تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي یوګا (Yoga) په اسلام کي حرام دی؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 2, 2020
  0

 

ولي  یوګا (Yoga) په اسلام کي حرام دی؟ 

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

 

یوګا (Yoga) څه شي ته وايي؟ د یوګا د لفظ معنا او مفهوم:

 

یوګا (Yoga) د سنسکریت د (یوج Yuj) څخه اخیستل سویدی، یوج په سنسکریت کي و یوځای والي، اتحاد او سره جوړه کولو ته وايی، د هندو مذهب په عقیده چي په یوګا کي د انسان جسم او دماغ سره یو ځای کیږي، انسان او طبیعت سره یو ځای کیږي. په اصطلاح کي دا د جسم هغه مذهبي تمرین دی چي تنفس پکښې کانترولیږي تر څو د استراحت احساس وکړي. 

 

Yoga in islam

 

(Oxford Advanced Learner’s Dictionary , pp: 1775,   Denise Lardner Carmody, John Carmody,Serene Compassion. Oxford University Press US, 1996, page 68.

 

↑ Stuart Ray Sarbacker, Samādhi: The Numinous and Cessative in Indo-Tibetan Yoga. SUNY Press, 2005, pages 1-2.
↑ Tattvarthasutra [6.1]، see Manu Doshi (2007) Translation of Tattvarthasutra, Ahmedabad: Shrut Ratnakar p. 102  

 

 

په اردو قاموس فیروز اللغات کي د یوګا (Yoga) داسي تعریف سویدی:
یوګ(یوګا)  مذهبي ورزش، د هندو مذهب د شپږو فلسفیانه اصولوڅخه یو اصل دی چي مختلف جسماني او نفسیاتي تمرینونه پکښې دي، تر څو د آتماآواګون د ګرځېدو څخه و ژغورل سي.، هغه څوک چي دا تمرین کوي نر ته یې (یوګي) او ښځې ته یې (یوګن) ویل کیږي، کله په هندي کي ددې تورو پر ځای (جوګی) او (جوګن) هم استعمالیږی. 
(فیروز اللغات اردو جامع/ الحاج مولوی فیروز الدین مرحوم/  ۲۰۰۵)
فرهنګ عمید فارسی لیکي:
یوګي (Yogi) دا په هندوستان کي یوه مذهبي ډله ده، چي خپل ځانته خاص افعال لري لکه تجرد، ریاضت، صبر علاوه له دې څخه دغه یوګي ډله یو خاص ورزش او تمرین هم لري.
(فرهنګ عمید فارسی/  جلد سویم صفحه: ۲۶۳۸، تالیف: حسن عمید/ مؤسسه انتشارات امیر کبیر ، تهران- ۱۳۸۱ هجری شمسی)

 

 

د پورتنیو معلوماتو څخه موږ ته دا په لاس راغلل چي یوګا (Yoga) د هندو او جین مذهبي ورځ ده او پاته دي نه وي چي په ۲۰۱۵ میلادي کال کي د هندوستان دولت دغه ورځ د جون پر ۲۱ یوه نړیواله ورځ و ټاکل، چي په ۱۹۰ هیوادو کي اوس دغه ورځ لمانځل کیږی، د هندوستان دولت د یوګا (Yoga) ورځ د مکتبونو په نصاب کي داخله کړل، د هندو مذهب  پېشوایانو په آند چي په یوګا کي ۱۸۵ قسمه حرکات پکښې دي، د ماشومانو لپاره بېل، دلویانو لپاره بېل اوداسی نور...
د هندوستان دولت غواړي چي هندو مذهب ته په نړیواله توګه  شهرت او مرتبه ورکړي، او دا د هندو مذهب د شرک څخه ډک تمرین په نړۍ کي مشهوره او برلاسی کړي.

 

 

یوګا د هندوانو په مقدس کتاب بهګوت ګیتا کي:

 

د هندوانو په مقدس کتاب ویدا او بهګوت ګیتا کي د یوګا تعلیمات سته، د هندوانو مذهبي پېشوا (رشی منی، سادهو سنت) د خپلو پیروانو سره یو ځای هره ورځ دغه تمرین او حرکات کول. د هندوانو د مقدس کتاب بهګوت ګیتا شپږم باب و یوګا ته ځانګړی دی، کرشنا  و ارجن ته په تفصیل سره د یوګا په هکله معلوما ت ورکوي، دا هم ورته وايي چی یوګا دي د درد او تکلیف څخه ساتي او په روحانیت سره نفس اطمنان پیدا کوي؛ ارجن د کرشنا څخه پوښتنه کوي چي تا د روح او د یوګا په هکله راته وویل مګر د انسان عقل تل په تشویش او مضطرب وي، عقل مضبوط او ضدي هم وي او دا د هوا په شان نسي خارج کېدلای.
کرشنا ځواب ورکوي چي دا یو واقعیت دی چي عقل مضطرب دی او د هغه لاسته راوړل مشکل دي، مګر د تربیت په ذریعه کېدای سي چي لاسته راوړل سي . 

 

(Light of Yoga. Page: 20)

 

 

 

په یوګا کي کوم حرکتونه کیږي؟

 

په یوګا کي څو حرکتونه سته چي لاندي رڼا ورباندي اچوو.
آسنا: جسم ته یو ځانګړی شکل او بڼه ورکول.
دهرنا: و یوه ځانګړي شي ته توجه کول.
دهیانا: سترګي بندول او مراقبه کول.
پرانیاما: د روح د نیولو کوښښ کول.
د یوګا د تمرین کونکو لپاره دا ضروري ده چي د مشرق له لوري سترګي بندي کړي، دواړه لاسونه پرېږدي، د هندوانو عقیده داده چي د پرانیاما له کبله د عقل او جسم ټول نجاست له منځه ځي او خارجیږي، او د مقدس اور شغلې هغه پاکوي، یو څوک چي و دې ستر مقام ته رسیږي و ده ته اړینه ده چي په (دهرانا او دهیانا) کي وخت تېر کړي.

 

(Light of Yoga. Page: 461)

 

 

 

د یوګا د تمرین پر مهال څه ویل کیږي؟

 

هغه څه چي د یوګا د ورزش پر مهال ویل کیږی هغه د هندوانو په مقدس کتاب کي په سنسکریت دي او ژباړه یې داسي ده :
زه نه عقل لرم نه فکر، زه نه څه اورېدلای سم او نه ویلای سم، نه څه بویولای سم او نه هم څه لیدلای سم، زه په هوا او رڼا کي خپل ځان نسم پیدا کولای، نه په اسمان نه په ځمکه کي، زه د نعمتو نعمت یم، زه نوم نلرم، زه هیڅ ژوند نلرم، زه سا نه اخلم، نه مقدس کلمې سته نه عبادت، نه علم سته نه معلوم، ماته شی نه دی اچول سوی، زما بدني خروج نسته، زه نه غذا یم نه خوراک او نه هم کله ما خوړلي دي، زه خوښي او خیالات یم، په اخر کي ماته کرم حاصلیږي، زه غیر مجسم یم، زه په احساساتو کي اوسېږم لیکن هغه زما مسکن نه دی. 

 

(Light of Yoga. Page: 32, 33)

 

 

دغه کلمې چي ویل کیږي په دې کي له خپل ځان څخه انکار، د ټولو عباداتو څخه انکار، د ټولو مقدسو کلمو څخه انکار، د علم او تعلیم څخه انکار دی، په دې کلماتو کي د پردي روح په هکله څرګندوني کیږي، دغه انسان هغه ته خبرې کوي، په دې کلمو کي د خالق او د مخلوق د توپیر څخه انکار، د خالق حلول په مخلوق کي، تجسم او داسي نور داسي الفاظ دي چي دا ټول کفر او کفریه دي.

د اسلام اصول داسي دي چي باید هر مسلمان په عقائدو، معاملاتو، ماموراتو، معمولاتو او د ژوند په هره شعبه کي له شرک، کفر او پوچ تخیل څخه ځان وساتي، کله چي د اسلام په تاریخ کي اسلام چيري خپور سویدی په لومړي ځل یې دغه شرکي رواجونه، کلتورونه او عقائد ختم کړیدي، دا ځکه چي په قرآنکریم کي راځي چي شرک یوه لویه ګناه ده. (إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ[سورة لقمان - الآية 13])، اسلام د توحید دین دی، په اسلام کی داسی شرکیاتو او کفریاتو ته هیڅ ځای نسته، هر هغه رواج، عقیده او تهذیب چي د اسلام سره په ټکر کي وي له هغه څخه ټول مسلمانان منع دي.

ځیني کسان چي صرف د یوګا و حرکاتو ته وګوري کېدای سي دا ووايي چي دا صرف یو ورزش او تمرین دی او کېدای سي حرام نه وي، خو بل لورته په یوګا کي بې شماره پټ، مشتبه، کفریه او شرکیه الفاظ او خبري سته چي موږ په واضح ډول سره ویلای سو چي د مسلمان لپاره دا تمرین کول حرام دی، هغه سنسکریت کلمات چي په یوګا کي ویل کیږي موږ مخکي ذکر کړل، چي د شرک او کفر څخه ډک الفاظ دي.


 

که د یوګا صرف تمرین وسي او کلمات و نه ویل سي؟!

 

ځیني کسان کېدای سي داسي ووايي چي که چیري د یوګا صرف تمرین او ورزش وسي او هیڅ کلمې و نه ویل سي بیاخو به جائز وي؟ موږ ورته وايو چي ددې ورزش بنسټ مشرکینو او کفارو ایښی دی او مفضی و شرک او کفر ته دی، ددې ورزش په کولو سره د یوګا سره مینه او محبت پیدا کیږي، له دې درجې وروسته بیا دغه یوګا په پوره ډول سره لمانځل کیږي چي شرک او کفریات پکښې نغښتي دي، داسي هم کیږي چي په تدریجي ډول سره دغه یوګا د هندوانو د مذهبي کړیو له لوري اجراء کیږي او بیا هلته ګډون کیږي، چي دا ټول شرک او کفر دی، او پاته دي نه وي چي ددې ورزش په کولو سره دا په اسلامي ټولنه کي خپریږي، که یو کس دا ووايي چي زه دا یوګا صرف جسماني تمرین کوم او بس، نور چي ګډون ورسره کوي په هغو څه کوي؟ دا په حقیقت کي و شرک او کفر ته خلک داخلول دي. (العیاذ بالله)

 

۱: د یوګا موخي:
د یوګا اصلي مقصد دوه دي، کفر او د هندو مذهب سره یوځای کېدل، او بل د بهګوت ګیتا چي د هندوانو مقدس کتاب دی د هغه تعلیم زده کول دي، بل مشکل دادی چي یوګا دعبادت په ډول سره تر سره کیږي، دا مذهبی مراسم دي، د یوګا په هغه کلماتو کي چي ویل کیږي په هغه کي توحید، رسالت، کتاب الله او اخرت څخه انکار دی، مخلوق په خالق کي حلول کړیدی او له کفارو سره مشابهت.

 

بندول:
کله چي په یوه ټولنه کي داسي یوه عقیده او کار وي چي د هغه څخه کفر، شرک، لادینیت او نورو ناوړو کړنو بېره وي باید هغه ژر تر ژره منع سي تر څو مسلمانان له شرک او کفر څخه وژغورل سي. داچي یوګا ټوله شرک او کفر دی، او بنسټ یې پر شرک او کفر ولاړ دی نو ځکه باید منع کړل سي.

 

جائز ورزش:
په اسلام کي ورزش او سپورت د جسم د تندرستۍ په خاطر جائز او مباح دی تر څو په هغه ورزش کي شرک، منکر او ګناه نه وي، حال داچي یوګا که د یوې خوا ورزش دی د بل لوري شرک پکښې نغښتی دی.
داچي د یوګا اصل د هندوانو مذهبی کتاب بهګوت ګیتا دی، شرک پکښې اصلي مهم رول لري، له همدې کبله موږ ویلای سو چي دا د ورزش په نامه له کفر او شرک څخه ډک تمرین په اسلام کي ځای نلري او حرام دی.


ځیني ساده لوحه وايي چي یوګا خو صرف یو ورزش دي او روحي تسکین دی باید علماء یې د جواز فتوا ورکړي، موږ په ښکاره الفاظو ورته وايو چي د اوسني ساینس په رڼا کي تاسي په اسلام کي عبادات وګورئ ټوله د روحي سکون ، استراحت او آرامۍ سبب ګرځي، که روژه ده، که لمونځ دی، که زکات دی، که حج دی، که په لمانځه کي سجده ده، رکوع ده او یا قیامه ده، دا هره ورځ چي زرهاوو غیر مسلمانان په اسلام مشرفه کیږي صرف یو دلیل یې دادی چي په اسلام کي چي کوم سکون سته هغه نه په عیسائیت کي سته نه په هندو مذهب کي سته، نه په بودايي مذهب کي سته، نه په یهودیت کي سته، نه په شنتو مذهب کي سته، نه په زرتشت کي سته او نه هم په کانفیوشیزم کي سته، په اسلام کي چي څه عبادات دي هغه ټول و جسم او هم روح ته مستقیمه غذا ورکوي او راحت وربخښي، له همدې کبله مسلمانان او اسلامي ټولنه و یوګا ته چي د شرک څخه ډک یو ورزش دی هیڅ ضرورت او اړتیا نلري.

 

یادونه: تاسی ګران لوستونکي کولای سئ چي د اسلام د حقانیت لپاره زما څلور کتابونه (اسلام او نوي ساینسي څېړنې ۱، ۲، ۳، ۴ ټوکونه ) درسره مطالعه کړئ.
هغه موحد مسلمان چي زړه یې د ایمان د نور څخه ډک وي هغه هیڅکله پخپل زړه کي د شرک او کفر و ظلمت ته ځای نه ورکوي او نه دا محسوسوي چي مشرک یا کافر سي، بلکی له ټولو هغه کړونو څخه ځان لیري کوي چي د کفر او شرک بوی پکښې وي.

 

یوګا د کفارو سره مشابهت دی:

په حدیث شریف کي راځي:
حدثنا عثمان بن أبي شيبة ، حدثنا أبو النضر ، حدثنا عبد الرحمن بن ثابت ، حدثنا حسان بن عطية ، عن أبي منيب الجرشي ، عن ابن عمر ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " من تشبه بقوم فهو منهم " 
(رواه ابو داؤد حدیث: ۳۰۳۵، جامع معمر بن راشد حدیث : ۹۳۱۵، مصنف ابن ابی شیبة حدیث: ۳۲۳۶۶، البحر الزخار مسند البزار حدیث: ۶۷۲۵، المعجم الاوسط للطبرانی حدیث: ۸۴۸۸، مسند الشهاب القضاعی حدیث: ۳۷۲ ، رواه احمد او داسي نور...)
ژباړه: که چا د یوه قوم سره مشابهت وکړئ هغه د هغه قوم څخه دئ.


علامه ابن کثیر رحمه الله پخپل تفسیر ابن کثیر  فرمايي: د پورتني حدیث څخه نهي ، تهدید او دعذاب وعده د هغه چا په حق کې کړېده چې ځان د کفارو په څير جوړوي ، یعني په اقوالو ، افعالو ، لباس ، خوښیو، اخترونو او نورو هغو شیانو کې چې شریعت دهغه منع فرمایلي  دا ځکه چي  دا د غیر مسلمانانو شعار دی دا نمانځل ددې مطلب دی چی د دوی سره تشبیه کیدل دي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وایی چی که چا د یوه قوم سره مشابهت وکړ هغه له هغوی څخه دی، د کفارو سره د دوی مراسم لمانځل مطلب داچي له دوی سره په کفري صف کي ورګډېدل او د دوی سره خواخوږي کول دي، نو ځکه په اسلام کي د کفري نړۍ مذهبي مراسم لمانځل او تجلیل ټول حرام دي.
(تفسير ابن كثير، ج:۱ ص: ۱۹۷ )

 

 

تشبیه د کفارو سره پر دوه ډوله ده:

 

اول:تشبه محرم:
 دا هغه افعال او کارونه دي چي د کفارو د دین او عقائدو سره تړاو لري، هغه کړني چي کفار یې په مذهبي ډول سره تر سره کوي که مسلمان هم هغه کار وکړي دا دغه حرامه تشبه ده چي په مبارک حدیث شریف کي راغلې ده، لکه په  یوګا، نوروز، کرسمس، اپریل فول، استر، ویساک، دیوالي او نورو مذهبي ورځي چي و لمانځل سي دا مطلق حرام کار دی. علماء کرام دا هم وايي چي په مذهبي لباس، خوراک، اخلاق، یا غیر مذهبي کړني لکه په  شهوت او فسق کي ورسره تشبه هم حرامه ده.

 

دوهم: تشبه مباح:
 داهغه تشبه ده چي د کفارو د دین سره کوم کار نلري، بلکي معمولي انساني کړني دي، چي په دغه مباح کړنو کي به لاندي شرائط وي:
۱: دغه کار به د کفارو تقلید او شعار نه وي.
۲: دغه کار به د دوی د دین سره کوم تړاو نلري، یابه داسي یو فعل نه وي چي موږ ته نصوصو کي راغلي وي، چي دغه عمل د کفار دی.
۳: له اسلامي احکامو سره به په ټکر کي نه وي.
۴: د کفارو د عادت سره به موافق نه وي.
(السنن والآثار فی النهی عن التشبه بالکفار ص: ۵۸- ۵۹/ لسهیل حسن)

 

 

اوس څه رڼا ورباندي اچوو:

 

۱: په فطري امورو کي مشابهت:
د بیلګي په ډول سره خوراک، څیښاک، تګ، خوب، صفايي او نور... په دې کي د کفارو سره مشابهت حرام نه دی:
قال: فی الدر فان التشبه بهم لایکره فی کل شئ بل فی المذموم وفیما یقصد به التشبه کما فی البحر. قال الشامی تحت قوله: لایکره فی کل شئ فانا ناکل و نشرب کما یفعلون. (ج۱ ص: ۶۵۲)

 

۲: د کفارو سره په عاداتو کي مشابهت:
د بیلګي په ډول سره کفار په د خوراک یا لباس یو خاص عادت لري، چي په دغه خاص عادت کي ورسره یو ځای کېدل حرام کار دی که قصداً وسي او که دغه عادت د خاص مصلحت پر بنسټ وسي بیا جواز لري خو د تنزیهي کراهیت څخه خالي نه دی.

 

۳: د کفارو سره په هغه شیانو کي مشابهت کول چي د کفارو مذهبي یا دیني شعار دی لکه زنار، د یهودو او مجوسیانو خاص خولۍ، صلیب او نور... په دغه صورت کي تشبه حرامه او په ځینو صورتو کي کفر دی، په عالمګیري کي یې تصریح سوېده.
(امداد الاحکام ج ۱ حصه ۱ ، ص:۲۸۵-۲۸۶  کتاب ما یتعلق بالحدیث والسنة/ تألیف حضرت مولانا ظفر احمد صاحب عثمانی رحمة الله علیه زیر نګرانی حکیم الامت مولانا اشرف علی تهانوی رحمة الله علیه)
ماہنامہ دارالعلوم ‏، شمارہ7‏-8 ، جلد: 99 ‏، رمضان - شوال 1436 ہجری مطابق  جولائی -اگست  2015ء

 

 

http://darululoom-deoband.com/urdu/magazine/new/tmp/05-Yoga%20Islami%20Tanazur%20Men_MDU_07_08_July_Aug_15.htm

پای.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته