تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دوږخ د اور څخه د خلاصون وسايل
 
  October 12, 2014
  0
ليکنه: استاذ اختر محمد جهيد
 
الله پاک فرمايلي دي:

 


كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ... (سورة آل عمران ١٨٥ايت)

  ژباړه: هر نفس د مرګ څکونکي دئ يعني مړکيږي او ستا سو اجرونه د قيامت په ورځ تاسو ته پوره در کول کيږي نو څوک چي د دوږخ د اور څخه ليري کړل سو او جنت ته داخل کړل سو نو په تحقيق سره دغه سړی کاميا به سو.

 

 
  لکه څرنګه چي الله پاک د مغفرت، بخښنې او عفوې لپاره اسباب بيان کړيدي، په همدې ترتيب ئې انسان ته داسي اعمال ښودلي دي چي تر سره کول ئې د دوزخ د اور څخه د خلاصون ذريعه ګرځي چي دلته به په لنډ ډول د ځينو يا دونه وکړو:

 

 
١- واثله رضي الله عنه ويلي دي چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د چا چي درې او لادونه وفات سي الله پاک پر دغه سړي د دوزخ اور حراموي. (رواه طبراني)

 

 
٢- دعائشې رضي الله عنها څخه روايت دئ  چي نبي عليه السلام وفرمايل: چا چي زما د امت څخه د خپلو درو لوڼو او يا درو خويندو سر پرستي او پالنه وکړه او د هغوی سره يې ښه رويه وکړه نو دوی به دده لپاره د دوږخ د اور مانع وګرځي. (رواه البیهقي)

 

 
٣- د اسماه بنت يزيد رضي الله عنها څخه روايت دئ، دا وايې نبي عليه السلام وفرمايل: څوک چي د خپل مسلمان ورور په غياب او نه شتون کي د هغه د عزت او حقوقو دفاع او ساتنه وکړي نو پر الله پاک باندي د مهربانۍ له مخي د دې سړي دا حق دئ  چي د دوږخ د اور څخه يې آزاد کړي. (رواه احمد)

 

 
٤- ابو هريره رضي الله عنه وايي نبي علیه الصلاة و السلام وفرمايل: څوک چي اساني را وستونکى، ورين تندی لرونکى او نرم خويه وي الله پاک به پر دغه سړي د دوږخ اور حرام کړي. (رواه الحاکم)

 

 
٥- د انس رضي الله عنه څخه روايت دئ  چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي څلوېښت ورځي پرلپسې په جماعت سره لمونځ وکړي په داسي حال کي چي لومړی تکبير د امام سره ونسي نو د ده لپاره به دوه برائته (خلاصونه) وليکل سي، يو برائت او خلاصون د اور څخه د دوږخ او بل برا‎ئت به د نفاق څخه وي. رواه الترمذي

 

 
٦- د عماره رضي الله څخه روايت دئ چي نبي عليه السلام  وفرمايل: ‎څوک چي د سهار او ماځيګر لمونځ په ښه پابندۍ سره ادا کړي نو دا سړی به د دوږخ اور ته داخل نه کړل سي. رواه مسلم

 

٧- د عائشې رضي الله عنها څخه روا يت دئ: چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د يوه مؤمن مسلمان بدن  چي د الله پاک په لاره کي په جهاد کي په ګردنو او دوړو ککړ سي الله پاک به پر دغه سړي د دوږخ اور حرام کړي. ( رواه احمد ) 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته