تعليم الاسلام دارالافتاء
صادرې شميره : (۱۱۳۹)
نوم: عبدالهادي عیسی خیل
د اوسېدو ځاى: ( کابل افغانستان )
سوال : که چیري خاوند خپلي ښځي ته د زکات له نصاب څخه زیات سره زر واخلي او هبه ئې کړي او ښځه طلاقه سوی هم نه وي نو د دې سرو زکات پر ښځي باندي دی او که پر خاوند باندي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
ښځي ته چي د خپل مېړه له خوا سره زر په هبه کي ورکول سوي وي، ښځه ئې مالکه ګرځي نو زکات ئې هم پر ښځه لازمیږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): بخلاف الموهوب له فانه یجب علیه فی مال الهبة بعد الحول وان تمکن الواهب من الرجوع. فتح القدیر: ج۲، ص۱۱۲. طبع رشیدیة.
(۲): الزكاة واجبة على الحر العاقل البالغ المسلم إذا ملك نصابا ملكا تاما وحال عليه الحول والملک التام ان یکون ملکه ثابتا من جمیع الوجوه ولا یتمکن النقصان فیه بوجه کما فی المدیون والمکاتب فان المکاتب لا یملک الهبة. تاتارخانیة: ج۳، ص۱۳۴. رشیدیه.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان