تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د کور په قيمت او که په کرايه کي زکاته سته؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 28, 2020
  0
نوم: محمد یعقوب
ولایت: کندهار
هیواد: افغانستان
مسلسله شمېره: (2976)
 
پوښتنه: السلام علیکم ما اصلا د خرڅلاو لپاره کور جوړ کړی ټوله سرمایه می پرې بنده شوه اوس مې په کرایه ورکړی ایا ددې پیسو چې په کور مې بندې کړې   په ما زکات شته؟ که زه د زکات پیسې نلرم څه وکړم او ايا د اوسني قیمت زکات ورکړم که د مصرف سوي پیسو؟ بله داچې ما چاته دري کاله د مخه پیسې ورکړې وې اوس یې راکړې د دري کالو زکات ورکړم؟ 
 
جواب: حامداً و مصلیاً
پر دغه سرای او ورباندي مصرف سوي يیسو باندي زکات نسته البته ددغه سرای امدني (کرایه) که د نصاب اندازې ته ورسیږي او کال هم ورباندي تیر سي نو پر کرایه یي زکات سته په دې شرط چي تر اصلي حاجتونو زیادت وي، او دغه د قرض پیسې چي تا وصول کړي د تیر سویو درو کلونو زکات درباندي سته.
والله اعلم بالصواب
 
------------------------------------
 
إذا اجر داره او عبده بمأتی درهم لاتجب الزکوة مالم یحل الحول بعد القبض فی قول ابی حنیفه.(الدرالمختار ج۲/ص۲۶۴،کتاب الزکوة)
الدین علی ثلاثة اقسام قوی ووسط وضعیف فالقوی هو بدل القرض ومال التجارة اذا قبضه وکان علی مقر ولو مفلسا او علی جاحد علیه بینة ذکاه لمامضی.(مراقی الفلاح ص۳۹۰ ، کتاب الزکاة)
وقال العلامة مرغیناني: ( وَمَنْ اشْتَرَى جَارِيَةً لِلتِّجَارَةِ وَنَوَاهَا لِلْخِدْمَةِ بَطَلَتْ عَنْهَا الزَّكَاةُ ) لِاتِّصَالِ النِّيَّةِ بِالْعَمَلِ وَهُوَ تَرْكُ التِّجَارَةِ ( وَإِنْ نَوَاهَا لِلتِّجَارَةِ بَعْدَ ذَلِكَ لَمْ تَكُنْ لِلتِّجَارَةِ حَتَّى يَبِيعَهَا فَيَكُونَ فِي ثَمَنِهَا زَكَاةٌ ) لِأَنَّ النِّيَّةَ لَمْ تَتَّصِلْ بِالْعَمَلِ إذْ هُوَ لَمْ يَتَّجِرْ فَلَمْ تُعْتَبَرْ.(هدایة ج۱/ص۱۶۹،کتاب الزکات)
------------------------
 
 
 
 
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي 
المجیب: مفتي عبدالولي  
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته