تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دوې نفساني ناروغیاني او علاج یې!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 2, 2020
  0
دوې نفساني ناروغیاني او علاج یې!
 
لیکــــــــنه: حافظ فیض الله (ذاکري)
 
1 . د مال محبت
2 . د مرتبې او شهرت محبت
دا دواړه د زړه داسي ناروغیاني دي چي د دې په وجه د انسان  دنیا او آخرت دواړه بربادیږي؛
 
اول د مال محبت
(الف) د مال د محبت څخه کنجوسي (ټینګواله) پیدا کیږي  نقصان یې دادی چي دده د مال څخه خلګو ته فایده نه رسیږي او داسي سړي ته په ښه نظر نه کتل کیږي.
 
(با) د مال د محبت څخه خود غرضي پیدا کیږي چي د مال د هوس پوره کولو لپاره بیا سړی، په تله او ترازو کي کمی کوي، رشوت اخلي، د مکر، فریب او د دوکو نوي نوي طریقې جوړوي او د خپل نس ډکولو لپاره د نورو ویني چیښي.
 
(ج) داسي سړي ته چي څومره مال حاصل سي بیا یې هم د پیدا کولو په فکر او غم کي وي، آن چي د تفریح او ارام کولو وخت هم نه لري او دغه فکر او غم دی خوري، نتیجه یې داسي، چي کوم مال دده د ارام او راحت ذریعه ګرځیده هغه دده د ځان دپاره بلا سي.
 
دوهم د مرتبې او شهرت محبت
 د مرتبې او شهرت د محبت څخه تکبر پیدا کیږي چي بیا حقه خبره چي څومره ده ته روښانه او واضحه وړاندي سي خو دی ددې د منلو همت نه لري ځکه دده تکبر یې مانع وي. 
 
علاج یې!
 
قرآن کریم راته ښودلې ده: وَ اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَ الصَّلاةِ (سورة البقرة:45) په صبر او لمانځه سره کومک غواړی.
یعنی صبر کوی او خپل لذتونه او شهوتونه ټینګ کړی په داسي کولو به د مال محبت کم سی. د مال محبت ځکه پیدا کیږي چي مال د خوندونو او شهوتونو ذریعه ده، او کوم وخت چي ددغو خوندونو او شهوتونو په پټو سترګو تابعداري پریښول سی. که څه هم په اول کي دا ګرانه وي. لکن کرار، کرار به دا خواهشات خپل اعتدال ته راسی، اعتدال به ستا عادت سي، نو بیا به د مال مینه کمه سی،
او د صبر او لمونځ کولو په برکت به د مرتبې او شهرت محبت هم کم سی، ځکه چي په لمانځه کي په ظاهر او باطن کي په دواړو کي عاجزي او ټیټ والی دی، او کوم وخت چي د صحیح لمونځ کولو عادت په چا کي پیدا سي نو هر وخت به هغه د الله ﷻ په حضور کي د خپلي عاجزی او ټیټ والي تصور کوی او ددغه تصور له کبله تکبر، غرور او د مرتبې محبت کمیږي.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته