تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وخت ارزښت
 
  April 25, 2012
  0
ليکوال: مولوي محبوب شاه ساجد

د وخت ارزښت په ډېرو احاديثو کي په ښکاره ډول بيان سوى دئ ، امام بخاري  رحمة الله عليه  د ابن عباس رضي الله عنه  څخه يو روايت رانقل کړى دى چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: نعمتان مغبون فيهما کثير من الناس (الصحة والفراغ )بخاري) ژباړه: دوه داسي نعمتونه دي چي ډېر خلګ پکښي زيانمن سوي دي چي  صحت او د وخت فراغت دي.

 څرنګه چي وخت او صحت خورا لوى نعمتونه  او ستري پانګي دي خو زياتره خلګ د خپل صحت (روغتيا) او فارغ وخت څخه ګټه نه پورته کوي او بې ځايه يې ضايع کوي او که دواړه پر خپل ځاى وکارول سي ، نو ډېر خير به پکښې وي . ابن الجوزي رحمة الله عليه  وايي : کله  انسان صحت لري ، خو فارغه نه وي او د ژوند په چارو بوخت وي او کله بيا فارغه سي خو صحت ورسره نه وي ، خو کله چي د يو چا سره صحت او وخت (فراغت) دواړه وي نو سستي او ټمبلي پر غالبه سي نو دغه دريم حالت انسان ته (مغبون) او تاواني انسان وايي چي په حديث شريف کي ورته اشاره سوې ده ، همدارنګه په بل حديث کي د معاذ بن جبل رضي الله عنه  څخه روايت دى چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
 
لن تزول قدما عبد يوم القيامة حتى يسال عن اربع خصال عن عمره فيما افناه وعن شبابه فيما ابلاه وعن ماله من اين اکتسبه، وفيما انفقه وعن علمه ماذا عمل به (بزار اوطبراني په صحيح سند سره) 

ژباړه: د قيامت په ورځ به د بنده قدمونه تر هغه وخته پوري ونه ښوري تر څو ورڅخه د څلورو شيانو په اړه پوښتنه ونه سي ، د عمر په اړه به ورڅخه پوښتنه و سي چي په څه کي يې تېر کړى دى ؟  د ځوانۍ په اړه به ورڅخه پوښتنه  وسي چي په څه کي يې زړه کړېده  او  د مال په اړه به ورڅخه پوښتنه  وسي  چي د کومه ځايه يې په لاس راوړى دى او په څه کي يې لګولى دى او د علم په اړه به ورڅخه وپوښتل سي چي په خپل علم يې څه عمل کړى دى ؟ په دې توګه دا نسان څخه د هغه د عمر په اړه په عامه توګه او د ځوانۍ په اړه په ځانګړې توګه پوښتنه کېږي، پداسي حال کي چي  ځوانۍ هم  د عمر  يوه برخه ده مګر پدې خاطر د  ځوانۍ خاصه پوښتنه کيږي چي دا د قوت مرحله ده پدې مرحله کي عبادت په ښه توګه تر سره کيږي او په بل حديث کي داسي راغلي دي چي پنځه شيان د پنځو شيانو څخه مخکي  غنيمت وګڼه:
 
١ خپل ژوند د مرګ څخه دمخه.
٢ روغ صحت د ناروغۍ څخه دمخه.
٣ د وخت درلودل (فراغت) په کار کي داخته کېدو څخه دمخه.
٤ ځواني د بوډاتوب (زړښت) څخه دمخه.
٥ او بډايي د غريبۍ څخه د مخه غنيمت وشمېره. ( امام احمد د زهد په باب کي، نسائي او بېهقي په شعب الايمان کي روايت کړيدئ) 
 
د  وخت ارزښت د صالحانو او دالله  جل جلاله  د دوستانو په ويناوو کي :   

د اسلام لومړي خليفه حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه  به دا دعاکوله: اللهم لاتدعنا في غمرة ولاخدنا علي غرة ولا تجعلنا مع الغافلين. 
 
ژباړه: اې الله جل جلاله !موږ په سختۍ کي مه اچوه او د غفلت په حالت کي مو مه نيسه او د غفلت کوونکو څخه مو مه ګرځوه او ويل به يې: د زمان ګردش که څه هم حيرانووکۍ کار دى خو د انسان غفلت او لټي تر دې هم ډېره د تعجب وړ ده. انسان بايد پر هغه ورځ باندي اوښکي توى کړي چي بې ګټي او بې له ښه کاره ځني تېره سي. د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه  به دا دعا کوله: 

اللهم انا نسالک صلاح الساعات والبرکة في الاوقات. ژباړه: اې الله جل جلاله ! موږ ستا څخه د ژوند د ګړيو  د ښه والي سوال او خواست کوو او دا چي زموږ په وختونو کي برکت واچوي. يعني د ژوند هر لحظه مو راښه کړې  او  په ښوکارونو يې را باندي تېره کړې او په وختونو کي مو برکت واچوې چي په لږ وخت کي ډېر عبادات او ښه کارونه وکړو، حضرت عمررضي الله عنه  به ويل: چي ماته  ډېر تعجب  ښکاري چي څوک داسي ووينم چي نه د دين کار کوي او نه د دنيا مشروع کار کوي.
 
حضرت علي رضي الله عنه  وايي: (الايام صحائف اعمار کم فخلروها بصالح اعمالکم)

ژباړه: دا ورځي ستاسو د عمرونو پاڼي دي نو دوى ته په صالحو اعمالو سره دوام ورکړئ. لوى صحابي عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه  وايي: زه په يوه شي هم دومره نه يم  خفه سوى لکه هغه ورځ چي لمر ولوېږي او تيره سي زما عمر راکم کړي ،  خو عمل مي پکښي ډېر نه وي کړئ د عمر کمېدل  او  د عمل نه زياتېدل ددې لوى صحابي رضي الله عنهم تر ټولوډېر د پښېمانتيا سبب وو.
 
صالح او نېک سيرته خليفه اميرالمؤمنين عمر بن عبدالعزيز  رحمة الله عليه  وايي:  شپه او ورځ خپل عمل سرته رسوي، ته هم پدې دواړو کي کار سرته ورسوه ، د شپې او ورځي تېرېدل د انسان عمر لنډوي او قبر ته يې ورنژدې کوي. حسن بصري  رحمة الله عليه  چي نامتو تابعي دى وايي: اې بني آدمه! اې انسانه! ته د ورځو څخه جوړ يې چي کله يوه ورځ تېرېږي ستا يوه برخه هم ورسره ختمېږي.

 عامر بن قيس  رحمة الله عليه  چي خورا لوى تابعي او نېک سير ته انسان وو ، يوه ورځ يوچا ورته وويل چي څه مجلس راسره وکړه ده ورته وويل لمر و دروه! چي کله دي لمر و دراوه بيابه زه خبري درسره وکړم ،  ځکه وخت د خپل د ستور او مهال وېش سره سم حرکت کوي او کومه شېبه چي تېره سي هغه بيا بېرته نه راګرځي د وخت ضايع کېدل داسي لوى تاوان دى چي جبران يې ناشونى دى او بايد ټول وخت د ښه کار او عمل څخه ډک کړل سي ، امام ابن القيم رحمة الله عليه په خپل کتاب (مدارج الساکين) کي داسي ليکي:
 
يو ځل چي وخت ضايع سي بيا د هغه تر لاسه کول امکان نلري د وخت ضايع کول خورا درنه خبره ده ځکه که څوک پوه سي چي تېر وخت بيا نه راګرځي نو ډېر به غمجن او پښېمانه سي نو وخت د خپل ځان د ګټي لپاره وکاروه کنه خامخا به هغه وخت ستا په ضرر تمامېږي له همدې کبله به نېکو خلګو ته په جنت کي وويل سي: كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ  ( الحاقه ٢٤ )

  ژباړه: جنتيانو ته به په جنت کي وويل سي چي خورئ  او  څښئ په اشتها  او هضم سره د اهر څه (د جنت نعمتونه) د هغو عملونو په بدل کي درکول کېږي چي تاسو د دُنيا په تېرو سوو ورځو کي لېږلي وه. او هغو بدبختو ته چي په اور کي عذاب ورکول کېږي وبه ويل سي: ذَلِكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَفْرَحُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَمْرَحُونَ ( المؤمن  ٧٥ )

ژباړه: دا عذاب پر تاسو په سبب د هغه څه دى چي تاسو په دنيا کي ناحقه خوشحالۍ کولې او  پدې وجه  چي تاسو غرور کاوه.
 
 
نو وخت په حقيقت کي د انسان عمر دى او تل پاته نعمتونو او د ابدي ژوند لپاره يو بنسټ دى او همداراز د دردونکو عذابونو او تنګ ژوند لپاره هم يو بنياد دى، د هغه چا لپاره چي ضايع يې کړي او قدر يې ونه پېژني ،  د انسان کوم وخت چي  يوازي او خاص د  الله جل جلاله  لپاره وي نو همدغه يې ژوند او عمر دى او د دې څخه ماسيوا نور په ژوند کي نه حسابل کېږي که څه هم ډېر او اوږد ژوند وي، دالله جل جلاله  او د هغه قانون مطابق ژوند نه تېرول د حيواناتو د ژوند سره برابر دى څوک چي خپل ژوند او وخت په غفلت ،  شهوت پرستۍ ، بې ځايه افراطي لوبو ، عبث او بې فايدې کارونو ، باطلو فکرونو ، بې ځايه او بې فايدې خبرو او مجلسونو کي تېروي او خپل ارزښتناکه وخت په خوب او مهمله توګه ضايع کوي د دې کس تر ژوند مرګ ښه دى د فايدې او ګټي ژوند يوازي هغه دى چي يوازي د الله جل جلاله  د رضا او خوښى لپاره وي  او بس. 

نو وخت بايد مسلمان ته تر هر چا ډېر ارزښت ولري ځکه مسلمانان به په دې څو ورځو ژوند کي د دُنيا کار هم کوي او  آخرت به هم  برابر وي، د هغه د تل پاتي ژوند لپاره به توښه په دې ژوندکي برابر وي ډېره هڅه او کوښښ بايد د آخرت د ابدى ژوند د توښې او ګټي برابرولو لپاره وي. دا به ډېره بې عقلي وي چي انسان پدې دنيا کي د دغه فاني او ژر تېرېدونکي ژوند لپاره شپه او ورځ اخته وي او د آخرت لپاره هيڅ هم نه کوي او لکه  مخکي چي ورته اشاره وسوه ، مسلمان ته د خپل دين له لوري ټينګار سوى دى چي وخت بايد بې ځايه ضايع نکړي د حديثو نامتو امام ابوداود  رحمة الله عليه  وايي:
 
چي ما خپل کتاب (سنن ابوداود) د پنځه لکه حديثونو څخه منتخب کړى دى (د ده  دکتاب ټول حديثونه څلور زره  او  اته سوه دي) دى وايي: په دې ټول کتاب کي څلور داسي احاديث دي چي د اسلامي نظام ټول ژوند پر هغو باندي ولاړ دى ، يعني که دا څلور حديثونه عملي سي نو مکمل اسلامي ژوند به رامنځ ته سي ، په هغو څلورو حديثونو کي يو دا دى: 

نبي کريم صلی الله عليه وسلم  فرمايي: من حسن اسلام المرءترکه مالا يعنيه.  ژباړه:
د سړي د اسلام په حسن او ښه والي کي يوه خبره دا هم ده چي انسان بې ګټي کارونه پرېږدي، نو که چيري په دې حديث عمل وسي او بې ګټي کارونه پرېښودل سي وخت به د ګټورو کارونو څخه ډک سي او د ضايع کېدو څخه به وساتل سي.
 
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۶ ګڼه
 

 

سرته