تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د اټکل له مخي څوک زکات ورکولای سي او کنه؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 2, 2024
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۹۹۱)
نوم:حاجي محمد سرور        
                                                                                                                           
 
سوال : که يو کس دوکان کوي، دده د دوکان اجناس ډېر مختلف او ډېر زيات وي نو کله چي د زکات له پاره ئې حسابوي ډېر مشکل وي، که چيري ئې د اټکل له مخي زکات ورکړي څنګه کيږي؟ 
 
 جواب: حامداً و مصلياً
د زکوة د دايني له پاره مال ته حساب کول او د فرض زکوة اندازه معلومول ضروري ده البته که د اموالو حساب ورته ستونزمن وي نو بيا د اټکل له مخي ئې هم ادا کولاى سي مګر په خپل غالب ګمان دي تر اندازې زيات اټکل وکړئ، ځکه که کم سي نو بيا زکات نه ادا کيږي.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): المال الذي تجب فيه الزكاة أدى زكاته من خلاف جنسه أدى قدر قيمة الواجب إجماعا. الفتاوي هندية: ج١، ص١٨٠. 
(٢): أنه يتحرى في مقدار المؤدى : كما لو شك في عدد الركعات ، فما غلب على ظنه أنه أداه سقط عنه وأدى الباقي..... الخ. ردالمحتار: ج٢، ص٢٩٥.
 
(٣): زکوة کا پورا حساب کرکے دينى چاہئے اگر اندازى کم رہا تو زکوة کا فرض ذمي رہے گا اگر پورے طور پر حساب کرنا ممکن نه ہو تو زياده سے زياده کا اندازه لگانا چاہئے. آپ کے مسائل اور ان کا حل: ج٥، ص٩٢، مکتبه لدهيانوى رشيديه.
 
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني  و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته