تازه سرليکونه
سلم او مثلیات (معاملات)
 
  January 16, 2014
  0
سلم
 
سلم هغي سودا ته وايي چي مشتري ثمن يعني پيسې نقدي ورکړي او بايع مَبِيعَه په يوه ټاکلې وروستۍ مده کي ورکوي ، سلم ځان  ته شرطونه لري او په مِثْلِيَّاتو کي کېدلاى سي .

مثلیات

مِثْلِيَّات يو و بل ته ورته شيانو ته وايي لکه : په پيمانه ، تاله ، ګزه خرڅېدونکي شيان ، دغه ډول هغه دانه ګي شيان چي يو و بل ته نژدې او ورته وي لکه هګۍ او داسي نور هم په مِثْلِيَّاتو کي شمېرل کيږي .

په پيمانه خرڅېدونکو شيانو ته مَكِيلي وايي لکه پطرول ، خاورين تېل ، دغه ډول غنم ، وربشي مالګه او خرما هم شرعا د مَكِيلي شيانو حکم لري که څه هم نن ورځ په وزن خرڅيږي  .

په تاله خرڅېدونکو شيانو ته مَوْزُوني وايي لکه ورجي ، جواري  ، بوره  او داسي نور .

يو و بل ته نژدې او ورته شيان کوم چي په دانه ګي خرڅيږي لکه هګۍ ، هغو ته عددي متقارب وايي .

عددي متقارب ځيني داسي دي چي پخپل منځ کي هيڅ تفاوت نه لري لکه د نن ورځي زيات ماشيني جوړ مصنوعات او يا يې دانې پخپل منځ کي يو د بله لږ لږ تفاوت لري يعني ځني يې غټ او ځيني يې کوچني وي خو خلک هغه لره په قيمت کي اعتبار نه ورکوي لکه جوز او هګۍ يا ځيني لاسي جوړ مصنوعات .

د نن ورځي ډېر ماشيني مصنوعات کوم چي مستعمل سوي نه وي بلکي بلکل جديد او نوي وي اکثره يې عددي متقارب دي بلکي عددي متساوي دي په شکل او صورت کي يې هيڅ تفاوت څوک نسي درک کولاى .

کوم شيان چي په ګزه او متر خرڅيږي هغو ته

 مذروعات وايي لکه ټوکران او فرشونه .

اصطلاحات : 

د سلم په معامله کي د پيسو ورکونکي ته رَبُّ السَّلَم يا مُسلِم وايي .

مال ورکونکي ته  مُسْلَم إِلَيْه وايي ، پيسو ته راس المال وايي او خپله مال ته مُسْلَم فِيهِ وايي .

سلم په هغه شي کي نه صحيح کيږي چي هغه هيڅ په بازار کي وجود ونلري ، بلکي سلم په هغه شي کي کېدلاى سي چي د سودا د وخت څخه نيولې بيا تر تسليمۍ تر وخت پوري په بازار کي وجود ولري .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته