تازه سرليکونه
سود او بانکي ګټي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 3, 2019
  0

لیکوال: مولانا محمد عبدالقوی صاحب/ ژباړه: علي الله متوکل الرحمن


و اصلي موضوع ته تر داخلېدلو مخکي به یو ځلي سود و پېژنو.


امام جصاص رحمة الله علیه  فرمایي: ربا هغه پور دی چي د یو معلوم وخت په پای ته رسیدو سره به پور اخیستونکی تر اصل مال یو څه اندازه اضافه و مالک ته ورکوي. (احکام القران للعثماني)


امام طحاوي رحمة الله علیه فرمایي: په قرآن مجید کي چي کومه ربا مذکوره ده، د هغي څخه په واضح او ښکاره ډول مراد هغه ربا ده چي پر پور باندي اخیستل کیدل او دې ته د جاهلیت په زمانه کي هم ربا ویل کیدل.


د سود د تعریف سره تاسي ټول اشنا سواست، سود هغه زیادت دی چي بغیر له کومي معاوضي لاس ته راځي.


که څه هم زموږ د وخت فقهاؤ  په بانک کي حفاظتاً او ضرورتاً د پیسو ایښودل جایز ګڼلي دي، خو که پیسي پدې نیت په بانک کي کښیښودل سي چي څه موده وروسته به زما تر اصلي پیسو زیاتي پیسي راکړي نو دا زیادت سود دی. او ددغه ګټي په خاطر په بانک کي پیسي ایښودل جواز نه لري. 


ددې په سودوالي کي هیڅ شک نسته ځکه د نوم په تغیرولو سره د هغه حقیقت او ماهیت نه تغیریږي بلکي قایم پاته کیږي. 


نو ددې ټولو آیاتونو، احادیثو او اقوالو په شتون کي نه یوازي محقق علماء، بلکي عام د علم او پوهي څښتنان هم د بانک څخه تر اصلي پیسو د زیاتو پیسو (سود) پر اخیستلو د مطلق حلال والي دعوه نه کوي.


خبر اوسئ!
د الله رب العزت ارشاد دی: (
يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا ) یعني الله جل شانه ربا نابوده کوي. 


د محق کولو (نابود کولو) عذاب په بېلو شکلو سرا ښکاره کیدای سي، نو په همدې خاطر هغه کس چي د حرام کاروبار څخه ئې دولت یا عیش او عشرت په لاس راوړی وي، هغه ته په کتلو مه دوکه کیږئ. ځکه دا د الله سبحانه و تعالی لوی امتحان دی. یوه ورځ به ددې خراب انجام ووینی او دغه دنیا به ئې د بربادۍ سامان او سبب سي. بیا به کوم افسوس والا نه وي. که چیري په دنیا کي کوم آفت ورته و نه رسیږي، نو د قیامت په ورځ ټول د الله جل شانه و طرف ته ورګرځي او د خپل کړو عملو بدله به ویني.


اوس لازمه داده چي د لایزال خالق جل جلاله په خاطر ځان د سود څخه وساتو، که څه هم یو څه تکلیف ګاللو ته ضرورت وي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته