تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ایمان د ضعف وسائل
 
  September 5, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم 

ژباړه: احمد الله متعلم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ایمان ضعف یو داسي مرض دی چي هغه مومن زړونه لڅوي او دا د خطرناکو مرضو څخه دی او له دې څخه انسان په ګناهو کي واقع کي کیږي او له دې څخه سستي نه ده پکار بلکي په واجباتو کي راځي چي خپل ایمان به ددغه ضعف څخه ساتي. او په دې سره زړه سختیږي او سینه تنګیږي او د انسان طبیعت او مزاج ورسره تغیر خوري او د قرآنکریم د ویلو تاثیر ختموي او انسان د الله جل جلاله له ذکره غافله کوي او داسي نور نو له دې مرض څخه د خلاصون لاره نسته مګر دا چي انسان په هغو اسبابو کي کوښښ وکړي چي هغه د ایمان د قوت اسباب دي او د ایمان قوت هغه وخت راځي چي د ضعف د اسبابو څخه لیري سو او هغه اسباب چي د ایمان د ضعف او کمزورۍ ذریعه ګرځي هغه اسباب دا دي : 

۱: له ایماني فضاء او ماحول څخه لیري کیدل:
 
د ذکر له مجلسونو څخه لیري کیدل او جماعت له لمانځه څخه لیري کیدل ، د صالحینو د مجلسونو څخه لیري کیدل.

حسن بصري رحمه الله فرمايي چي زموږ وروڼه زموږ تر اهل پر موږ ګران دي ځکه چي زموږ اهل موږ ته دنیا را یادوي او زموږ وروڼه موږ ته اخرت را په یادوي . 

۲: د صالحي نمونې او طریقې ورکیدل:
 
همدا وجه وه چي کله رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات سو او خاورو ته وسپارل سو نو اصحابو کرامو وفرمایل: ( زموږ څخه زموږ زړونو انکار وکړی

۳:  د اهل فسق او فجور سره ناسته ولاړه:
 
دا له هغو سترو اسبابو څخه دی چي هغه زړه مړ کوي او سختوي.

۴: د دنیا په امورو ډیر مشغوله کیدل:
 
نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغه چا بدي بیان کړې ده چي د هغه دغسي حال وي او دغه سړی یې د دنیا مریی بللي دی:

 لُعِنَ عَبْدُ الدِّينَارِ وَلُعِنَ عَبْدُ الدِّرْهَمِ. رواه الترمذي 
ژباړه: د دینار پر غلام لعنت سوی دی او د درهم پر غلام لعنت سوی دی.

۵: د اهل او اولاد په چارو دوني مشغولېدل چي د الله جل جلاله له اطاعت څخه غافله سي.

قال الله تعالی: (انَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَاللَّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ) ( التغابن:۱۵) 

۶: اوږده امیدونه ساتل : 
 
الله تعالی فرمايي: (ذَرْهُمْ يَأْكُلُوا وَيَتَمَتَّعُوا وَيُلْهِهِمُ الْأَمَلُ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ) (الحجر:۳)

او د حضرت علي رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي ډیر چي زه پر تاسو بیریږم یو اتباع د نفس ده چي هغه انسان له حق څخه بندوي ، او اوږد امید لرل دي چي هغه له انسان څخه اخرت هیروي . 

۷ په مباحاتو کي افراط کول:

لکه خوراک ، څښاک ، خوب او خبري او اختلاط ډیر کول. ډیر خوراک کول ذهن غافله کوي او بدن د الله جل جلاله له طاعت څخه درنه وي او د انسان په بدن کي د شیطان لارو ته غذاء ورکوي ان تر دې چي وايي چي چا ډیر خوراک وکړی نو څښاک به هم ډیر کوي او خوب به هم ډیر کوي چي دغه اعمال یې تر سره کړه نو ډیر اجرونه او ثوابونه یي له لاسه ورکړل.

همدارنګه په خبرو کي افراط  کول زړه سختوي او د خلګو سره ډیر اختلاط د انسان او د هغه د نفس سره د حساب تر مینځ حائل وي خپل د نفس سره حساب ته نه فارغه کیږي، او همدارنګه ډیر خندل دا هم زړه مړ کوي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي ډیر مه خاندئ ډیره خندا زړه مړ کوي. (رواه ابن ماجه)

دغه هغه ځیني اسباب دي چي ایمان ضعیفه کوي ، او ددغو اسبابو په دفع کولو سره او ددې په ضد سره په عمل کولو سره د مسلمان ایمان قوی کیږي او انسان چي په خپله اندازه په طاعت کي کوښښ وکړي دا هم ایمان قوي کوي ، او دانسان ننوتل په ګناهونو کي د انسان ایمان ضعیفه کوي ، دا ځکه چي ایمان په طاعت سره زیاتیږي او په ګناهونو سره کمیږي او ابن القیم رحمه الله د داسي حال لپاره ښه او غوره علاج دا دی چي زړه له دنیا څخه د اخرت د وطن طرف ته نقل کړي . 

مسلمان باید هر وخت پر دین د استقامت دعا ځان ته وکړي لکه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه چي نقل سوي دي: (يا مقلب القلوب ثبت قلبي على دينك). ترمذي
 
-----------------------------
د ایمان په اړه ګټور معلومات: ایمان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته