تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حنفي فقه د قرآن او حدیث څخه ماخوذ ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 30, 2019
  0

لیکوال: عزت الله درویش کوټوال

 

د حنفي فقهې هره مسئله د قرآن او سنت څخه اخیستل شوې ده، همدا وجه ده چې امام بخاري رحمةالله علیه د حنفي مذهب د زرګونو مسایلو څخه یواځې په پنځه ویشت (۲۵) مسایلو شبهات وارد کړي دي او په دې سره یي د لمر په څیر روښانه کړې ده چې د حنفي فقهې زرګونه مسایل د قرآن او سنت په مضبوطو بنیادونو ولاړ دي.

 

او دا خبره هم ټولو أهل السنة والجماعة مسلمانانو ته د منلو ده چې امام أبوحنیفه (رحمة الله علیه) صرف مجتهد نه دی بلکې د شریعت په خلا او فضاء کې د اجتهاد په یو داسې مقام فایز دی چې د مجتهدینو شمسې نظام کې مرکزي افتاب ګڼل کیږي.

 

دده د اجتهاد په دایره کې ضعیف حدیث هم په رائې فوقیت لري، صحیح او صریح حدیث خو لاڅه کوي.

 

البته چې کله په یو مسئله کې متعدد او متعارض احادیث موجود وي، نو فقیه او مجتهد په خپلې رائې او اجتهاد یو طرف ته ترجیح ورکوي ځکه فقیه په خپل ژور او عمیق نظر د نصوصو د الفاظو نه تر مقصود معلومولو پورې تر نورو زیات او ښه پوهیږي. لکه څرنګه چې امام ترمذي (رحمة الله علیه) په خپل کتاب (سنن ترمذي) کې په دې الفاظو سره اعتراف کړی دی: " الفقهاء هم اعلم بمعانی الحدیث "  .

ژ: فقهاء د احادیثو په معنا تر نورو زیات او ښه پوهیږي.

 

دا وجه ده چې شیخ اکرم سیندي (رحمة الله علیه) فرمایي: د حدیث د صحت او ضعف د بیانولو په وخت کي ” مجتهدین فقهاء “ د محدثینو د بیان کړل شوو شرایطو پابند نه دي.

 

د امام بخاري رحمه الله پنځه ویشت (۲۵) اعتراضات په درې (۳) برخو تقسیم کوو:

 

۱:  بعضې مسائل داسې دي چې ده حنفي مذهب ته منسوب کړي دي، لیکن ددغه مسایلو د حنفي فقهې سره هیڅ تعلق نشته .

۲:  د بعضې مسایلو مستدلات دده له نظره نه دي تیر شوي .

۳:  د بعضو مسایلو اصل او حقیقت ده ته نه وو معلوم . 

 


خو یاد اعتراضات بیا هم امام بخاري صاحب په پوره دیانت دارۍ ، ادب ، احترام او خالص نیت سره پیش کړي دي.

 

او د ” قال بعض الناس “  تعبیر یي اختیار کړی دی ، او د فایدې خبره دا ده چې ددې شبهاتو او مناقشې سره د هغو مکروه مخونو نه هم پرده پورته شوه چې د حدیث په نوم يي نن سبا په احنافو او حنفي فقهې د بې ځایه اعتراضاتو بازار ګرم کړی دی . 

 

ټولو ته ښکاره ده چې په حنفي مذهب زموږ د زمانې د ځینو جهالو نیوکې د دوې خپل پیداوار دی، نه د محدثینو او سلفو، د بیلګې په توګه:


امام بخاري رحمه الله چې په کومو مسایلو شبهات وارد کړي دي، نو په هغو کې دغه مسایل نشته کوم چې نن یي د زمانې جهال بیانوي او امت پرې جنګوي لکه: رفع الیدین، قرائت خلف الامام، طلاق ثلاثه، آمین بالجهر وغیره...

 

که چیرته په یادو مسایلو کې د احنافو مسلک د احادیثو مخالف وای، نو ضرور به حضرت امام بخاري رحمه الله پرې قیل او قال کړی وای.


معلوم ده چې زموږ د زمانې جهال چې دغه مذکور مسایل خلاف حدیث ګڼي ، په حقیقت کې دغه خلک په دغه مسایلو کې د تلبیس ابلیس څخه کار اخلي.

 

حضرت امام بخاري رحمه الله په احنافو ډیر اعتراضات په (کتاب الحیل) کې کړي دي، او ډیر زور یي لګولی، یو اعتراض څو څو ځله کوي، حالانکه امام ابویوسف رحمه الله په (کتاب الخراج) کې فرمایي: 

د زکات او واجبه صدقاتو د ساقط کولو لپاره هیڅ صورت کې (حیله) نه ده جائز.

 

لهذا کوم خلک چې د حیلې مسائل لیکي هغو ته په کار دي چې د امام أبویوسف رحمه الله دغه عبارت ضرور رانقل کړي، چې معلوم شي د دفع حقوق او یا اثبات د باطل لپاره حیله نه ده جائز، البته د اثبات حق یا دفع د باطل لپاره صحیح او جائز ده.

 

دویمه خبره دا ده چې جواز حیله او نفاذ حیله جُدا جُدا حکمونه دي، مونږ په دواړو کې فرق کوو، او امام بخاري رحمه الله د دواړو فرق نه کوي، ځکه اعتراض کوي، حالانکه دا خبره د ابتدائي کتابونو ده چې د یوشي عدم جواز ځانته شی دی او نفاذ ځانته.

 

د امام بخاري رحمه الله په باره کې نقل دي چې ده ته د حنفي فقهي اړوند معلومات حاصل وو، خو علامه انور شاه کشمیري رحمه الله وایي:   ده رحمه الله ته لږ لږ د اوریدلو معرفت حاصل وو، لیکن صفت نفیس یې نه وو جوړ شوی او ډیر کم څیزونه ده ته صحیح رسیدلي وو.

 

والله اعلم .

 

سرته