تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ناخبرۍ کي پر مسلمان د تهمت ويلو سزا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 4, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په ناخبرۍ کي پر مسلمان د تهمت ويلو سزا 


عن ابن عمر، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من بهت مؤمنا، أو مؤمنة بغير علم، حبسه الله في ردغة  الخبال، حتى يخرج مما قال، وليس بخارج.[التوبيخ والتنبيه للاصبهاني ۲۱۲]


ژباړه: ابن عمر رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي پر مسلمان باندي بېله علمه تهمت ولګوي الله پاک به يې په لوشو کي د چټليو د جهنميانو بندي کړي ترڅو چي دی د هغه څخه وځي چي ده ويلي دي (يعني د هغه تهمت عذاب ويني) او دی د هغه څخه وتونکی ندی. (ددې عذاب څخه دی نه خلاصيږي).


يعني دی به تر هغه وخته عذاب ويني تر څو چي ددغه تهمت د عذاب څخه خلاصيږي او دی ددې عذاب څخه خلاصېدونکی ندی.
نو هيڅ وخت پر خپل مسلمان ورور تهمت مه تړئ تر څو خدای مکړه په داسي سخت عذاب ګرفتار نسی.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته