تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دحضرت حنظله (رضي الله عنه) د پریشانی کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 9, 2021
  0

دحضرت حنظله (رضي الله عنه)  پریشانی کیسه 


رالیږونکي : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 یوه ورځ یوصحابي حضرت حنظله (رضي الله عنه) ولیدل چی ډیر د پریشانی په حال کي روان وو او دا یی هم ویل (نافق حنظله) یعنی حنظله منافق شو په لارکی د حضرت ابوبکر(رضي الله عنه) سره یوځای شو .


او حضرت ابوبکرصدیق(رضي الله عنه) ورته وویل چی د پریشاني وجه دي څه ده ؟ نوحنظله (رضي الله عنه) وفرمایل کله چی موږ د حضرت رسول (صلی الله عليه وسلم)په حضورکښي یو نوداسپ معلومیږي لکه چي موږ جنت او دوزخ د سرپه سترګو وینو لیکن کله چي خپل کوراو کوچنیانو ته ورځو هغه کیفیت نه پاتي کیږي .

 

حضرت صدیق(رضي الله عنه) وفرمایل که چیري د نفاق څخه ستا دغه مطلب وی نوزما دغه حالت دی درځه چی درسول الله (صلی الله عليه وسلم) خدمت ته ورشو او پوښتنه به ځني وکړو کله چی رسول الله(صلی الله عليه وسلم) ته ورغلل اوپوښتنه یي وکړه نوحضرت رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) په ځواب کي داسي ارشاد وکړ که چیري وروسته هم هغه کیفیت پاتي وای کوم چي زما په حضورکي وي نو به ملائکي ستاسو سره مصافحه وکړي لیکن ستاسو لپاره کله دغه حالت ښه دي اوکله هغه حالت  معلومه  شوه چی د رسول اکرم د صحبت اثر وو چی جنت او دوزخ داسی ورته معلومیدو لکه چی په خپلو سترګو یی وینی .

 

لیکن: الله تعالی ته دا منظوره نه ده چی بنده دی ټول وخت په بشپړ استحضار کی وی ولی چی ددنیا د ابادی کاربیا څوک ترسره کوي ؟ له دي کبله د بنده توجه بل لوری ته راګرزوی چی ددنیا کاروبار هم وچلیږي .

 

ماخذ : دعلم او عمل ملګرتیا 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته