تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عُمر(رض)د خلافت په موده کي فتوحات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 22, 2022
  0

د حضرت عُمر(رضي الله عنه)د خلافت په موده کي فتوحات


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د حضرت عُمر(رضي الله عنه)د خلافت په موده کي مسلمانانو د هغه وخت د مځکي د مخ و هغو دوو لويو دولتو او قوتو ته چي فارس او روم ورته ویل کېده ماته او شکست ورکړه او د هغو مملکتو مځکي یې د اسلام تابع وګرځولې.


دغه دوه مملکته عیناً د نن ورځي روس او امریکا وه چي فارس یې لکه روس شرقي او آسیایي مملکت  ؤ، خلک یې بې عقیدې او آتش پرسته وه، خو روم  غربي او اروپايي مملکت  ؤ لکه د نن ورځي امریکا او خلک یې مسیحیان وه، نو د مسلمانانو له طرفه اول فارس داسي شکست وخوړی چي پاچهي یې ټک ټک سوه او بیا په وروسته کي رومیانو ته په ډیرو ځایو کي ماته او شکست ورکړل سوه او ډیر ځایونه یې مسلمانانو تر خپل تسلط لاندي راوستل.  


د حضرت عُمر(رضي الله عنه)د خلافت په موده کي عراق، فارس، خراسان، مصر، شام، او د شمالي افريقا يوه حصه فتحه سوه او تر دغو ټولو فتوحاتو لوى او مهم برئ هغه دي  چي د هغه وخت د مځکي پر مخ تر ټولو لوى او قوي دولت يې بالکل د بينه يوړى چي هغه د فارس امپراتوري وه، چي څنګه يې د هغو ريښه ور وکښه او کمبله يې ور ټوله کړه، اوس به د هغه اسلامي فتوحاتو په باره کي چي د حضرت عُمر(رضي الله عنه)د خلافت په موده کي سوي دي مفصل بيان درته وړاندي سي. 


موږ مخ کي و ویل: د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه)د خلافت په آخري وختوکي مُثنْی بن الحارثه(رضي الله عنه)د عراق والي او عسکري مشر ؤ او دا هغه وخت ؤ چي خالد بن وليد سيف الله المسلول پسله هغه څخه چي د ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه)په امر يې د عراق ډیر ځایونه فتحه کړه او بيا يې عراق پرېښاوه او شام ته د دې د پاره ولاړى چي هلته د يرموک په جنګ کي ګډون او اشتراک وکړي، نو د خالد بن وليد(رضي الله عنه)په غياب کي د عراق دولتي او عسکري چاري مُثنْی بن الحارثه(رضي الله عنه)إداره کولې او د خليفه له طرفه يې د نوو اوامرو انتظار ايستى، 


خو د ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه)له طرفه اخبار او اوامر و ځنډېده، نو په خپله مُثنْی(رضي الله عنه)د مدينې منورې پر طرف رهي سو غواړي چي د حالاتو څخه خبر او مطمئن سي او همدارنګه د ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه)څخه اجازه واخلي چي د هغو مرتدينو څخه هم د جهاد په کاروکي کومک واخلي کوم چي بېرته مسلمانان سوي دي او اسلام يي په صدق او اخلاص سره دى، دا ځکه چي ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه)امر کړى ؤ : کوم کسان چي مرتد سوي او بيا بيرته مسلمانان سوي دي د هغو څخه دي په جهاد کي کومک نه اخستل کيږي.  


مُثنْی(رضي الله عنه)  هغه وخت مدينې منورې ته ورسېدى چي ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه)په هغه مريضي مريض ؤ چي پکښي وفات سو او د مرګ  پر بستر پروت ؤ، دا خو درته معلومه ده چي د ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه)له طرفه د ده تر وفات وروسته حضرت عُمر(رضي الله عنه)  خليفه ټاکل سوى ؤ، او تر خپل وفات دمخه يې حضرت عُمر(رضي الله عنه)ته دا وصيت هم کړى ؤ چي د مُثنْی سره د جهاد دپاره نفر ولېږه. 


سبحان الله! تاسي د مسلمانانو د امير او خليفه حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه)و دغه مسئوليت ته وګورى چي جهاد في سبيل الله او د اسلام نشرول يې د ځان داسي لازمي وظيفه بلل چي د مرګ پر حال يې هم جهاد نه هېراوه او و هغه ته متوجه ؤ، او دا چي ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه)په خپله د مُثنْی(رضي الله عنه)د كومک دپاره نور نفر نه وه ور لېږلي يا يې نه ور لېږل د هغه سبب دا ؤ چي د ده(رضي الله عنه)  سره هيڅ لښکر نه ؤ پاته، د مسلمانانو ټوله لښکري شام ته تللي وې او هلته د روم سره په جنګ مشغوله وې، نو ځکه يې عُمر(رضي الله عنه)ته امر او وصیت وکړى چي څومره لښکر چي جوړولاى سې جوړ يې که او د مثنْی (رضي الله عنه)سره یې عراق ته ولېږه.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته