تازه سرليکونه
د ښکاره گټي او د ښکاره تاوان تړون
 
  February 24, 2012
  0

 د ښکاره گټي تړون

په ښکاره ډول د ګټي تړون هغه ته وايي چي په هغه يو شى مفت ، بېله عوضه د مُمَيِّز کوچني او معتوه په ملکيت کي راځي لکه د وصيت کوونکي څخه وصيت قبلول يعني يو څوک د خپل ميراث د دريمي څخه څه مقدار د ده د پاره وټاکي او دى يې ځني قبول کړي . دغه ډول د تحفې او صدقې ورکونکي څخه د تحفې او صدقې قبلول يا د پور په ادا کولو کي د کفيل ضمانت قبلول .

 
دا ټول د کوچني او معتوه د پاره په ښکاره ډول ګټمن تړونونه دي ، نو ځکه د مَعْتُوهْ او مُمَيِّز  کوچني دغه راز تړون او تصرف ځاى پرځاى صحيح او نافذيږي .

د ښکاره تاوان تړون
 
په ښکاره ډول د تاوان تړون هغه ته وايي چي يو شى د مُمَيِّز کوچني او مَعْتُوهْ د ملکيت څخه مفت په وځي ، لکه خپلي ښځي ته طلاق ورکول يا خپل مال بل ته په تحفه ، خيرات يا قرض ورکول او يا هم د بل د پور ضمانت کول .
د مُمَيِّز کوچني او مَعْتُوهْ دغه ډول تړونونه او تصرفات چي په ښکاره ډول يي په تاوان وي لغو او باطل بلل کيږي ، د ولي په اجازه لا هم نه صحيح کيږي . 
 
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته