تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام ابوحنيفه رح د فقاهت عجيبه واقعه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 31, 2022
  0

 ژباړه: محمد اسماعیل شهاب / تعلیم الاسلام ویب پاڼ

 
امام ابوحنيفه رحمه الله یوه ورځ ناست وو شاګردانو ته يې تدریس کاوه. یوه ښځه راغله ده ته يې یو دانه سېب او چاړه وړاندي کړه، امام صاحب رحمه الله سېب دوې ټوټې کړی او هغه دننه خوايې دباندي را ويسته سېب اوچاړه يې بيرته هغې ته ورکړه.
 
 
شاګردانو يې فکر کوی چي هديه (سوغات) چي راسي هغه باید وخوړل سي، خو حضرت هديه قبلول سنت ده تاسو بيرته هغه رد کړه، که ستا ورته ضرورت نه وو، نو تاسي به هديه موږته راکړی وای؟
 
امام صاحب رحمه الله وويل ! هغه د هديې (سوغات) راوړلو لپاره نه وه راغلې بلکي د مسئلې پوښتولو لپاره راغلې وه، طالبان حيران سول چي نه د هغې د ژبي څخه څه ووتل او نه امام صاحب څه وويل، دا څنګه مسئله وه چي ويې پوښتل ولاړه، حضرت دا څنګه مسئله وه؟
 
امام ابوحنیفه رحمه الله فرمايل: ښځه چي کله ناپاکه وي نو وينه څو رنګوته  تبديليږي، کله خړ رنګ، کله تور، کله ژيړ وي.
 
د ښځي سوال داسي وو چي په ښځينه مریضي کي دا ټول رنګونه موجود وي لکه د سېب دباندي رنګونه ، هغې دا مسئله پوښتله چي ددې څخه کوم يو دپاکۍ رنګ دی، څه وخت باید ښځه لمونځ کول شروع کړي؟ 
 
لکه څنګه چي دننه يوازي د سپين رنګ څخه علاوه بل رنګ نسته پدې خاطر ما سپين رنګ ورته ښکاره کړ چاړه او سېب مي بيرته ورکړل، چي د سپين رنګ څخه علاوه نورټول رنګونه د ناپاکۍ علامې دي. 
 
د امام ابوحنيفه رحمه الله په زمانه کي ښځو په ډيره تقوا او پرده کی مسئلې پوښتلې.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته