تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عمواس د طاعون تاریخي پیښه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 28, 2020
  0


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د هغو لويو واقعو څخه چي د حضرت عُمر ؓ  په وخت او زمانه کي په شام کي پيښي سوي دي يوه واقعه د (طاعون عمواس) واقعه ده، طاعون عمواس د هجرت په اتلسم کال کي پېښ سو او دغه ذکر سوي فتوحات ټوله د هجرت تر اتلسم کال د مخه وه، د حضرت عُمر ؓ د خلافت څلور کاله نه وه پوره سوي چي دغه ټول فتوحات وسوه، د هجرت په اتلسم کال کي حضرت عُمر فاروق ؓ  إراده وکړه چي دوهم وار بيا شام ته ولاړ سي، ځکه شام د مسلمانانو د حکم تابع سو، نو يې غوښته چي د هغه ځاى خلک او مسلمانان د نژدې و ويني، کوم وخت چي حضرت عُمر ؓ تر تبوک ور تېر سو او د شام مځکي ته داخل سو خبر راغلى چي په شام کي د طاعون مرض نشر سوى دى چي طاعون عمواس ور ته ويل کيږي.


 د شام واليانو او آمرانو شام پرېښاوه او د حضرت عُمر ؓ مخي ته ورغله او د دغه طاعون په باره کي مشوره ور سره کوي، ځکه طاعون دومره شديد سو چي ډیر مسلمانان يې و وژل، په يوه ورځ کي ډير شمېر خلک مړه کېدل.


حضرت عُمر ؓ په دغه منطقه کي و درېدى، توقف يې وکړى نور د شام پر طرف مخ ته نه ولاړى او ويل مهاجرين او انصار دي ما ته سره را ټول سي. هغوی هم سره يو ځاى سوه، حضرت عُمر ؓ د مشورې پر قسم ورته و ويل: څه واياست دغه سفر پسي پوره کم او که بيرته وګرځم؟ د خلکو په رأیه او نظرکي اختلاف پيدا سو، څوک وايي نور هم مخ ته ولاړ سه دغه سفر دي پسي پوره کړه او څوک بيا وايي: يا بيرته مدينې منورې ته ولاړ سه.


حضرت عُمر ؓ و ويل: اوس تاسي ولاړ سى، خلک هم د ده د مجلس څخه ولاړه، بيا يې ږغ وکړی چي یواځي مهاجرين الأولين دي ټول راسي، دا وار مهاجرين ور ته را ټول سوه، ويل تاسي څه واياست؟ دغه خپل نيت پسي پوره کم که بيرته مدينې منورې ته ولاړ سم؟ هغو و ويل: يا امير المؤمنين! بيرته مدينې منورې ته ولاړسه، دا وار د ټولو دغه يو نظر ؤ کوم اختلاف نه ؤ پکښي موجود.


په دغه وخت کي د شام د قواوو عمومي قومندان ابو عبيده ؓ را ورسېدى، ځکه هغه ته دا خبر ورغلى ؤ چي امير المؤمنين غواړي چي بيرته ولاړ سي، دغه خپل سفر د هغه طاعون په سبب نه پوره کوي، نو و حضرت عُمر ؓ ته راغلى او ويل ته د الله جل جلاله د قَدَر څخه تښتې؟ دا الْهي قَدَر دى که ستا په نصیب ؤ او در پېښېدى خامخا در پېښيږي، ته څنګه د الله جل جلاله د قَدَر څخه تښتې؟


عُمر فاروق ؓ و ویل: که بل چا دغه خبره کړې واى حق يې ؤ، مګر ته يا ابا عبيده! دغه خبره کوې؟ زه د الله جل جلاله د قَدَر څخه د الله عزوجل و قَدَر ته تښتم، زه چيري ځم؟ موږ ټوله په هر ځاى کي چي يو د الله جل جلاله تر قَدَر لاندي يو د وتلو لار نه لرو، مګر د مثال پر ډول به درته و وایم: ته اوښان لرې او هغه پيايې، هلته یوه شېله ده چي دوه ښاخه لري یا دوه طرفه لري په يوه ښاخ یا طرف کي یې واښه لږ دي او په بل ښاخ یا طرف کي یې واښه ډير دي ته دغه خپل اوښان چيري پيايې؟ ابو عبيده ؓ و ويل: په هغه طرف کي چي ډير واښه لري، حضرت عُمر ؓ و ويل: نو ته دغه اوښان د الله جل جلاله په قَدَر نه پيايې؟ بلکه ته د الله جل جلاله په قَدَر د هغي وچي منطقې څخه ليري کيږې او هغه شنې منطقې ته ورځې، هر شئ او هر ځای د الله جل جلاله په قَدَر او قدرت کي دى.


ابو عبيده  ؓ نه قانع کېدى پر هغه خپل فکر او نظر پاته ؤ، نو ويل: ماته اجازه راکه چي زه بيرته ولاړ سم، زه د شام د خلکو امير او مسئوله يم، په دغسي حال کي زه هغه خلک نه سم پرېښوولاى او زما فکر دا دى چي زه بايد د طاعون څخه و نه تښتم، حضرت عُمر ؓ دئ پرېښاوه ويل: ته او ستا نظر، نو يې د خداى په اماني سره وکړه او ابو عبيده ؓ يې مچ کړى، ځکه حضرت عُمر ؓ پوهېدى چي بيا يې نه سم ليدلاى، دغه نو د حضرت عُمر ؓ او ابو عبيده ؓ آخري ملاقات او رخصت ؤ.


پسله هغه څخه چي ابو عبيده ؓ ولاړى عبد الرّحمْن بن عوف ؓ چي په يوه کار پسي تللى ؤ بیرته راغلی، کله چي په موضوع او حادثه خبر سو نو یې و ويل په دغه موضوع کي زما سره د رسول الله ﷺ حديث سته، حضرت عُمر ؓ ويل: تر اوسه چيري وې؟ موږ په داسي چا پسي ګرځېدو چي د هغه سره د دغي مسئلې حل موجود وي، په دغه باره کي زموږ خبري ټوله زموږ اجتهاد ؤ کوم شرعي نص نه ؤ را سره موجود، عبد الرّحمْن بن عوف ؓ و ویل: ما د رسول الله ﷺ  څخه واورېده چي وې فرمایل: «که د يو قوم په مځکه کي طاعون ؤ تاسي مه ورځئ او که په هغه مځکه کي واست مه ځني وزئ»


 دا هغه صِحي قلا بندي ده، دا چي رسول الله ﷺ  فرمايي: د طاعون او وبا و مځکی ته مه ورځی، معلومه خبره ده چي تاسي په هغه مرض اخته نه سی، او دا چي فرمايي: مه ځني راوزی. دا کار  د دې د پاره کیږي چي دغه مرض په نورو ځايو کي نشر نه سي. نو که تاسي د مرض او وباء په مځکه کي واست مه ځني وزئ او هغه څوک چي د باندي وي و دغي مځکي ته دي نه ورځي.


دا داسي حکم دی چي د نن ورځي پر مخ تللى طب هم دغه وايي، د دغي موضوع تفصيل زما د نشر سوو فيتو په هغه سلسله کي واورى چي د (طب او اسلام) په نامه سره ياديږي.


بيا نو حضرت عُمر ؓ امر وکى چي بيرته مدینې منورې ته درځى، هغه خپل د شام سفر يې نه کى پوره او بيرته را وګرځېدی.


عَمرو بن العاص ؓ د ابو عبيده ؓ سره شام ته ولاړى، په لار کي ابو عبيده ؓ د طاعون په مرض وفات سو او هلته په شام کي ښخ کړل سو، د ابو عبيده  ؓ تر وفات وروسته عَمرو بن العاص ؓ د مسلمانانو د لښکر عمومي قومندان و ټاکل سو، عَمرو بن العاص ؓ مسلمانان امر کړه چي غرو ته ولاړ سي سره جلا سي، چي يو د بل څخه مرض وانه خلي، دا د طاعون عادت دى چي په ګڼو او ډيرو خلکو کي نشريږي، ساري مرض دى د يوه څخه و بل ته نقليږي، نو ويل په غروکي سره و پاشل سئ، خلکو کلي او ښارونه پرېښوول غرو ته ولاړل او لږ لږ نفر سره يو ځاى او ملګري وي، څه موده وروسته د الله جل جلاله په إراده طاعون و درېدى او مرګونه لږ سوه، په کراره کراره مرض ورک سو، حضرت عُمر ؓ ته د عَمرو بن العاص ؓ د دغه امر او ښه تصرف خبر و رسېدى، هغه هم ډير په خوشاله سو د عَمرو صفت يې وکى په خير يې ياد کړى او ويل ښه کار يې وکړی، د مرض تر ورکېدلو وروسته خلک بيرته د غرو څخه ښارو ته راغله، د عَمرو ؓ دغه ښه اقدام د الله جل جلاله په إراده ؤ او که دغه حکيمانه اقدام نه واى ښايي نور هم ډير خلک په هلاک رسېدلي واى.

 

د میراث د وېشلو په هکله مشکل

د دغه ډير مرګ په سبب چي د طاعون په مرض پېښ سو د مسلمانانو په منځ کي يو فقهي مشکل پيدا سو، هغه دا چي د ميراث تقسيمول مشکل سوه، څوک يې نه سي وېشلاى، مثلاً يو نفر مړ سو، د مخه تر دې چي ميراث يې و وېشل سي هغه وارث يا وارثان هم مړه سوه، د دوهم مړه سوي نفر ميراث لا نه دى وېشل سوى چي د هغه وارث هم مړ سو، نو دغه ميراث څنګه ووېشل سي؟ نوى حساب او نوى مشکل دى چي د اول وار د پاره د مسلمانانو په منځ کي دغه حالت پيښيږي، علماء او فقهاء په حيرت کي دي چي ددغه ميراث تقسيم څنګه وکي؟ نو یې حضرت عُمر فاروق ؓ ته حال ولېږى چي څنګه وکړو؟ هغه د اصحاب کرامو سره مشوره وکړه او پسله مشورې يې و ویل: زه بايد د مسلمانانو پر ښارونو وګرځم، او اول بايد شام ته ولاړ سم چي دغه د ميراث مشکله مسئله چي د ډيرو مرګونو په سبب پېښه سوې ده حل کړم، نو حضرت عُمر ؓ شام ته ولاړى او دئ هغه څوک دى چي د دغه ميراث په باره کي يې فتواوي ور کولې، نو هغه مسئلې چي په هغو کي د دغه ډير مرګ په سبب اختلاف پېښ ؤ هغه يې ثابته کړې او د ميراث د پاره يې داسي يو تفصيلي نظام جوړ کړى، چي د طاعون تر پېښېدلو د مخه په دغه تفصيل سره نه ؤ موجود، لکه الله جل جلاله چي إراده درلوده چي د ميراث قانون په ټولو اجزاوو او جزئياتو را ته تفصيل او پوره کړي.

هو، د مخه د ميراث اساس ټول موجود ؤ، مګر ځيني داسي مسائل چي نادري او يو وخت پيښيږي الله جل جلاله د صحابۀ کرامو په وختونو کي د حضرت عُمر ؓ په واسطه را ته معلوي او مفصلي کړې.


 حضرت عُمر ؓ په خپل دغه درېيم سفر کي چي شام ته یې وکړی (اول سفر خو يې د قدس د فتحه کولو د پاره ؤ، د دوهم سفر څخه بيرته په لارکي را وګرځېدی) نو په دغه درېيم سفر کي يې امر وکړى چي د مسلمانانو ټول مشران او قومندانان دي سره راټول سي، نو تقريباً ټول مسلمانان په الجابيه کي سره يو ځاى سوه، الجابيه په سوريه کي د جولان په منطقه کي يو ځاى دى، په دغه ځاى کي مسلمانان سره يو ځاى سوه، چي دغه نو په هغه وختونو كي د مسلمانانو تر ټولو لويه اجتماع او ټولنه وه، فتوحات او جنګونه پاى ته رسېدلي وه، د روم او فارس حکومتونو ته ماته ور کړل سوې وه، پسله ډيره وخته د اصحاب کرامو مشران او لويان چي جهاد سره پاشلي او ليري کړي وه، په الجابيه کي سره يو ځاى سوه.

 

د حضرت بلال رضی الله عنه اذان
دلته نو مسلمانانو د حضرت عُمر ؓ څخه و غوښتل چي نن دي بلال ؓ آذان وکړي، تاسي ته معلومه ده چي حضرت بلال ؓ د رسول الله ﷺ  تر رحلت وروسته آذان نه ؤ کړى، د هغې ورځي څخه يې و ویل: زه بيا آذان نه کوم، دا نه چي ده آذان نه کاوه بلکه آذان يې د رسول الله ﷺ  د ياد په سبب نه سواى پوره کولاى، دلته نو حضرت عُمر ؓ و حضرت بلال ؓ ته ور ږغ کړه او ويل يا بلال! نن د الله جل جلاله د ورځو څخه لويه ورځ ده، ټوله دنيا د روم او فارس شکست ويني او د مسلمانانو برئ او کاميابي ويني، د مسلمانانو لښکري ويني چي هيڅوک مقابله نه سي ور سره کولاى، نو يا بلال! موږ ته آذان وکړه، بلال ؓ چي په خپله هم دغه حال ويني د ده په زړه کي هم د آذان کولو شوق پيدا سو، اوس نو د جولان په هغو لوړو کي چي نن ورځ د مسلمانانو د بې اتفاقۍ په سبب د يهودو په لاس کي دي حضرت بلال ؓ و درېدى او آذان کوي، بلال ؓ په آذان شروع وکړه: الله اکبر الله اکبر، مسلمانانو په ژړا شروع ور سره وکړه، خاصتاً د صحابۀ کرامو خپل محبوب رسول الله ﷺ ور په ياد سو، دا هغه بلال او هغه آذان دى چي د رسول اللهﷺ  په حضور کي به يې دغه آذان کاوه، صحابۀ کرامو د رسول اللهﷺ  تر رحلت وروسته دغه آواز نه ؤ اورېدلى، حضرت بلال ؓ آذان کوي: الله اکبر الله اکبر، الله اکبر الله اکبر، اشهد أن لا إله إلا الله، أشهد أن لا إله إلا الله، کوم وخت چي یې و ويل: أشهد أن محمداً رسول الله، بلال و ژړل، او د مسلمانانو آوازونه هم په ژړا ور سره لوړ سوه، د رسول الله ﷺ هغه وخت یې ور په ياد سو چي د دوی په منځ کي به ناست ؤ او دغه آذان به کېدی، دا ژړا دومره شديده سوه چي بلال ؓ په لوړ آواز ژاړي، نور يې نه سواى کولاى چي آذان پوره کي او پوره يې هم نه کړى.
 دغه ورځ د الله جل جلاله د ورځو څخه لويه ورځ وه، او د مسلمانانو د پاره د لويي فتحي او کاميابۍ ورځ وه چي اسلام او د هغه احکام په دغو ښارونو کي ثابت او قائم سوه.

 

ماخذ: د خلفاء راشدینو ؓ  تاریخ

 

سرته