  هر خیر ته د مخه ورتلونکی یې یا ابابکر!


د تبوک د غزاء په وخت کي رسول الله(ص)  وليدل چي ډير داسي خلک سته چي غزاء ته د تللو نيت او إراده لري مګر د هغو سره د تللو دپاره مال او بوده نسته نو  يې په مسجد نبوي کي مسلمانان سره را ټول کړه او د هغو څخه يې وغوښتل چي د دغو غريبو خلکو سره مرسته وکړي، صدقه او د تبرع مال ورته را ټول کړي، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم د مسجد څخه و وتى چي يو شئ را وړي، عُمر فاروق(رض)  هم ولاړ سو غواړي چي يو شئ راوړي، حضرت عُمر(رض)  وايي: دغه د مال او صدقې غوښتنه په داسي وخت کي وه چي زما سره مال موجود ؤ او دا اول وار دى چي زه د مال خاوند وم او مال لرم (نو دا زما دپاره يوه موقع وه چي ممکن تر ابوبکر(رض)  د مخه سم) حضرت عُمر(رض)  وايي:

 

نو مي د ځانه سره و ويل: نن به تر ابوبکر د مخه کېږم، نو حضرت عُمر(رض)  د هغه ماله څخه چي د ده سره موجود ؤ نيم مال را وړى، رسول الله(ص)  ورته و فرمايل: يا عُمر! خپلي كورنۍ ته دي شی پرېښاوه؟ حضرت عُمر(رض)  و ویل هو، هغو ته مي خپل نیم مال پرېښاوه او نیم مي تا ته راوړی، رسول الله(ص)  په خوشاله سو د خير او برکت دعاء يې ورته وکړه، پسله لږه وخته ابوبکر الصّدِّیق(رض)  راغلى او خپل ټول مال هرڅه چي يې درلودل هغه يې راوړل او رسول الله(ص)  ته يې کښېښوول، رسول الله(ص)  ور ته و فرمايل: يا ابا بکر! خپلي کورنۍ ته دي شئ پرېښاوه؟ ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ويل: هغو ته مي الله او رسول الله پرېښوول.


 سبحان الله! دا د صِدِّیق(رض)  صِدق او اخلاص، ايمان او يقين ؤ چي رزق د الله(ج)  له طرفه څخه دى او واقعي توکل يې هم پر هغه الله ؤ نه پر مال، رسول الله(ص)  د خير او برکت دعاء ورته وکړه.  


عُمر فاروق(رض)  وليدل: په دغه وخت کي چي ده دا نيت او إراده هم  کړې وه چي تر ابوبکر(رض)  به د مخه کېږم، بيا هم نه سو د مخه، نو یې و ويل: 


يا ابا بکر! والله هيڅ وخت تر تا نه سم د مخه کېدلاى. 


دا هغه د خير په کارو کي تنافس، مسابقه او مقابله ده.


آیا نن ورځ هم داسي څوک سته چي خپل ټول مال دي د الله(ج)  په لار کي مصرف کړي؟ 


خو ابوبکرالصّدِّیق(رض)  دغه کار درې ځله کړی دی ابوبکر الصّدِّیق(رض)  خپل ټول مال درې واره د الله(ج)  په لار کي ورکړی دی:


یو وار د اسلام په شروع کي د ضعیفه مسلمانانو د رانیولو او آزادولو په وخت کي.


دوهم وار د هجرت په وخت کي.


درېیم وار د تبوک د غزاء په ورځ د غریبو مسلمانانو د مجهز کولو دپاره.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: خلفاء  راشدين


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته