د حضرت عبدالله بن عباس د نبوغ سببونه:
لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عبدالله بن عباس خورا هوښيار، د زیات علم خاوند، حاضر جواب او د ستري تقوا څښتن وو.
ابونعیم اصفهاني روایت کوي چي عبدالله بن عباس راته وويل: رسول کريم د خیر کثیر دعاء راته وکړه او راته ويې ويل چي د قرآن ښه ترجمان به ته يي.
د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه د نبوغ سببونه علماء کرامو دغه لاندي دلایل ذکر کوي:
لومړی: رسول اکرم صلی الله عليه وسلم دعاء ورته کړې وه، چي "اللَّهم علِّمه الكتاب والحكمة"
دوهم: د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په کورنۍ کي لوی سوی دی او د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم سره دوامداره ملګرتيا ئې ور په برخه سوې ده، د اکا زوی توب سره-سره ئې خاله(حضرت ميمونه)د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم مېرمن وه. نو د رسول مقبول صلی الله علیه وسلم په کور کي بې تکلیفه اوسیدای سوای.
د رېيم: د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم تر رحلت وروسته ئې د اکابرو صحابه وو ملازمت اختيار کړی دی