تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام ابو حنیفه رحمه الله او یوه کوچي قصه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 18, 2019
  0

لیکنه : عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د امام ابو حنیفه رحمه الله په مناقبو کي راځي چي یو وخت امام صاحب مبارک د خپلو شاګردانو سره د درس په مجلس کي ناست وو، چي یو اعرابي کوچی مجلس ته راغلی او د امام ابوحنیفه رحمه الله څخه يي پوښتنه وکړل، چي: بواو  ام  بواوین ؟ نو امام ابو حنیفه رحمه الله په جواب کي ورته وویل چي ( بواوین ) نو هغه کوچي وویل: بارک الله فیک کما بارک  في لا ولا . 


نو دغه کوچي بیرته د امام ابوحنیفه رحمه الله د مجلس څخه ولاړی . نو د امام صاحب سره چي کوم کسان په مجلس کي  ناست وو  هغوي د امام صاحب څخه پوښتنه وکړل چي، دا مو اوس څه سره وویل ؟ امام صاحب ورته وویل چي، زما څخه يې د تشهد په اړه پوښتنه وکړل چي، زه په لمانځه کومه تشهد وایم؟ د ابو موسي الاشعري رضي الله عنه تشهد چي یو واو په کي شتون لري او که د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه تشهد چي په دوه واوه په کي شتون لري؟ نو ما جواب ورکړی چي د دوو ( واوین ) تشهد په لمانځه کي وایم  نو ده بیا ما ته دا خبره وکړل چي، بارک الله فیک کما بارک في (شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ) يعني الله جل جلاله دي په تا کي داسي برکت واچوي لکه څنګه چي الله جل جلاله برکت اچولی دی د زیتون په ونه کي چي د هغې په واسطه داسي یوه ډیوه بله شوې وي چي هغه لره نه ختیځ وي نه لویدیځ .(۱)


نو امام محمد رحمه الله فرمايي چي  عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه دا نه خوښوله چي  له ده څخه د رانقل شوي تشهد څخه دي یو حرف یا کم شي یا زیات نو ځکه په هغه وخت کي خلکو داسي په پوره کوښښ سره یاد کړې وه .

 

اړوند لیکني

 

ــــــــــــــــــــــــ
(۱): حواشي ملتقي  الابحر: ج ۱ صــ ۱۶۸  . ومثله في  فضل الله الصمد  في توضیح الادب المفرد: صـــ  ۲۹۷ باب السلام، اسم من اسماء  الله عزوجل، ومثله في حلبة  المجلي  وبغیة  المهتدي  في شرح المنیة المصلي  وغنیة المبتدي  للکاشغري: صــ ۱۷۵ باب صفة الصلوة

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته