تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر کعبه د بلال ؓ آذان !
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 5, 2018
  0

مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

کوم وخت چي رسول الله ﷺ د عمرې د آداء کولو څخه فارغه سو هَديَ يې حلاله کړه، د هَديِ حلالول په عمره  کي سنت کار دى، واجب او لازمي نه ده چي خامخا يې بايد څوک حلاله کړي مګر ثواب يې ډير زيات دى، رسول اللهﷺ او اصحاب کرامو هَديِ حلالي کړې، بيا نو رسول اللهﷺ و قريشو ته حال ولېږى چي د کعبې شريفي کِلۍ را وړى او اجازه را کړی چي کعبې شريفي ته دننه ورسم.

 

خو قريشو جواب را ولېږى چي يا! زموږ او ستاسي په عقد او اتفاق کي دا نه دي ليکل سوي چي ته به کعبې شريفي ته دننه داخلېږې. 

 

که څه هم دا نوى او مشکل کار نه ؤ، د عربو و مشرانو ته به يې همېشه کعبه شريفه ور خلاصول، مګر قريشو بيا هم دلته د ضـِد او عناد څخه کار واخستى او دروازه يې نه کړه ور خلاصه، رسول اللهﷺ چي دغه د دوى عناد وليدى نو يې بلال رضی الله عنه  ته و ويل: يا بلال! لوړ د کعبې شريفي بام ته وخېژه او آذان وکه، بلال رضی الله عنه  هم د کعبې شريفي بام ته وختى او آذان کوي، قريش ورته ګوري د اسلام آذان اوري ﴿الله اکبر الله اکبر، الله اکبر الله اکبر، اشهد ان لا اله الا الله، اشهد ان محمّداً رسول الله﴾، بلال رضی الله عنه  سر بېره پر کعبه شريفه په خپل رنګين او خواږه آواز سره د (اشهد ان محمّداً رسول الله) شاهدي آداء کوي او قريش ورته ګوري، عِکرمه بن ابي جهل چي تر دغه وخته پر هغه خپل شرک ؤ و ويل:

 

الله د ابو الحکم سره ډير ښه وکړه (چي مقصد يې خپل پلار ابوجهل ؤ) چي دغه مريئ يې نه وليدى چي لوړ پر کعبه آذان کوي، يعني: دا د هغه سره د الله جل جلاله نيکي وه چي تر دغه د مخه و وژل سو، دغه ورځ او دغه حال يې نه وليدل، دا دکفارو غرور ؤ، مګر د بلال رضی الله عنه  آذان د مکې مکرمې و مشرکانو ته ډير زيات آزار او تکليف ور کړی، دا چي بلال رضی الله عنه  د اسلام آذان لوړ پر کعبه شريفه کوي دا کار و قريشو ته د کعبې شريفي تر ننوتلو سخت تمام سو. 

ــــــــــــــــ

ماخذ: د سرورِ کائنات ﷺ ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته