تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عین التمر فتحه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 6, 2020
  0

د عین التمر فتحه کېدل

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 
خالد(رض)  چي تر اوسه د عراق د جنوبي حصو په فتحه کولو مشغوله ؤ خو اوس غواړي چي د عراق په غربي حصه شروع وکي، هغه هم په هغه وچه حصه چي د نهر فُرات څخه ليري واقع ده، چي هغې  منطقې ته عين التمر ویل کېده، او د هغه سبب دا ؤ چي د هغه فتحه سوو منطقو تښتېدلي خلک ټول په عين التمر کي سره يو ځاى سوي وه، د دغه عین التمر د منطقې آمر او قومندان چي مهران بن بهرام نومېدى او د فارسيانو د ډیرو لويو قومندانانو څخه ؤ ده هم د خالد(رض)  د جنګ دپاره لوى لښکر جوړ کړى ؤ. 

 

د دغه عین التمر د منطقې هغه عربي قبيلې چي د تَغلُب، نمر، او أياد قبيلې وې او مشر یې عُقه بن ابي عُقه نومېدى دا هم د فارسيانو سره يو ځاى سوې، کوم وخت چي د خالد(رض)  لښکر را نژدې سو، نو عُقه چي تر اوسه يې د خالد او مسلمانانو سره جنګ نه ؤ کړى و مهران ته و ویل: موږ عرب يو او د عربو په جنګ ښه پوهېږو نو اول موږ او د خالد لښکر سره پرېږده، مهران ويل:

 

ډیر ښه اوس يې تاسي ته در پاته که مو موږ ته ضرورت پيدا سو بيا مو موږ کومک کوو، نو د فارسيانو تر لښکر دمخه د عربو لښکر و درېدى او هلته خالد(رض)  د لښکره سره را ورسېدى، اوس دوه لښکره مخ په مخ سره و درېدل او هر قومندان د خپل لښکر په ترتيبولو او تنظيمولو مشغوله دى، په دغه وخت کي خالد(رض)  و خپل لښکر ته و ویل: تاسي تيار او آماده اوسى زه حمله کوم، او څو نفرو مسلمانانو ته يې  و ویل: تاسي زما تر شا اوسى: زما شا ساتى. 

 

په دغه وخت کي چي عُقه د خپل لښکر په تنظيمولو مشغول ؤ دې خوا ها خوا ته ځي او راځي، په دغه ترتيب او تنظيم کي د خپل لښکر څخه لږ ليري سو، خالد(رض)  يو دم او ناڅاپه پر عُقه حمله وکړه او هغه يې ژوندئ ونيوى د مسلمانانو لښکر ته يې بندي را وستى، دا د چا و زړه ته لوېده؟

 

چي په څو لحظو کي دي دکفارو د لښکر قومندان د مسلمانانو سره بندي وي، جنګ لا چيري دى چي د عربو د لښکر قومندان ونیول سو، د عربو لښکر په حيرت کي سو چي څنګه زموږ قومندان په داسي آساني سره بندي ونيول سو دا څومره جرئت او همت دى؟ نه زموږ د لښکره و بېرېدل او نه يې په چا پروا وسوه بلکه په اوله حمله يې زموږ قومندان اسير ونيوى، د کفارو لښکر و بېرېدى او په تېښته يې شروع وکړه، مسلمانان په پسې دي بنديان ځني نيسي.

 

د فارسيانو قومندان مهران بن بهرام چي د عربو دغه فوري شکست او تېښته وليده دئ هم د قلا څخه و وتى او وتښتېدى، عين التمر په دغه آسانه طريقه سره فتحه سو او مسلمانان پر دغه منطقه هم مسلط سوه. 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: خلفاء راشدین

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته