تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د عبدالله بن سعد بن ابي سرح اسلام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 22, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۶۱برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د عبدالله بن سعد بن ابي سرح اسلام

 

موږ مخ کي و ويل: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لسو نفرو د وژلو امر کړى ؤ چي په هغه جمله کي عبدالله بن سعد بن ابي سرح هم ؤ او دئ هغه څوک دى چي وحيِ يې ليکلې او بيا مرتد سو، دئ هم په مکه مکرمه کي پټ ؤ څرنګه چي عبدالله بن ابي سرح د حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه  د خاله زوى او رضعي ورور ؤ، نو يې و عثمان رضی الله عنه  ته نفر ور و لېږى چي زه په فلاني ځاى کي پټ يم، عثمان رضی الله عنه  هلته ورغلى عبدالله ورته و ويل: زه بايد څه وکم؟

 

 عثمان رضی الله عنه  ورته و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  ستا د وژلو امر کړى دى په والله مسلمانان دي د کعبې شريفي پر پوښو پيدا کي هم دي وژني، عبدالله ويل:  چاره څه ده؟ ويل: چاره دا ده چي مسلمان سې بېله اسلامه بله د خلاصون لار نه لرې، عبدالله ويل: اسلام مي قبول دى او  مسلمانېږم! خو تر رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوري څنګه ورسم؟ 

 

عثمان رضی الله عنه  و ويل: ځان و پېچه مول و وهه او درځه زه به دي ور ولم، ده هم مخ پټ کړی او د عثمان رضی الله عنه  سره رهي سو، دا خو معلومه خبره ده: کوم څوک چي د عثمان رضی الله عنه  سره ملګرى او رهي وي څوک کار نه په لري، څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خېمې ته ورسېدل.

 

 هلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د اصحاب کرامو يوه ډله ناسته وه چي د هغو په جمله کي يو انصاري هم موجود ؤ، دغه انصاري پر خپل ځان دا نذر ايښى ؤ: که عبدالله بن سعد بن ابي سرح په لاس راغلى که څه هم د کعبې شريفي تر پوښو لاندي وي په والله زه يې وژنم، یعني: د دغه عبدالله بن سعد وژنه يې پرځان نذر کړې وه، اوس دغه انصاري صحابي هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مجلس کي ناست دى دا دى عثمان بن عفان رضی الله عنه  چي عبدالله بن سعد بن ابي سرح ور سره ملګرى  دى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خېمې ته ورغله، اول عثمان رضی الله عنه  و خېمې ته ورننوتى او ويل:

 

 يا رسولَ الله! زما سره عبدالله بن ابي سرح را سره دى راغلى دى چي مسلمان سي بيعت ور سره وکه، په دغه وخت کي عبدالله هم خېمې ته ورننوتى اوس هغه څوک چي وينه او مرګ يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه مباح ګرځول سوي دي غواړي چي په مسلمانېدلو سره خپل ځان د مرګه څخه خلاص کي او غواړي چي بيعت وکړي، عبدالله بن  سعد د بيعت دپاره خپل لاس و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور اوږد کړى، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  لاس نه ورته را وغځاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل لاس ټول نيولى دى او ساکت دى څه نه وايي، خلک ورته ګوري عبدالله لاس ور غځولى دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  لاس نه ور کوي.

 

 څو لحظې سکوت او خاموشي وه .څو عبدالله هم خپل لاس ور ټول کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده د بيعته څخه ممانعت او خود داري وکړه ځکه دا هغه سړئ دى چي يو وار مسلمان او بيا مرتد سو او دا آوازې يې هم اچولې چي قرآن مجيد مُشوّه او اړول سوى دى، شخصًا ما تغير پکښي راوستلى دى تر دې لويه ګناه چيري ده چي پر الله جل جلاله  درواغ و وايي؟ نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده د بيعت څخه ځان و ژغوری یا منعه کړی.

 

عثمان رضی الله عنه  بيا و ويل: يا رسولَ الله! پر اسلام بيعت ور سره وکه، دوهم وار بيا عبدالله د بيعت دپاره لاس ور اوږد کړی خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوهم وار هم لاس نه ور وغځاوه خلک ورته ګوري دا اول وار دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بيعت دپاره چا ته لاس نه ورکوي، يو نفر راغلى دى غواړي چي مسلمان سي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې نه قبلوي لاس يې ټول نيولى دى، په مجلس کي سکوت او خاموشي ده هيڅوک څه نه وايي. 

 

درېیم وار بيا عثمان رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! بيعت ور سره وکه په والله غواړي چي مسلمان سي، درېیم وار بيا عبدالله لاس ور وغځاوه بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  د څه وخت دپاره لاس ټول نيولى ؤ او بيا وروسته يې مبارك لاس ور وغځاوه او پر اسلام يې بيعت ور سره وکړى.

 

 عبدالله بن سعد مسلمان سو او په دغه طریقه د وژلو څخه خلاص سو، اوس په أمن او امان کي سو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خېمې څخه و وتى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ناستو خلکو ته وکتل او وې فرمايل:« ألَيسَ فِيکُم رَجُلٌ رَشِيد؟» آيا په تاسي کي يو پوه او عاقل سړئ نسته؟ کوم وخت چي ما د ده د بيعت څخه لاس را ټول کړی چي ور ولاړ سوى واى او وژلى يې واى.

 

 بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هغه انصاري ته وکتل چي د دغه عبدالله وژل يې پرځان نذر کړي وه او ويل: ما د ده د بيعت څخه ممانعت نه کاوه مګر د دې دپاره چي ستا نذر پرځاى سوى واى، تا د ده وژل پرځان نه وه نذر کړي؟ اوس هغه ستا په حضور او مخ ته ؤ او بېله امانه ؤ تا و ليدم چي ما د ده د بيعت څخه امتناع وکړه او ته نه ور ولاړېدلې چي وې وژنې.

 

 هغه انصاري و ويل: يا رسولَ الله! والله نه سوم پوه، که تا ما ته په سترګو اشاره کړې واى ما به وژلى واى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:« مَا کَانَ لِنَبِيٍّ اَن يَقتُلَ بِخَائِنَةِ الأعيُنِ» يعني: نبي لره دا نه ښايي! يا داسي کار نه کوي چي يو څوک دي د سترګو په اشاره و وژني، انبياء عليهم السلام  څوک د سترګو په اشاره نه وژني، د انبياوو وژل په صريح امر سره وي. 


نو عبدالله بن سعد بن ابي سرح په دغه طريقه سره د مرګه څخه خلاص سو.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته