د تعلیم الاسلام راډيو د دفتر څخه د زابل د شیخ الحدیث لیدنه
۱۳۹۲/لړم/۳
د زابل ولایت مشهور شیخ الحدیث مولوي عبید الرحمن اخندزاده صاحب د تعلیم الاسلام راډيو د رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي صاحب سره وکتل. په دې کتنه کي چي د تیري جمعې په ورځ دمازیګر د لمانځه وروسته د تعلیم الاسلام راډيو د کندهار په مرکزي دفتر کي ترسره سوه، د شیخ الحدیث مولوي عبیدالرحمن اخندزاده صاحب سره مولوي محمد علي صاحب ، مولوي عبد الله صاحب او دکندهار د اشرفيې مدرسې رئیس مولوي محمد رسول صاحب هم ملګری وو.
شیخ الحدیث مولوي عبیدالرحمن اخندزاده په زابل ولایت کي د بانفوذو اشخاصو څخه دی چي د حدیثو د لويي دورې مقدسه دنده اجرا کوي.
د زابل شیخ الحدیث صاحب د راډيو د خدمتونو ډېره ستاینه وکړه او ددې اسلامي راډيو خدمتونو يې یونړۍ وال دیني خدمت وباله او د لر او بر افغانانو لپاره يې د دیني پوهي او دیني اړتیاوو د پوره کولوبهترینه وسیله وبلل او دا هیله يې څرګنده کړه چي د تعلیم الاسلام راډيو نشرات په زابل ولایت کي هم
فعالیت پیل کړي. د تعلیم الاسلام راډيو رئیس مولوي محمد عمر خطابي صاحب وویل چي د امکاناتو په موجودېدو کي به ان شاءالله دا هڅه وکړو چي تعلیم الاسلام راډیو په نورو ولایتونو کي هم څانګي پرانیزي.
د یادولو وړ ده چي فعلاً تعلیم الاسلام راډیو په کندهار، هلنمد او ارزګان ولایت کي فعالیت لري او ددې ترڅنګ یوه اسلامي ویب پاڼه هم لري چي د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه په زرګونه افغانان خپله دیني اړتیا ورڅخه پوره کوي.